0:00 / 0:00

د حضرت يشوَع کِتاب

اتم باب

د عى نيول او تباه کېدل

۱ مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”يرېږه مه او مۀ بې‌حوصلې کېږه. ټول لښکر ځان سره کړه او عى ته لاړ شه. زۀ به د عى په بادشاه، د هغۀ په خلقو او په ښار تا له فتح درکړم او هغه مُلک به ستا شى. ۲ تاسو به عى او د هغې د بادشاه سره هغه څۀ کوئ کوم چې تاسو د يريحو او د هغې بادشاه سره کړى وُو. خو دا ځل تاسو د هغوئ لوټ شوے مال او ځناور په خپل استعمال کښې راوستلے شئ. د ښار شا ته د هغوئ خِلاف حملې کولو دپاره په پټ ځائ کښې کښېنئ.“ ۳ نو يشوَع د خپلو ټولو سپاهيانو سره تيار شو چې عى ته لاړ شى. هغۀ د خپل لښکر دېرش زره د ټولو نه ښۀ سپاهيان خوښ کړل او هغوئ يې د شپې ولېږل ۴ او دا حُکم يې ورکړو، ”د ښار بل طرف ته پټ شئ خو ډېر لرې مۀ ځئ او حملې کولو ته تيار شئ. ۵ زۀ او زما سړى به ښار ته نزدې ورشُو. کله چې د عى خلق زمونږ خِلاف راوځى نو مونږ به واپس رامنډه کړُو بلکل هم هغسې لکه چې مونږه په اول ځل کړى وُو. ۶ هغوئ به په مونږ پسې وى او د ښار نه به يې لرې بوځُو. هغوئ به داسې خيال کوى چې د مخکښې په شان مونږ د هغوئ نه تښتُو. ۷ بيا به تاسو راوځئ او په ښار به قبضه وکړئ. نو مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به دا تاسو له درکړى. ۸ چې هغه ښار قبضه کړئ نو وې سوزوئ، هم هغسې چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے دے. ګورئ ما دا حُکمونه درکړى دى.“ ۹ نو يشوَع هغوئ ولېږل او هغوئ خپل پټ ځائ ته لاړل چې د عى نمرپرېواتۀ طرف ته، د عى او بيت‌ايل په مينځ کښې دے. يشوَع په کېمپ کښې د خلقو په مينځ کښې شپه تېره کړه. ۱۰ يشوَع سحر وختى پاڅېدو او سپاهيان يې يو ځائ ته راغونډ کړل. بيا هغۀ او د بنى اِسرائيلو مشرانو هغوئ عى ته بوتلل. ۱۱ سپاهيان د هغۀ سره د ښار د غټې دروازې طرف ته لاړل او هلته يې د شمال طرف ته خېمې ودرولې، او هلته د دوئ او عى تر مينځه يوه وادى وه. ۱۲ هغۀ تقريباً پينځۀ زره سړى د ځان سره کړل او د ښار نمرپرېواتۀ ته يې پټو ځايونو ته بوتلل چې د عى او د بيت‌ايل تر مينځه وُو. ۱۳ نو هغوئ زيات لښکر د ښار شمالى طرف ته او پټ شوى سړى د ښار نمرپرېواتۀ طرف ته د جنګ دپاره تيار کړل. يشوَع شپه په وادۍ کښې تېره کړه. ۱۴ کله چې د عى بادشاه د يشوَع سړى وليدل نو هغه په تېزۍ سره راووتلو. هغه او د هغۀ ټول سړى د اُردن د وادۍ په طرف د بنى اِسرائيلو سره د جنګ کولو دپاره هغه مخکښېنى ځائ ته لاړل. او دا پته ورته نۀ وه چې د شا د طرف نه ورباندې حمله کېدونکې ده. ۱۵ يشوَع او د هغۀ سړو داسې ښکاره کړه چې په شا کيږى او د صحرا طرف ته تښتى. ۱۶ د ښار ټول سړى راغونډ کړے شوى وُو چې هغوئ پسې شى او چې څومره هغوئ يشوَع پسې تلل نو د ښار نه نور هم لرې کېدل. ۱۷ په عى او بيت‌ايل کښې داسې يو سړے هم پاتې نۀ شو چې هغه بنى اِسرائيلو پسې نۀ وو تلے. هغوئ ښار کولاو پرېښودو او په بنى اِسرائيلو پسې وُو. ۱۸ بيا مالِک خُدائ يشوَع ته وفرمائيل، ”خپله نېزه د عى طرف ته کړه، زۀ دا ښار تا له درکوم.“ يشوَع ته چې څنګه ووئيلے شول نو هغسې يې وکړل. ۱۹ او څنګه چې هغۀ لاس اوچت کړو نو هغه سړى چې پټ شوى وُو زر پاڅېدل، ښار ته يې ورمنډه کړه، ورننوتل او قبضه يې کړو. هغوئ سمدستى په ښار اور ولګولو. ۲۰ کله چې د عى سړو شاته وکتل نو هغوئ وليدل چې لوګے د آسمان طرف ته ختو. هغوئ ته د تښتېدلو دپاره لار پاتې نۀ شوه ځکه چې کومو بنى اِسرائيلو چې د صحرا طرف ته منډه وهله نو هغوئ ورباندې د حملې کولو دپاره راواپس شول. ۲۱ کله چې يشوَع او ټولو بنى اِسرائيلو ته پته ولګېده چې پټو شوو سړو ښار قبضه کړے دے او اور يې لګولے دے نو هغوئ راواپس شول او د عى سړى قتلول يې شروع کړل. ۲۲ نو د هغه ښار نه اِسرائيليان په جنګ کښې د شاملېدو دپاره ښکته راکوز شول. نو د عى سړى د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې ګېر شوى وُو نو هغوئ ټول ووژلے شول. هيڅ څوک هم ونۀ تښتېدل او نۀ څوک ژوندى پاتې شول. ۲۳ صِرف د عى بادشاه ژوندے ګېر شو او يشوَع له بوتلے شو. ۲۴ بنى اِسرائيلو هلته په صحرا کښې خپل ټول دشمنان وژل چرته چې ورپسې راغلى وُو. او بيا هغوئ عى ته واپس لاړل او هلته يې هم هر يو کس ووژلو. ۲۵‏-۲۶ په هغه ورځ يشوَع تر هغې پورې خپله نېزه د عى طرف ته نيولې وه او ښکته کوله يې نه ترڅو چې هلته هر يو کس قتل کړے شوے نۀ وو. د عى ټول خلق قتل کړے شول چې دولس زره سړى او ښځې په کښې شامل وُو. ۲۷ لکه څنګه چې مالِک خُدائ يشوَع ته فرمائيلى وُو بنى اِسرائيلو په ښار کښې مال او څاروى د خپلو ځانونو دپاره قبضه کړل. ۲۸ يشوَع عى وسوزولو او په کنډر يې بدل کړو او هغه تر نن ورځې پورې هم هغسې دے. ۲۹ هغۀ د عى بادشاه د يوې ونې سره پهانسى کړو او تر ماښامه پورې يې هلته پرېښودو. په ماښام کښې يشوَع حُکم وکړو چې د هغۀ لاش دې لرې کړے شى او د ښار دروازې سره دې وغورزولے شى. هغوئ هغه د کاڼو د غټ ډېرى لاندې پټ کړو کوم چې تر نن ورځې پورې هلته دے.

د عيبال په غرۀ د شريعت لوستل

۳۰ بيا يشوَع مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته د عيبال په غرۀ باندې يوه قربان‌ګاه جوړه کړه. ۳۱ هغه يې د هغه اصُولو په مطابق جوړه کړه چې د مالِک خُدائ خادِم موسىٰ بنى اِسرائيلو ته ښودلى وُو. لکه څنګه چې د موسىٰ د شريعت په کِتاب کښې ليکلى دى چې، ”قربان‌ګاه دې د داسې کاڼو نه جوړه وى چې د اوسپنې په آوزار تراشلے شوى نۀ وى.“ او په هغې باندې هغوئ مالِک خُدائ ته سوزېدونکې نذرانې او د سلامتۍ نذرانې پېش کړې. ۳۲ هلته د بنى اِسرائيلو په مخکښې يشوَع په کاڼو باندې د هغه شريعت يو نقل جوړ کړو کوم چې موسىٰ ليکلے وو. ۳۳ اِسرائيليان سره د مشرانو، آفسرانو او قاضيانو او سره د هغه نورو قومونو چې د هغوئ سره اوسېدل د مالِک خُدائ د لوظ صندوق دواړو طرفونو ته ودرېدل. او ليويانو اِمامانو ته يې مخ وو چا چې د لوظ صندوق اوچت کړے وو. نيم خلق داسې ولاړ وُو چې شا يې د ګِرزيم غرۀ ته وه او د نيمو خلقو شا عيبال غرۀ ته وه. د مالِک خُدائ خِدمت کوونکى موسىٰ دوئ ته حُکم کړے وو چې کله ورباندې د برکت موندلو وخت راشى نو داسې دې وکړى. ۳۴ بيا يشوَع هغه ټول شريعت ولوستو چې برکتونه او لعنتونه په کښې شامل وُو، هم هغه شان چې څنګه د شريعت په کِتاب کښې ليکلے شوى وُو. ۳۵ هغه ټولې غونډې ته د يشوَع په ذريعه د موسىٰ هر يو حُکم واورولے شو چې په دې غونډه کښې ښځې، ماشومان او د نورو قومونو هغه خلق هم شامل وُو چې د هغوئ سره اوسېدل.