0:00 / 0:00

د قاضيانو کِتاب

يوولسم باب

۱ د جِلعاد يو بهادر فوجى اِفتاح د يوې کنجرې زوئ وو. د هغۀ د پلار هم جِلعاد نوم وو. ۲ د جِلعاد د خپلې ښځې نه نور زامن هم وُو او کله چې هغوئ لوئ شول، نو اِفتاح يې مجبور کړو چې د کور نه لاړ شى. هغوئ هغۀ ته ووئيل، ”تا ته به زمونږ د پلار په ميراث کښې هيڅ هم نۀ ملاويږى، تۀ د بلې ښځې زوئ يې.“ ۳ اِفتاح د خپلو وروڼو نه وتښتېدو او د طوب په مُلک کښې اوسېدو. هلته د بې‌کاره بدمعاشانو ډله د هغۀ سره شوه او هغوئ به د هغۀ سره ګرځېدل. ۴ لږه موده پس عمونيان د بنى اِسرائيلو خِلاف جنګ له لاړل. ۵ کله چې داسې وشول نو د جِلعاد مشران لاړل چې اِفتاح د طوب مُلک نه واپس راولى. ۶ هغوئ ووئيل، ”راشه او د عمونيانو خلاف په جنګ کښې زمونږ مشر شه.“ ۷ خو اِفتاح ورته ووئيل، ”تاسو زما نه دومره نفرت وکړو چې دې ته مو مجبور کړم چې د خپل پلار د کور نه لاړ شم. اوس چې تاسو په تکليف کښې يئ نو ما له ولې راغلى يئ؟“ ۸ هغوئ اِفتاح ته ووئيل، ”اوس مونږ تا له ځکه راواپس شُو چې غواړُو چې مونږ سره لاړ شې او د عمونيانو سره جنګ وکړې او د جِلعاد د ټولو خلقو مشرى وکړې.“ ۹ اِفتاح هغوئ ته ووئيل، ”ښه ټيک ده کۀ تاسو ما د ځان سره واپس بوځئ چې عمونيانو سره جنګ وکړم او مالِک خُدائ ما له فتح راکړى، نو زۀ به ستاسو مشر شم.“ ۱۰ هغوئ ورته په جواب کښې ووئيل، ”مونږ ته منظوره ده. مالِک خُدائ زمونږ ګواه دے.“ ۱۱ نو اِفتاح د جِلعاد مشرانو سره لاړو او خلقو هغه د قبيلو مشر او فوجى مشر جوړ کړو. اِفتاح په مصفاه کښې د مالِک خُدائ په وړاندې خپل د تړون خبرې بيان کړې. ۱۲ بيا اِفتاح د عمون بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې ورته ووائى، ”تۀ زمونږ سره څۀ لانجه لرې؟ تا زمونږ په مُلک باندې ولې حمله کړې ده؟“ ۱۳ د عمون بادشاه د اِفتاح پېغام وړونکو ته جواب ورکړو، ”کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه راووتل، نو هغوئ د ارنون سيند نه واخله تر يبوق سيند او د اُردن سيند پورې زما مُلک ونيولو. نو اوس به تۀ ما له دا بغېر د جنګ جګړې واپس راکوې.“ ۱۴ اِفتاح د عمون بادشاه ته واپس پېغام وړُونکى ولېږل ۱۵ چې داسې ورته ووائى، ”دا رښتيا نۀ دى چې بنى اِسرائيلو د موآب يا د عمون مُلک نيولے دے. ۱۶ داسې وشول يعنې کله چې بنى اِسرائيليان د مِصر نه لاړل، نو هغوئ د صحرا په لاره بحرِقُلزم ته روان شول او قادِس ته راغلل. ۱۷ بيا هغوئ د ادوم بادشاه له پېغام وړُونکى ولېږل چې اجازت ترې نه وغواړى چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. خو د ادوم بادشاه هغوئ نۀ پرېښودل. هغوئ د موآب بادشاه ته هم ووئيل، خو هغۀ هم پرې نۀ ښودل چې د هغۀ په مُلک کښې تېر شى. نو بنى اِسرائيليان په قادِس کښې ايسار شول. ۱۸ بيا هغوئ په صحرا کښې روان وُو، د ادوم او د موآب مُلک نه تاوېدل تر دې پورې چې د موآب نمرخاتۀ طرف ته راغلل چې د ارنون سيند بل طرف ته وو. هغوئ هلته خېمې ولګولې، خو هغوئ د ارنون نه پورې نۀ وتل ځکه چې دا د موآب د حد پوله وه. ۱۹ بيا بنى اِسرائيلو په حسبون کښې د اموريانو بادشاه سيحون ته پېغام وړُونکى ولېږل، چې د هغۀ نه اجازت وغواړى چې هغوئ د هغۀ په مُلک کښې تېر شى او خپل مُلک ته لاړ شى. ۲۰ خو سيحون بنى اِسرائيليان تېرېدو ته نۀ پرېښودل ځکه چې په هغوئ بې‌اعتباره وو. هغۀ خپل ټول لښکر راغونډ کړو، په يهض کښې يې خېمې ولګولې او په بنى اِسرائيلو يې حمله وکړه. ۲۱ خو مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک، بنى اِسرائيلو له په سيحون او د هغۀ په لښکر باندې فتح ورکړه. نو بنى اِسرائيلو د هغه اموريانو هغه ټوله علاقه قبضه کړه کوم چې په هغه مُلک کښې اوسېدل. ۲۲ هغوئ په جنوب کښې د ارنون نه واخله په شمال کښې تر يبوق پورې او نمرخاتۀ طرف ته د صحرا نه واخله نمرپرېواتۀ طرف ته د اُردن سيند پورې د اموريانو ټوله علاقه قبضه کړه. ۲۳ نو دا مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک وو چا چې د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو دپاره اموريان وشړل. ۲۴ چې تاسو له څۀ هم ستاسو معبود کموس درکړى دى نو هغه به ستاسو سره وى. خو چې مالِک خُدائ، زمونږ خُدائ پاک مونږ له څۀ هم راکړى دى هغه به زمونږ سره وى. ۲۵ ستاسو خيال دا دے څۀ چې تاسو د موآب د بادشاه د صفور د زوئ بلق نه ښۀ يئ؟ هغۀ کله بنى اِسرائيلو ته د جنګ دعوت ورکړے دے څۀ؟ هغۀ کله زمونږ خِلاف جنګ کړے دے څۀ؟ ۲۶ بنى اِسرائيلو درې سوه کالو راسې حسبون او عيروعير او د دې نه ګېرچاپېره ښارونه او د ارنون سيند په غاړه ټول ښارونه قبضه کړى دى. تاسو په هغه وخت هغه واپس ولې نۀ وُو نيولى؟ ۲۷ نه، ما ستاسو سره هيڅ بد نۀ دى کړى. تاسو دا بد کوئ چې زما سره جنګ کوئ. مالِک خُدائ قاضى دے. هغه به نن د بنى اِسرائيلو او عمونيانو په مينځ کښې فېصله وکړى چې څوک په حقه دى.“ ۲۸ خو د عمون بادشاه، د اِفتاح د طرف نه دې پېغام ته هيڅ پام ونۀ کړو. ۲۹ بيا د مالِک خُدائ روح په اِفتاح نازل شو. هغه په جِلعاد او په منسى کښې تېر شو او په جِلعاد کښې مصفاه ته راواپس شو او د هغه ځائ نه يې د عمونيانو خِلاف روان شو. ۳۰ اِفتاح د مالِک خُدائ دپاره دا منښته ومنله، ”کۀ تۀ ما له په عمونيانو باندې فتح راکړې، ۳۱ کۀ زۀ واپس په خېر سره راورسېدم او څوک هم چې زما د کور نه وړومبے زما سره د مِلاوېدو دپاره راووتل نو هغه به د مالِک خُدائ وى نو هغه څيز به هغۀ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړم.“ ۳۲ نو اِفتاح د عمونيانو سره جنګ دپاره د سيند نه پورې وتلو او مالِک خُدائ هغۀ له فتح ورکړه. ۳۳ هغۀ د عيروعير نه واخله، د مِنيت نه ګېرچاپېره علاقه او تر ابيل کراميم پورې ټول شل ښارونه وران کړل. هلته يو لوئ قتلِ عام وو او عمونيانو د بنى اِسرائيلو نه شکست وخوړو.

د اِفتاح لور

۳۴ کله چې اِفتاح واپس په مصفاه کښې کور ته لاړو، هلته د هغۀ لور د هغۀ سره مِلاوېدو له راروانه وه، ګډېده او تمبل يې وهلو. هغه يې اېک يوه لور وه، د هغۀ نور زامن او لوڼه نۀ وې. ۳۵ کله يې چې هغه وليده، نو هغۀ د خفګان نه خپلې جامې وشلولې او وې وئيل، ”اے زما لورې، زۀ خو به تباه او برباد شم. ما چې د مالِک خُدائ سره کوم لوظ کړے دے، زۀ خو هغه نۀ شم ماتولے.“ ۳۶ هغې ورته ووئيل، ”کۀ تا د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى نو تا چې څۀ وئيلى دى نو هم هغه شان ما سره وکړه، ځکه چې مالِک خُدائ ستا دشمنانو عمونيانو نه بدل واخستلو.“ ۳۷ خو هغې خپل پلار ته ووئيل، ”تۀ زما دپاره دا يو کار وکړه، دوه مياشتې ما يواځې پرېږده، چې زۀ د خپلو ملګرو سره د غرونو په علاقه کښې سرګردانه وګرځم او ماتم وکړم ځکه چې زۀ په پېغلتوب کښې مړه کېږم.“ ۳۸ هغۀ ورته ووئيل چې، ”لاړه شه،“ او دؤو مياشتو له يې لرې ولېږله. هغه د خپلو ملګرو سره د غرونو علاقې ته لاړه او ماتم يې وکړو ځکه چې هغه بې‌اولاده او بې‌وادۀ مړه کېدله. ۳۹ دوه مياشتې پس هغه واپس خپل پلار له راغله. هغۀ هم هغه شان وکړل چې څنګه يې د مالِک خُدائ سره لوظ کړے وو. او هغه په پېغلتوب کښې مړه شوه او د يو سړى سره يې هم تعلق نۀ وو لرلے نو داسې په بنى اِسرائيلو کښې د دې نه يو رِواج جوړ شو ۴۰ چې ښځې به هر کال څلور ورځې تلې چې د جِلعاد د اِفتاح د لور دپاره ماتم وکړى.