د یوشع کتاب

څوارلسم فصل

د اردن د سیند په لوېدیځ کې د ځمکې وېش

۱ هغه ځمکې چې بني اسراییلو د کنعان په خاوره کې تر لاسه کړې، العازار کاهن، د نون زوی یوشع او د قوم مشرانو د هغوی ترمنځ ووېشلې. ۲ لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله حکم کړی ؤ، د اردن د سیند په لوېدیځ کې د نهو قبیلو او نیمې قبیلې سیمې د پچې اچولو په وسیله وټاکل شوې. ۳‏-۴ موسی پخوا هغه ځمکه چې د اردن د سیند په ختیځ کې وه، نورو دوه نیمو قبیلو ته ورکړې وه. (د یوسف اولاده په دوو قبیلو وېشل شوې وه. د منسي او افرایم قبیلې.) خو موسی لاویانو ته د سیمې هېڅ کومه برخه نه وه ورکړې. د هغې په ځای هغوی ښارګوټي تر لاسه کړل چې په کې واوسیږي او د خپلو پادو او رمو دپاره څړځایونه. ۵ نو اسراییلیانو د څښتن د امر له مخې چې موسی ته یې کړی ؤ، ځمکه ووېشله.

کالیب ته د حبرون ورکول

۶ یوه ورځ د یهودا د قبیلې یو څو کسان په جلجال کې یوشع ته راغلل. د هغوی څخه یو کس کالیب د قنزي یفنه زوی هغه ته وویل: «ایا ستا په یاد دي چې څښتن خپل نبي موسی ته په قادش برنیع کې زما او ستا په هکله څه وویل؟ ۷ زه څلوېښت کلن وم کله چې د څښتن خدمتګار موسی زه د جاسوسۍ دپاره د قادش برنیع څخه د کنعان هېواد ته ولېږلم. نو څه چې ما لیدلي وو د هغو په اړه مې هغه ته حقیقت ووایه. ۸ خو زما سره چې کوم کسان تللي وو، هغوی زمونږ خلک دې خاورې ته د تللو څخه ووېرول. خو ما په وفادارۍ سره د خپل څښتن خدای مقصد سرته ورساوه. ۹ په هماغه ورځ زه بېرته راغلم او موسی راته وویل: ‹څرنګه چې ته څښتن خدای ته وفادار وې، نو زه وعده کوم چې په کومه خاوره کې چې ته ګرځېدلی یې، هغه به د تل دپاره ستا او ستا د اولادې شي.› ۱۰ خو اوس ګوره، زه لا تر اوسه ژوندی یم او پنځه څلوېښت کاله مخکې څښتن موسی ته دا خبره کړې وه او په هغه وخت کې د اسراییلو خلک په دښته کې سرګردانه ګرځېدل. ګورئ، زه اوس پنځه اتیا کلن یم. ۱۱ زه نن هم د هماغه وخت په شان چې موسی ولېږلم قوي یم. کوم قوت چې ما په هغه وخت کې درلود، اوس یې هم لرم او د جګړې او نورو کارونو دپاره تیار یم. ۱۲ اوس دغه غرنۍ سیمه چې په هغه ورځ څښتن زما سره د هغې وعده کړې وه ماته راکړه. تا په خپله په هغه ورځ واورېدل چې لوړ قدي عناقیان هلته اوسیږي او د هغوی ښارونه لوی دي او دېوالونه لري، خو لکه څنګه چې څښتن ویلي دي هغه به زما سره مرسته وکړي چې هغوی وشړم.»

۱۳ بیا یوشع کالیب ته برکت ورکړ او هغه ته یې د حبرون ښار د هغه د ملکیت په توګه ورکړ. ۱۴ نو حبرون تر اوسه پورې د کالیب د اولادې ملکیت دی، ځکه چې هغه په وفادارۍ سره د اسراییلو د څښتن خدای اطاعت کړی ؤ. ۱۵ له دې څخه مخکې حبرون د قریت اربع په نوم یادېده. اربع د عناقیانو په منځ کې یو لوی اتل ؤ.

نو بیا په هېواد کې ارامي شوه.