Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د ماهي د ګېډې څخه یونس خپل څښتن خدای ته دعا وکړه:
۲ په خپل تکلیف کې مې ای څښتنه
تاته غږ وکړ
او تا ځواب راکړ
د مړو د نړۍ د ډېر ژور ځای څخه
ما فریاد وکړ د مرستې په خاطر
او تا واورېده
۳ تا زه ژورو اوبو ته ورګوزار کړم
د بحیرې تل ته
او سیلاب راګېر کړم
او زما په سر تېرې شوې ستا زورورې څپې
۴ نو ما وویل چې زه شړل شوی یمه
ستا له نظره څخه
خو بیا به هم زه سترګې واړوم
ستا د سپېڅلي کور خواته
۵ اوبه راباندې راغلې او ساه اخیستی نه شم
او شوې راچاپېرې له ما د بحیرې اوبه
زما د سر څخه راتاو شول د بحیرې واښه
۶ ورسېدم زه دغرونو بېخ ته
لاندې ځمکې تل ترتله راګېر کړمه زه
خو تا راووېستم ژوندی د مرګ له کندې څخه
ای څښتنه زما خدایه
۷ کله چې وتله زما ساه
نو ته مې رایاد کړلې څښتنه
او زما دعا ورسېدله تاته
ستا سپېڅلي کور کې
۸ چې بېارزښته بتانو ته کړي عبادت څوک
هغوی پریښی خپل امید دی د خدای د تلپاتې مینې
۹ خو د شکرګزارۍ په کولو سره
زه به وړاندې کړمه تاته قرباني
او ما چې منلی نذر، زه به یې ورکړمه
راځي خلاصون د څښتن له خوا نه
۱۰ بیا څښتن په ماهي باندې امر وکړ او ماهي یونس وچې ځمکې ته ورګوزار کړ.