0:00 / 0:00

د قاضيانو کِتاب

دوېم باب

په بوکيم کښې د مالِک خُدائ فرښته

۱ د مالِک خُدائ فرښته د جِلجال نه بوکيم ته لاړه او بنى اِسرائيلو ته يې وفرمائيل، ”ما تاسو د مِصر نه راوويستلئ او هغه مُلک ته مې راوستلئ چې ستاسو د پلار نيکۀ سره ما د هغې وعده کړې ده. ما وفرمائيل زۀ به هيڅکله ستاسو سره خپل لوظ مات نۀ کړم. ۲ تاسو چې د هغه خلقو سره هيڅ لوظ ونۀ کړئ کوم چې په دې مُلک کښې اوسيږى بلکې د هغوئ د قربانۍ ځايونه راوغورزوئ. خو تاسو زما د حُکم نافرمانى کړې ده. تاسو داسې ولې کړى دى؟ ۳ اوس زۀ تاسو ته وايم چې تاسو مخ په وړاندې ځئ نو زۀ به دا خلق نۀ شړم. هغوئ به ستاسو دشمنان شى او د هغوئ معبودان به ستاسو دپاره يو دام جوړ شى.“ ۴ کله چې د مالِک خُدائ فرښتې دا خبرې بنى اِسرائيلو ته وکړې نو ټول قوم په چغو چغو وژړل، ۵ نو ځکه په هغه ځائ يې بوکيم نوم کېښودو چې مطلب يې ژړا دے او هلته هغوئ مالِک خُدائ ته قربانۍ پېش کړې.

د يشوَع مرګ

۶ يشوَع چې کله بنى اِسرائيل رُخصت کړل، نو هره يوه قبيله لاړله چې د هغه مُلک خپله خپله برخه ونيسى. ۷ تر کومې پورې چې يشوَع ژوندے وو، نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِدمت کولو او د هغۀ د مرګ نه پس چې تر کومې پورې هغه مشران ژوندى وُو چې هغوئ په خپله هغه ټول لوئ کارونه ليدلى وُو چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو، نو هغوئ هم هغه شان کول. ۸ د مالِک خُدائ خِدمت کوونکے د نون زوئ يشوَع د يو سل او لسو کالو په عُمر کښې مړ شو. ۹ هغه په خپله زمکه کښې ښخ کړے شو، هغه ځائ د جعس په شمالى طرف د اِفرائيم غرونو په مُلک تمنت‌حِرس کښې وو. ۱۰ هغه ټول نسل هم مړ شو او ورپسې نسل مالِک خُدائ او هغه څۀ هېر کړل چې مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو دپاره کړى وُو.

د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ عبادت بس کول

۱۱ نو بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ خِلاف ګناه وکړه او د بعل د بُتانو عبادت يې شروع کړو. ۱۲ هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو، کوم چې د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک وو، هغه خُدائ پاک چې هغوئ يې د مِصر د مُلک نه راويستلى وُو او هغوئ د نورو معبودانو عبادت شروع کړو، د هغه خلقو د معبودانو چې د هغوئ په خواوشا کښې اوسېدل، هغوئ ورته سجدې وکړې او مالِک خُدائ يې په غصه کړو. ۱۳ هغوئ د مالِک خُدائ عبادت پرېښودو او د بعل او عستارات خِدمت يې شروع کړو. ۱۴ نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته سخت غصه شو او هغوئ يې ډاکوانو ته حواله کړل او ډاکوانو هغوئ لوټ کړل. هغۀ په هغوئ باندې ټول د خوا او شا دشمنان غالِب کړل، نو هغوئ نور د دې جوګه نۀ وُو چې خپلو دشمنانو ته ټينګ شى. ۱۵ هر ځل چې هغوئ جنګ له تلل، نو مالِک خُدائ به د هغوئ خِلاف وو او هغوئ به يې د شکست سره مخ کول، لکه څنګه چې هغۀ فرمائيلى وُو چې هغه به هم داسې وى. هغوئ په سخت کړاؤ کښې راګېر وُو. ۱۶ بيا مالِک خُدائ په بنى اِسرائيلو باندې قاضيان مقرر کړل او دې قاضيانو د ډاکوانو نه خلاص کړل. ۱۷ خو بنى اِسرائيلو خپلو قاضيانو ته غوږ ونۀ نيولو. بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ سره بې‌غېرتى وکړه او د نورو معبودانو عبادت يې وکړو. هغوئ زر د هغې لارې نه واوړېدل چې په کومه د هغوئ پلار نيکۀ روان وُو، چې هغوئ په فرمانبردارۍ سره د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق روان وُو. ۱۸ کله هم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له يو قاضى ورکړو، نو مالِک خُدائ به د هغه قاضى مل وو او خلق به يې د خپلو دشمنانو نه بچ کول چې تر کومې به هغه قاضى ژوندے وو. نو مالِک خُدائ به په هغوئ رحم کولو ځکه هغوئ د خپلو تکليفونو او مصيبتونو لاندې فرياد کولو. ۱۹ خو چې کله به قاضى مړ شو، نو خلق به هم هغه ناولو کارونو ته وروګرځېدل او د مخکښېنى نسل نه به يې بدتر عمل کولو. هغوئ به د نورو معبودانو خِدمت او عبادت کولو او د خپلو بدو عملونو او خپلو ضدى طريقو پرېښودو نه به يې اِنکار کولو. ۲۰ نو مالِک خُدائ به بنى اِسرائيلو ته سخت په قهر شو او وبه يې فرمائيل، ”دې نسل هغه لوظ مات کړے دے چې ما يې د دوئ پلار نيکۀ له د پوره کولو حُکم ورکړے وو. ځکه چې دوئ زما نافرمانى کړې ده، ۲۱ د يشوَع د مرګ په وخت چې په هغه مُلک کښې کوم قومونه پاتې وُو نو زۀ به هغوئ نور نۀ شړم. ۲۲ زۀ به هغوئ د دې دپاره استعمال کړم چې دا معلومه کړم چې دا بنى اِسرائيليان د خپل پلار نيکۀ په شان زما په لاره روان دى او کۀ نه.“ ۲۳ نو مالِک خُدائ هغه قومونه پرېښودل چې په هغه مُلک کښې پاتې شى، هغۀ نۀ يشوَع له په هغوئ باندې فتح ورکړه او نۀ يې د يشوَع د مرګ نه پس زر هغوئ وشړل.