Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د افرایم کسان د جګړې دپاره تیار شول. هغوی د اردن د سیند څخه صافون ته پورې وتل او یفتاح ته یې وویل: «کله چې ته د عمونیانو سره د جګړې دپاره تللې، مونږ دې ولې د مرستې دپاره راونه غوښتلو؟ اوس به مونږ ستا کور ستا سره یوځای وسوځوو!»
۲ خو یفتاح هغوی ته وویل: «ما او زما قوم د عمونیانو سره سخته شخړه درلودله. ما ستاسو څخه مرسته وغوښتله، خو تاسو زمونږ سره مرسته ونه کړه. ۳ کله چې ما ولیدل چې تاسو مرسته نه کوئ، نو ما خپل ژوند په خطر کې واچاوه او د هغوی سره د جګړې دپاره د سرحد څخه واوښتلم او څښتن ماته په هغوی باندې بری راکړ. اوس راغلي یئ چې زما سره جګړه وکړئ؟» ۴ خو د افرایم خلکو وویل: «تاسو د جلعاد خلک یوازې د افرایم مهاجرین یئ. اوس هم په هغې خاوره کې اوسېږئ چې هغه د افرایم او منسي خاوره ده.» نو یفتاح د جلعاد لښکرې سره راټولې کړلې. بیا هغوی حمله وکړه او د افرایم لښکرو ته یې ماتې ورکړه. ۵ جلعادیانو د اردن د سیند څخه د تېرېدلو ټولې لارې ونیولې چې د افرایمیانو د تېښتې مخه ونیسي. نو کله به چې د افرایمیانو څخه کوم یو غوښتل چې د اردن د سیند څخه تېر شي، نو د جلعاد خلکو به ورڅخه پوښتنه کوله چې «ایا ته افرایمی یې؟» که چېرې هغه به وویل چې «نه، زه نه یم.» ۶ نو هغوی به ویل چې «سمه ده، ته شبولت ووایه.» خو هغه به «سبولت» ویل، ځکه چې هغه به یې سم نه شو تلفظ کولای، نو هغه کس به یې نیوه او هلته به یې واژه. په هغه وخت کې دوه څلوېښت زره افرایمیان د اردن د سیند په غاړه ووژل شول.
۷ یفتاح شپږ کاله د اسراییلو مشري وکړه. بیا هغه مړ شو او په جلعاد کې په خپل ښارګوټي کې ښخ کړای شو.
۸ د یفتاح څخه وروسته ابصان چې د بیت لحم څخه ؤ د اسراییلو مشري وکړه. ۹ هغه دېرش زامن او دېرش لورګانې درلودلې. هغه خپلې لورګانې نورو طایفو ته په نکاح ورکړې او د نورو طایفو څخه یې دېرش نجونې راوستلې چې خپلو زامنو ته یې په نکاح کړي. ابصان اووه کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۰ بیا هغه مړ شو او په بیت لحم کې ښخ کړای شو.
۱۱ د ابصان څخه وروسته ایلون چې د زبولون د قبیلې څخه ؤ، لس کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۲ بیا هغه مړ شو او د زبولون د سیمې په ایالون نومي ځای کې ښخ کړای شو.
۱۳ د ایلون څخه وروسته د هلیل زوی عبدون چې د فرعتون څخه ؤ، د اسراییلو مشر شو. ۱۴ هغه څلوېښت زامن او دېرش لمسیان درلودل چې هر یو به په خپل خر سپرېده. عبدون اته کاله د اسراییلو مشري وکړه. ۱۵ بیا هغه مړ شو او د افرایم په سیمه فرعتون کې چې د عمالیقیانو په غرنۍ سیمه کې پروت ؤ، ښخ کړای شو.