0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

ديارلسم باب

د کنعان په پاتې علاقو باندې د قبضې کولو حکم

۱ اوس يشوَع ډېر بوډا شوے وو. مالِک خُدائ هغۀ ته وفرمائيل، ”تۀ ډېر بوډا شوے يې خو تر اوسه پورې په ډېره علاقه باندې قبضه کول پاتې دى، ۲ د فلستيانو او جسوريانو ټوله علاقه، ۳ او ورسره په جنوب کښې د عويانو ټوله علاقه. د مِصر سرحد سره د سيحور نِهر نه واخله په شمال کښې د عقرون سرحد پورې علاقه د کنعانيانو ګڼلے شوه، او د فلستيانو بادشاهان په غزه، اشدود، اسقلون، جات او عقرون کښې اوسېدل. ۴ تر اوسه پورې د کنعانيانو او معاره ټول مُلک هلته دے کوم چې د صيدانيانو دے او هم داسې د امورى سرحد افيق پورې، ۵ د جبليانو مُلک، نمرخاتۀ طرف ته ټول لبنان، د بعل‌جاد نه چې د حرمون غر جنوب طرف ته ده د حمات درې پورې. ۶ په دې کښې د هغه صيدانيانو ټوله علاقه شامله ده کوم چې د لبنان د غرونو او مسرفات مائم په مينځ کښې د غرونو په مُلک کښې اوسيږى. کله چې اِسرائيليان مخ په وړاندې ځى نو زۀ به دا ټول خلق وشړم. لکه څنګه چې ما حُکم درکړے دے نو تۀ به هغه مُلک په بنى اِسرائيلو باندې تقسيم کړې. ۷ نو اوس دا زمکه په هغه نورو نهو قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړه چې د هغوئ خپل ميراث شى.“

د اُردن نمرخاتۀ طرف ته علاقې تقسيم کېدل

۸ د روبين، جاد او د منسى نيمې قبيلې د مخکښې نه هغه زمکه اخستې وه کومه چې موسىٰ، د مالِک خُدائ خِدمتګار هغوئ له ورکړې وه، دا د اُردن سيند نمرخاتۀ طرف ته وه. ۹ د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه تر عروعير او د هغه وادۍ په مينځ کښې ښار پورې خوره شوه او په دې کښې د ميدبا نه واخله تر ديبون پورې ټولې اوچتې علاقې شاملې وې. ۱۰ دا د عمون سرحد پورې لاړه او هغه ټول ښارونه په کښې شامل وُو په کومو باندې چې امورى بادشاه سيحون حکومت کړے وو، چې هغۀ په حسبون کښې بادشاهى کړې وه. ۱۱ په دې کښې د جِلعاديانو، د جسوريانو او د معکيانو علاقې، د حرمون ټول غر او تر سلکه پورې ټول بسن شامل وو. ۱۲ په کښې د عوج بادشاهى هم شامله وه کوم چې د رفائيم آخرى پاتې شوے وو، چې هغۀ په عستارات او ادرعى باندې بادشاهى کړې وه. موسىٰ دې خلقو له شکست ورکړے وو او هغوئ يې شړلى وُو. ۱۳ خو بنى اِسرائيلو د جسور او معکه خلق نۀ وُو شړلى، هغوئ تر اوسه پورې د بنى اِسرائيلو سره اوسيږى. ۱۴ موسىٰ د ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ زمکه نۀ وه ورکړې، لکه څنګه چې مالِک خُدائ موسىٰ ته فرمائيلى وُو چې ليويانو ته به د خپلې برخې په توګه هغه قربانۍ ملاويږى کومې چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته په قربان‌ګاه باندې سوزولے شى.

د روبين قبيلې ته حواله شوے مُلک

۱۵ موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د روبين د قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ ميراث شى. ۱۶ د هغوئ علاقه د ارنون وادۍ په غاړه د عروعير پورې او د هغه وادۍ تر مينځ ښار پورې خوره وه او په دې کښې د ميدبا نه ګېرچاپېره ټولې اوچتې علاقې شاملې وې. ۱۷ په دې کښې حسبون او د اوچتې علاقې ټول ښارونه شامل وُو يعنې ديبون، بامات بعل، بيت‌بعل معون، ۱۸ يهض، قديمات، مفعت، ۱۹ قِريَتائم، سبماه او په وادۍ کښې په غر باندې ضره‌سحر، ۲۰ بيت‌فعور، د پِسګه غر ښکته علاقې او بيت‌يسيموت. ۲۱ په دې کښې د اوچتې علاقې ټول ښارونه او د امورى بادشاه سيحون ټول مُلک شامل وو، امورى بادشاه سيحون په حسبون بادشاهى کړې وه. موسىٰ هغۀ له او دغسې د ميديان دې حکمرانانو له هم شکست ورکړو، ايوى، رِقم، صور، حُور او رِبع. د سيحون په مُلک کښې دې ټولو بادشاهانو حکومت کړے وو. ۲۲ کوم خلق چې بنى اِسرائيلو ووژل په هغې کښې د بعور زوئ بلعام فال کتونکے هم شامل وو. ۲۳ نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند د روبين قبيلې سرحد وو. دا هغه ښارونه او کلى وُو چې د روبين قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.

د جاد قبيلې ته حواله شوې علاقه

۲۴ موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د جاد قبيلې کورَنو له هم ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى. ۲۵ د هغوئ په علاقه کښې يعزير او د جِلعاد ټول ښارونه، د عروعير پورې د عمونيانو نيم مُلک شامل وو، کوم چې د ربه نمرخاتۀ طرف ته دے، ۲۶ د هغوئ مُلک د حسبون نه تر رامت مصفاه او بطونيم پورې او د محنايم نه تر دبير سرحد پورې خور وو. ۲۷ د اُردن په وادۍ کښې په دې کښې بيت‌هارم، بيت‌نِمره، سُکات، صفون او د حسبون بادشاه سيحون باقى پاتې بادشاهى شامله وه. د هغوئ نمرپرېواتۀ طرف ته سرحد د ګليل درياب پورې د اُردن سيند وو. ۲۸ دا هغه ښارونه او کلى وُو کوم چې د جاد قبيلې کورَنو له ورکړے شوى وُو چې د هغوئ خپل ميراث شى.

د نمرخاتۀ طرف ته منسى قبيلې ته حواله شوې علاقه

۲۹ موسىٰ د هغه مُلک يوه حِصه د منسى نيمې قبيلې کورَنو له ورکړې وه چې د هغوئ خپل ميراث شى. ۳۰ د هغوئ علاقه تر محنايم پورې خوره وه او په دې کښې ټول بسن، د بسن بادشاه عوج ټوله بادشاهى او هم داسې په بسن کښې د يائير ټول شپېتۀ کلى هم شامل وُو. ۳۱ په کښې نيم جِلعاد او هم داسې عستارات او ادرعى، په بسن کښې د عوج په بادشاهۍ کښې ښارونه هم شامل وُو. دا ټول د منسى زوئ مکير اولاد نيمو کورَنو له ورکړے شوى وُو. ۳۲ کله چې موسىٰ د موآب په مېدانونو کښې وو نو هغۀ د يريحو نمرخاتۀ طرف ته او د اُردن مُلک داسې تقسيم کړو. ۳۳ خو موسىٰ ليوى قبيلې له په ميراث کښې هيڅ هم ورنۀ کړل. ځکه چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د هغوئ ميراث دے لکه څنګه چې هغۀ ورسره وعده کړې وه.