0:00 / 0:00

د قاضیانو کتاب

نولسم فصل

لاوي او د هغه وینځه

۱ په هغې زمانه کې چې اسراییلو پاچا نه درلود، د لاوي د قبیلې یو کس چې د افرایم د غرنۍ سیمې په یو لېرې ځای کې اوسېده، د بیت لحم څخه چې د یهودا په سیمه کې ؤ، یوه وینځه وکړه. ۲ خو هغه وینځه یعنې د لاوي ښځه د لاوي څخه خفه شوه او بېرته د خپل پلار کور ته چې په بیت لحم کې ؤ، لاړه او څلور میاشتې هلته پاتې شوه. ۳ بیا د هغې مېړه پرېکړه وکړه چې د هغې پسې لاړ شي او هغه هڅوي چې بېرته راشي. نو خپل نوکر او دوه خره یې د ځان سره واخیستل. کله چې د خپل خسر کور ته ورسېده، ښځې یې هغه دننه راوست. کله چې د هغې پلار هغه ولیده، نو د هغه په لیدلو خوشحاله شو او هرکلی یې ورته ووایه. ۴ د هغه خسر ټینګار وکړ چې هغه پاتې شي، نو هغه هلته درې ورځې پاتې شو. هغوی هلته خپله ډوډۍ خوړله او شپې یې تېرولې. ۵ د څلورمې ورځې په سهار هغوی وختي پاڅېدل او تګ ته تیار شول. خو خسر خپل زوم ته وویل: «لومړی یو څه وخورئ چې د سفر دپاره تکړه شئ او وروسته به بیا لاړ شئ.» ۶ نو هغوی دواړه سره کښېناستل او ویې خوړل او ویې څښل. بیا خسر یې ورته وویل: «مهرباني وکړئ نن شپه هم زمونږ سره پاتې شئ او په خوشحالۍ سره یې تېره کړئ.» ۷ لاوي کوښښ کاوه چې لاړ شي، خو خسر یې ورڅخه په کلکه وغوښتل چې پاتې شي، نو هغه بله شپه هم هلته پاتې شو. ۸ د پنځمې ورځې په سهار هغه وختي پاڅېده چې لاړ شي، خو د ښځې پلار وویل: «یو څه وخورئ، بیا کولای شئ چې ماسپښین لاړ شئ.» نو هغو دواړو یوځای ډوډۍ وخوړه.

۹ کله چې هغه سړی او د هغه وینځه او نوکر پاڅېدل چې لاړ شي، د هغه خسر وویل: «ګورئ، اوس ورځ تېره شوې ده او ماښام نژدې دی. یوه بله شپه هم زمونږ سره پاتې شئ او خوشحاله اوسئ. بیا کولای شئ چې سهار وختي پاڅېږئ او خپل کور ته لاړ شئ.» ۱۰‏-۱۱ خو هغه سړي نه غوښتل چې بله شپه هلته تېره کړي. نو هغه په خپلو دواړو خرو باندې کتې واچولې او د خپلې وینځې او نوکر سره روان شو. کله چې هغوی د ورځې ناوخته یبوس (اورشلیم) ته نژدې شول، نو نوکر خپل بادار ته وویل: «راځئ چې دلته ودرېږو او د یبوسیانو په ښار کې شپه تېره کړو.» ۱۲ خو بادار یې وویل: «نه، مونږ په دې پردي ښار کې چې اسراییلیان په کې نشته نه پاتې کېږو. مونږ به جبعې ته لاړ شو. ۱۳ راځئ کوښښ وکړو چې جبعې یا رامه ته ځانونه ورسوو او د دې دواړو ځایونو څخه په یو ځای کې شپه تېره کړو.» ۱۴ نو هغوی روان شول او د لمر پرېواته په وخت جبعې ته چې د بنیامین په سیمه کې وه، ورسېدل. ۱۵ هغوی د لارې څخه راوګرځېدل چې په هغه ځای کې شپه تېره کړي. خو هېچا نه غوښتل چې هغوی د ځان سره د شپې تېرولو دپاره بوځي. نو هغوی لاړل او د ښار په چوک کې کښېناستل.

۱۶ په همدې وخت کې یو زوړ سړی چې ټوله ورځ یې په پټي کې کار کړی ؤ او کور ته روان ؤ راغی. په جبعه کې چې کوم خلک اوسېدل، هغوی زیاتره د بنیامین د قبیلې څخه وو، خو دا سړی په اصل کې د افرایم د غرنۍ سیمې څخه ؤ، خو په جبعه کې اوسېده. ۱۷ هغه سړي هغه مسافر د ښارګوټي په چوک کې ولیده او پوښتنه یې ترې وکړه: «د کوم ځای څخه راغلي یئ او چېرته روان یئ؟» ۱۸ لاوي په ځواب کې وویل: «مونږ د یهودا د بیت لحم څخه راغلي یو او د افرایم د غرنۍ سیمې یو لېرې ځای ته چې مونږ په کې اوسېږو، روان یو. خو هېڅوک نه غواړي مونږ خپل کور ته بوځي چې شپه ورسره تېره وکړو. ۱۹ مونږ د خپلو خرو دپاره بوس او پروړه او د خپل ځان او خپلې ښځې او خپل نوکر دپاره ډوډۍ او شراب راوړي دي. مونږ بل هېڅ شي ته اړتیا نه لرو پرته له یو ځای څخه چې په کې ویده شو.» ۲۰ هغه زوړ سړي وویل: «زه خپل کور ته ستاسو د راتللو هرکلی کوم چې شپه راسره وکړئ او زما مېلمانه شئ. خو په چوک کې شپه مه کوئ.» ۲۱ نو هغه زوړ سړي هغوی خپل کور ته بوتلل او د هغوی خره یې ماړه کړل. بیا هغوی خپلې پښې ووینځلې او ډوډۍ یې وخوړله.

۲۲ په داسې حال کې چې هغوی خپل زړونه خوشحالول، د ښارګوټي ځینې بدکاره خلک د کور څخه راچاپېر شول. هغوی دروازه په زور ووهله او د کور خاوند یعنې زوړ سړي ته یې غږ وکړ: «ستا کور ته چې کوم سړی راغلی دی هغه مونږ ته راوباسه چې بد کار ورسره وکړو.» ۲۳ خو د کور خاوند دباندې ووت او هغوی ته یې وویل: «نه، زما دوستانو! داسې خراب او بد اخلاقه کار مه کوئ! دا سړی زما مېلمه دی، داسې شرموونکی کار مه کوئ. ۲۴ ګورئ، زه به تاسو ته خپله پېغله لور او زما د مېلمه وینځه راولم، هرڅه چې غواړئ د هغوی سره یې وکړئ، خو د دې سړي سره داسې شرمناکه کار مه کوئ.» ۲۵ خو هغو خلکو د هغه خبرو ته غوږ ونه نیوه. نو هغه لاوي خپله وینځه ونیوله او هغوی ته یې دباندې ورولېږله. هغوی هغه بې عزته کړه او ټوله شپه یې ورباندې تېری وکړ او سهار یې پرېښودله چې لاړه شي. ۲۶ سهار وختي هغه ښځه بېرته راغله او د هغه کور په دروازه کې چې د هغې مېړه په کې مېلمه ؤ، ولوېدله او د سهار تر رڼا کېدلو پورې هلته پرته وه.

۲۷ سهار د هغې مېړه پاڅېده او کله چې هغه دروازه خلاصه کړه چې په خپله لاره لاړ شي، نو ویې لیدل چې وینځه یې د دروازې په خوله کې پرته وه او لاسونه یې د دروازې په خوله کې ایښي وو. ۲۸ هغه خپلې وینځې ته وویل: «پاڅېږه چې لاړ شو.» خو هېڅ ځواب یې وانه ورېد. بیا هغه سړي د هغې مړی په خپل خره باندې کېښود او کور ته روان شو. ۲۹ کله چې کور ته ورسېده، نو یو چاقو یې راواخیست او د خپلې وینځې مړی یې دولس ټوټې کړ او د اسراییلو دولسو قبیلو ته یې یوه یوه ټوټه ورولېږله. ۳۰ هرچا چې هغه لیدله نو ویل یې: «د کومې ورځې نه چې اسراییلیان د مصر څخه راوتلي دي داسې کار هېڅکله نه لیدل شوی او نه شوی دی. مونږ باید په دې هکله فکر وکړو او خبرې وکړو چې څه باید وکړو.»