د قاضیانو کتاب

دولسم فصل

د افرایم د قبیلې او د یفتاح ترمنځ جګړه

۱ د افرایم نفر د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن له سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: <کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور ستا سره یوځای وسوزوو!>

۲ مګر یفتاح هغوی ته وویل: <ما او زما قوم د عمونیانو سره سخته شخړه درلوده. ما ستاسو څخه مرسته وغوښتله، خو تاسو زمونږ سره مرسته ونه کړه. ۳ کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره له سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟> ۴ خو د افرایم خلکو وویل: <تاسو د جلعاد خلک فقط د افرایم مهاجرین یئ. او اوس هم په هغې خاوره کې اوسېږئ چې هغه د افرایم او منسي خاوره ده.>

نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه. ۵ جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن له سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې <آیا ته افرایمی یې؟> که چېرې هغه به وویل چې <نه!>، ۶ نو هغوی به ویل چې <صحیح ده، ته شبولت ووایه.> مګر هغه به <سبولت> ویل ځکه چې هغه به یې صحیح نه شو تلفظ کولی، نو هغه نفر به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.

۷ یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.

ابصان، ایلون او عبدون

۸ له یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه. ۹ هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش انجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۰ بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.

۱۱ له ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ لس کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۲ بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.

۱۳ له ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ د اسراییلو مشر شو. ۱۴ هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۵ بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ ښخ کړای شو.