0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت يوحنا زيرے

شلم باب

د حضرت عيسىٰ بيا ژوندى کېدل

۱ د اِتوار په ورځ سحر وختى چې لا توره خړه وه مريم مګدلينى قبر له لاړه او وې کتل چې د غار د خولې نه کاڼے لرې کړے شوے وو. ۲ نو هغه په منډه شمعون پطروس او هغه بل مريد له راغله چا سره چې عيسىٰ مينه کوله او ورته يې ووئيل چې، ”هغوئ مالِک د قبر نه وړے دے، او مونږ ته دا پته نشته چې کوم ځائ هغوئ د هغۀ لاش ښخ کړے دے.“ ۳ نو پطروس او هغه بل مريد راووتل او قبر طرف ته روان شول. ۴ هغوئ دواړو يو ځائ منډې وهلې خو هغه بل مريد د پطروس نه مخکښې شو او قبر ته وړاندې ورسېدو. ۵ هغۀ سر ټيټ کړو او دننه يې وکتل چې د کتان کفن هلته پروت وو خو دننه ورنۀغلو. ۶ بيا شمعون پطروس چې په هغۀ پسې وو راورسېدو او غار ته ورننوتو. د کتان هغه کفن يې هلته پروت وليدو ۷ او هغه رومال چې د عيسىٰ سر يې پرې تړلے وو د کتان د کفن سره نۀ وو بلکې ځان له جدا انغښتے شوے په يو بل ځائ کښې پروت وو. ۸ بيا هغه بل مريد څوک چې قبر ته مخکښې رسېدلے وو هغه هم قبر ته ورننوتو او وې ليدل او يقين يې پرې وکړو. ۹ نو اوس هم هغوئ د صحيفو په مطلب پوهه نۀ وُو چې عيسىٰ به خامخا د مړو نه بيا ژوندے پاڅى.

د حضرت عيسىٰ مريم مګدلينى ته څرګندېدل

۱۰ نو مريدان واپس خپلو کورونو ته لاړل. ۱۱ خو مريم د قبر نه بهر ولاړه وه او ژړل يې. او په ژړا کښې هغه ورټيټه شوه چې غار کښې دننه وګورى. ۱۲ او هغې هلته دوه فرښتې په سپينو جامو کښې د لاش په ځائ ناستې وليدې، يوه سر ته او بله پښو ته، په هغه ځائ کښې چرته چې د عيسىٰ لاش کېښودے شوے وو. ۱۳ هغوئ د هغې نه تپوس وکړو چې، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟“ هغې جواب ورکړو چې، ”هغوئ زما مالِک چرته اوړے دے او ما ته پته نشته چې هغه يې کوم ځائ ښخ کړے دے.“ ۱۴ د دې خبرو نه پس هغې مخ راواړولو او عيسىٰ يې هلته ولاړ وليدو، خو هغې ونۀ پېژندلو چې دا عيسىٰ دے. ۱۵ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”اے خورې، تۀ ولې ژاړې؟ تۀ څوک لټوې؟“ هغې دا خيال وکړو چې دا د دې باغ مالى دے، نو ورته يې ووئيل، ”صاحبه، کۀ چرې تا هغه د دې ځائ نه وړے وى نو ما ته ووايه چې هغه دې کوم ځائ ښخ کړے دے، او زۀ به هغه يوسم.“ ۱۶ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”مريمې.“ هغې هغۀ ته مخ ورواړولو او په آرامى ژبه کښې يې وئيل، ”ربونى.“ چې مطلب يې اُستاذ دے. ۱۷ عيسىٰ هغې ته وفرمائيل، ”ګوره چې ما ته لاس رانۀ وړې ځکه چې زۀ لا خپل پلار ته نۀ يم ورغلے. خو زما وروڼو له لاړه شه او هغوئ ته ووايه چې زۀ خپل پلار له او ستاسو پلار له، خپل خُدائ پاک له او ستاسو خُدائ پاک له پاس ځم.“ ۱۸ مريم مګدلينى مريدانو له لاړه او وې وئيل چې، ”ما مالِک وليدو.“ او هغې هغوئ ته د هغه هر څۀ حال ووئيلو څۀ چې عيسىٰ ورته فرمائيلى وُو.

د حضرت عيسىٰ مريدانو ته څرګندېدل

۱۹ د پير په شپه چې مريدانو د يهوديانو د يرې نه دروازې بندې کړې وې ناست وُو، چې په دې کښې عيسىٰ راغلو، د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او ورته يې وفرمائيل، ”السلام عليکم.“ ۲۰ د دې نه پس هغۀ هغوئ ته خپل لاسونه او خپله پښتۍ وښودله. نو چې کله مريدانو مالِک وليدو نو هغوئ ډېر خوشحاله شُو. ۲۱ عيسىٰ يو ځل بيا وفرمائيل چې، ”په تاسو دې سلامتيا وى، څنګه چې پلار زۀ رالېږلے يم هم دغسې زۀ تاسو لېږم.“ ۲۲ بيا يې په هغوئ وپوکل او وې فرمائيل، ”زما له خوا نه روحُ القُدس قبول کړئ. ۲۳ کۀ چرې تاسو د چا ګناهونه وبخښئ نو هغوئ به وبخښلے شى، او کۀ تاسو هغوئ ونۀ بخښئ نو هغوئ به ونۀ بخښلے شى.“

حضرت عيسىٰ او توما

۲۴ په دولسو مريدانو کښې يو توما چې برغونے هم بللے شى کله چې عيسىٰ راغے هغه د نورو سره موجود نۀ وو. ۲۵ نو نورو مريدانو هغۀ ته ووئيل چې، ”مونږ مالِک وليدلو.“ خو توما هغوئ ته ووئيل چې، ”ترڅو چې ما د هغۀ په لاس کښې د مېخونو زخمونه ليدلى نۀ وى او د مېخونو په زخمونو مې ګوتې وهلې نۀ وى، او خپل لاس مې د هغۀ په پښتۍ نۀ وى لګولے نو زۀ به په دې هيڅکله يقين ونۀ کړم.“ ۲۶ اتۀ ورځې پس د هغۀ مريدان بيا په هماغه کور کښې دننه راجمع وُو او توما هم د هغوئ سره موجود وو. اګر کۀ دروازې تالا وې خو عيسىٰ راغلو د هغوئ په مينځ کښې ودرېدو او وې فرمائيل، ”په تاسو دې سلامتيا وى.“ ۲۷ بيا هغۀ توما ته وفرمائيل، ”خپلې ګوتې دلته کېږده او زما لاسونه ووينه او خپل لاس راوړاندې کړه او زما په پښتۍ يې ولګوه. نور شک مۀ کوه خو يقين کوه.“ ۲۸ توما هغۀ ته ووئيل، ”زما مالِکه او زما خُدايه پاکه.“ ۲۹ عيسىٰ هغۀ ته وفرمائيل، ”په دې چې تا زۀ وليدم نو ايمان دې راوړو. بختور دى هغوئ چا چې زۀ نۀ يم ليدلے او ايمان يې راوړے دے.“

د دې کِتاب مقصد

۳۰ عيسىٰ د خپلو مريدانو په موجودګۍ کښې نورې هم ډيرې معجزې څرګندې کړې دى، کومې چې په دې کِتاب کښې نۀ دى ليکلے شوې. ۳۱ خو دا يو څو معجزې ځکه ليکلے شوې دى چې تاسو په دې ايمان راوړئ چې عيسىٰ هم مسيح، يعنې د خُدائ پاک زوئ دے، او چې د ايمان راوړلو په وسيله تاسو ته د هغۀ په نوم ژوندون مِلاو شى.