يهوداه

دُعا او سلام

۱دا خط د يهوداه د طرف نه دے چې د عيسىٰ مسيح غلام او د يعقوب ورور دے. زۀ هغوئ ته دا ليکم څوک چې رابللے شوى دى، چا سره چې خُدائ پلار مينه کوى او عيسىٰ مسيح دپاره يې محفوظ ساتى. ۲رحم، سلامتيا او مينه دې په تاسو د حد نه زياته وى.

د دروغژنو اُستاذانو په خلاف عدالت

۳زما ګرانو دوستانو، اګر چې زما تاسو ته د هغه خلاصون په حقله د ليکلو ډېر زيات شوق وو په کوم کښې چې مونږ ټول شريک يُو، خو زۀ اوس تاسو ته د بل څيز په حقله ليکل غواړم او تاسو ته مِنت زارى کوم چې د هغه ايمان دفاع وکړئ کوم ايمان چې مقدسينو ته په يو ځل سپارلے شوے وو. ۴ځکه چې څۀ خلق ستاسو په مينځ کښې راګډ شوى دى په چا چې د ډېر پخوا نه د مجرمانو مهر لګولے شوے دے، بې‌دينه خلق څوک چې زمونږ د خُدائ پاک فضل په عياشۍ بدلوى او زمونږ د يک يو مالِک، مالِک عيسىٰ مسيح نه اِنکار کوى. ۵اګر کۀ تاسو ټول په دې ښۀ خبر يئ خو زۀ غواړم چې تاسو ته درياد کړم چې زمونږ مالِک څنګه بنى اِسرائيل د مِصر نه رابهر او بچ کړل، خو بيا وروستو يې هغه خلق تباه کړل چا چې ايمان نۀ وو راوړے. ۶او هغه فرښتو چې خپل مقام يې ونۀ ساتلو او خپل ځائ يې پرېښودلو، نو خُدائ پاک هغوئ په ابدى زنځيرونو او په تورتم کښې د قيامت د لوئ ورځې پورې ساتلى دى. ۷دغه شان د سدوم او عموره او د ګېرچاپېره ښارونو مِثال واخلئ چې د هغوئ خلق هم د غېر فطرى فعل او په زناکارۍ کښې پرېوتل، او هغوئ ته د عبرت په توګه په ابدى اور کښې سزا ورکولے کيږى. ۸نو په هم دې طريقه دا خلق د خپلو روياګانو په وجه خپل جسمونه پليتوى، د خُدائ پاک اختيار سپک ګڼى او جلالى مخلوق ته بدرد وائى. ۹بلکې ياد ساتئ چې د ټولو نه لوئې فرښتې ميکائيل هم دغسې ونۀ کړل، ځکه چې څۀ وخت چې هغه د موسىٰ د لاش په باب د اِبليس سره بحث کولو په هغه وخت يې دومره همت ونۀ کړو چې په اِبليس اِلزام ولګوى، بلکې دا يې ووئيل چې، ”مالِک خُدائ دې تا ملامته کړى.“ ۱۰خو دا خلق هغه څيزونو ته بدرد وائى کوم چې دوئ نۀ پېژنى، او چې په کومو څيزونو دوئ په طبعى توګه لکه د بې‌شعوره ځناورو پوهيږى، نو په هم دې هغوئ خپل ځان تباه کوى. ۱۱په هغوئ افسوس دے، ځکه چې هغوئ د قائِن لار خپله کړه، او هغوئ د ګټې دپاره بلعام په شان ګمراه شول، او هغوئ د قورح په شان مخالفت وکړو او د هغۀ په شان هلاک شول. ۱۲کله چې دا ګنده خلق ستاسو په مېلمستيا کښې تاسو سره په خوراک څښاک شراکت کوى نو هغوئ په ډېر بې‌ادبۍ سره خوراک کوى لکه د هغه شپونکو په شان چې صرف خپله ګېډه ډکوى. هغوئ د هغه بې‌بارانه وريځو په شان دى چې هوا په مخه کړې وى، او د منى د بې‌مېوې ونو په شان دى چې په دواړه اړخه مړې وى، يعنې د بېخه ويستلے شوې وى. ۱۳هغوئ د سمندر د طوفانى چپو په شان دى، خپل شرمناک عملونه لکه د ګنده ځګونو په شان راوچتوى، او لکه د هغه سرګردانه ستورو په شان دى چې د تل دپاره تورو تيارو ته لېږلے شوى دى او رڼا يې ختمه شوې ده. ۱۴حنوک هم چې د آدم نه په اوومه پيړۍ کښې وو، د دوئ په باب کښې پېشګوئې وکړه او وئ فرمائيل چې، ”ګورئ، مالِک د خپلو زرګونو فرښتو سره راروان دے ۱۵چې د ټولو عدالت وکړى او ټولو بې‌دينو له به د سزا حُکم ورکړى، ځکه چې هغوئ د خپلې بدعملى په وجه ډېر د بې‌دينۍ کارونه وکړل، او خُدائ پاک بې‌دينه ګناهګارانو له به هم د سزا ورکولو حُکم وکړى ځکه چې هغوئ د هغۀ خلاف ډېر بد وئيلى دى.“ ۱۶دا غورېدونکى او شکايت کوونکى خلق دى، هغوئ په خپلو خواهشاتو پسې روان دى، هغوئ د خپل ځان په حقله غټې غټې خبرې کوى او د خپل مقصد دپاره خلقو ته نرمې ګرمې خبرې کوى.

وفادار پاتې کېدل

۱۷خو زما ګرانو دوستانو، تاسو زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د رسولانو پېشګويۍ يادې ساتئ. ۱۸هغوئ تاسو ته دا وئيلى وُو چې په آخره زمانه کښې به داسې خلق وى چې تاسو پورې به ټوقې کوى او د خپلې بې‌دينۍ په خواهشونو پسې به ګرځى. ۱۹دا هغه خلق دى چې ستاسو په مينځ کښې بيلتون راولى، هغوئ نفسانى دى او په کښې د خُدائ پاک روحُ نشته. ۲۰خو زما ګرانو دوستانو، تاسو د خپل مقدس ايمان په بنياد يو بل قائم کړئ او د روحُ القُدس په طاقت دُعاګانې کوئ. ۲۱خپل ځانونه د خُدائ پاک په مينه کښې قائم وساتئ، او د هغې ورځې اِنتظار کوئ چې زمونږ مالِک عيسىٰ مسيح به تاسو ته په خپل رحم د تل ژوندون درکړى. ۲۲په هغوئ رحم کوئ چې شک کوى. ۲۳ځينې د اور لمبو نه راوچت کړئ او بچ يې کړئ، او په يرې سره په ځينې خلقو رحم کوئ، او د هغۀ د هغه ګناه نه نفرت کوئ په کوم چې هغه تور شوے دے.

د خُدائ پاک حمد

۲۴اوس هغه چې تاسو د غورزېدو نه بچ کولے شى او د خپل حضور په جلال کښې مو بغېر د ملامتيا نه په خوشحالۍ راوستے شى، ۲۵د ايکې يو خُدائ پاک چې د مالِک عيسىٰ مسيح په وسيله زمونږ خلاصونکے دے، د هغۀ دې جلال، شان و شوکت، قُدرت او اختيار د ازل نه، اوس او تل تر تله وى. آمين.