Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ مخکې له دې چې موسی مړ شي هغه او د اسراییلو خلکو د اردن د سیند د ختیځې خوا دوو پاچاهانو ته ماتې ورکړه. دې دوو پاچاهانو په هغې سیمې باندې چې د ارنون له درې څخه د حرمون تر غره پورې رسېدله او په هغې کې د اردن د درې ختیځه خوا هم شامله وه، حکومت کاوه. ۲ سیحون د اموریانو پاچا ؤ چې په حشبون کې یې پاچاهي کوله. هغه د عروعیر څخه چې د ارنون د درې په څنګ کې ؤ او د درې له منځ څخه د یبوق تر سیند پورې چې د عمونیانو پوله وه پاچاهي کوله. په دې کې نیم جلعاد شامل ؤ. ۳ په هغې کې د اردن دره د جلیل د بحیرې څخه جنوب خواته د بیت یشیموت (د مړې بحیرې ختیځ ته) او پیسګاه د غره تر لمنې پورې شامل وو. ۴ همدارنګه موسی او اسراییلیانو د باشان پاچا عوج ته چې د پاتې شویو رفاییانو څخه ؤ هم ماتې ورکړه. هغه په عشتاروت او ادرعي کې پاچاهي کوله. ۵ د هغه په پاچاهۍ کې د حرمون غر، سلخه او ټول باشان د جشور او معکې تر پولې او همدارنګه نیم جلعاد د حشبون د پاچا سیحون تر سیمې پورې شامل وو.
۶ موسی او د اسراییلو قوم دغو دوو پاچاهانو ته ماتې ورکړه. د څښتن خدمتګار موسی د هغوی خاوره د روبین او جاد قبیلو ته او د منسي نیمې قبیلې ته د هغوی د ملکیت په توګه ورکړه.
۷ یوشع او د اسراییلو قوم هغو پاچاهانو ته چې د اردن د سیند په لوېدیځه خوا کې وو ماتې ورکړه، یعنې د بعل جاد څخه چې د لبنان په دره کې پروت ؤ د حالق تر غره پورې چې په جنوب کې ادوم ته نژدې ؤ. یوشع هغه ځمکه د اسراییلو د قبیلو ترمنځ ووېشله او د ملکیت په توګه یې هغوی ته ورکړه. ۸ کومه ځمکه چې یوشع د هغوی په منځ کې ووېشله په هغې کې دا ځایونه شامل وو: غرنۍ سیمه، د غرونو لوېدیځې لمنې، د اردن دره، د غرونو ختیځ اړخونه او د کنعان جنوبي دښته. دا ځمکه د حیتیانو، اموریانو، کنعانیانو، فرزیانو، حویانو او یبوسیانو وطن ؤ. ۹ د اسراییلو قوم د لاندېنیو ښارونو پاچاهانو ته ماتې ورکړه: اریحا، عای (بیت ییل ته نژدې)، ۱۰ اورشلیم، حبرون، ۱۱ یرموت، لاخیش، ۱۲ عجلون، جازر، ۱۳ دبیر، جدر، ۱۴ حرما، عراد، ۱۵ لبنه، عدولام، ۱۶ مقیده، بیت ییل، ۱۷ تفوح، حافر، ۱۸ عفیق، لشارون، ۱۹ مادون، حاصور، ۲۰ شمرون مرون، اخشاف، ۲۱ تعنک، مجدو، ۲۲ قادش، یقنعام (په کرمل کې)، ۲۳ دور (د دور په لوړو سیمو)، قوییم (په جلیل کې) ۲۴ او ترزه. د ټولو پاچاهانو شمېر یو دېرشو ته رسېده.