0:00 / 0:00

د قاضيانو کِتاب

نهم باب

ابى‌مَلِک

۱ د جدعون زوئ ابى‌مَلِک د شِکم ښار ته لاړو، چرته چې د هغۀ د مور ټول خپلوان اوسېدل او هغوئ ته يې ووئيل ۲ چې د شِکم د خلقو نه تپوس وکړى، ”ستاسو څنګه خوښه ده چې د جدعون اويا واړه زامن درباندې بادشاهى وکړى او يا کۀ صِرف يو کس؟ ياد ساتئ چې ابى‌مَلِک ستاسو خپله وينه ده.“ ۳ د هغۀ د مور خپلوانو د شِکم خلقو سره د دې په حقله د هغۀ دپاره خبره وکړه او د شِکم خلقو دا فېصله وکړه چې د ابى‌مَلِک خبره ومنى ځکه چې هغه يې رشته‌دار وو. ۴ هغوئ هغۀ له د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې نه اويا د سپينو زرو سيکې ورکړې او په دې پېسو هغۀ د بې‌کاره بدمعاشانو يوه ډله ځان سره کړه چې ملګرتيا يې وکړى. ۵ هغه په عفره کښې د خپل پلار کور ته لاړو او هلته يې د يو کاڼى دپاسه خپل اويا وروڼه ووژل، چې د جدعون زامن وُو. خو د جدعون کشرے زوئ يوتام پټ شو او ونۀ وژلے شو. ۶ بيا د شِکم او بيت‌مِلو ټول خلق راغونډ شول او په شِکم کښې د څېړۍ پاکې ونې ته لاړل، چرته چې هغوئ ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو. ۷ کله چې يوتام د دې نه خبر شو، نو هغه لاړو او د ګِرزيم د غرۀ په سر ودرېدو او هغوئ ته يې چغې ووهلې، ”اے د شِکم خلقو، تاسو زما خبره واورئ تاسو زما خبره واورئ تر دې چې خُدائ پاک ستاسو خبره واورى. ۸ يو ځل ونې راغونډې شوې چې د ځان دپاره يو بادشاه خوښ کړى. هغوئ د زيتُونو ونې ته ووئيل چې تۀ زمونږ بادشاه شه. ۹ د زيتُونو ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې د زيتُونو تېل ورکول بند کړم کوم چې د معبودانو او انسانانو د درناوى دپاره استعماليږى صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۰ بيا ونو د اينځر ونې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۱ خو د اينځر ونې جواب ورکړو، ولې زۀ دې خپله خوَږه مېوه پېدا کول بند کړم، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۲ نو بيا ونو د انګورو بوټى ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۳ خو د انګورو بوټى ورته په جواب کښې ووئيل، ولې زۀ دې خپل مے پېدا کول بند کړم، چې په دې باندې معبودان او انسانان خوشحاليږى، صرف د دې دپاره چې د نورو ونو مشره شم. ۱۴ نو بيا ټولو ونو د ازغو غنې ته ووئيل چې، تۀ راشه او زمونږ بادشاه شه. ۱۵ د ازغو غنې جواب ورکړو چې، کۀ تاسو په رښتيا سره ما خپل بادشاه جوړول غواړئ، نو زما د سورى لاندې پناه واخلئ. کۀ تاسو داسې ونۀ کړل نو زما د ازغو څانګو نه به اور بل شى او د لبنان د دِيار ونې به وسوزوى.“ ۱۶ نو يوتام خپله خبره جارى وساتله چې، ”کله تاسو ابى‌مَلِک بادشاه جوړ کړو نو تاسو په رښتيا مخلِصه او رښتونى وئ څۀ؟ تاسو د جدعون د ياد څۀ درناوى وکړو او د هغۀ د خاندان سره مو ښۀ سلوک وکړو څۀ لکه څنګه چې د هغۀ د کارونو حق جوړيږى؟ ۱۷ هغه راپه ياد کړئ چې زما پلار ستاسو دپاره جنګ وکړو. هغۀ خپل ژوند په خطره کښې واچولو چې تاسو د ميديانيانو نه بچ کړى. ۱۸ خو نن تاسو زما د پلار د خاندان خِلاف شوئ. تاسو د هغۀ زامن اويا سړى د يو کاڼى دپاسه ووژل او دا ځکه چې د هغۀ د وينځې زوئ ابى‌مَلِک ستاسو رشته‌دار دے او تاسو هغه د شِکم بادشاه جوړ کړے دے. ۱۹ کۀ تاسو نن د جدعون او د هغۀ اولاد سره د عزت او ښۀ ايمان سلوک وکړو، نو تاسو دې د ابى‌مَلِک نه خوشحاله شئ او هغه دې ستاسو نه خوشحاله شى. ۲۰ خو کۀ داسې نۀ وى نو ابى‌مَلِک ته دې اور بل شى او د شِکم او بيت‌مِلو خلق دې وسوزوى. د شِکم او بيت‌مِلو د خلقو نه دې اور بل شى او ابى‌مَلِک دې وسوزوى.“ ۲۱ يوتام د خپل ورور ابى‌مَلِک نه يرېدو نو ځکه هغه وتښتېدو او بير ته د اوسېدو دپاره لاړو. ۲۲ ابى‌مَلِک په بنى اِسرائيلو باندې درې کاله بادشاهى وکړه. ۲۳ بيا خُدائ پاک د ابى‌مَلِک او د شِکم د خلقو په مينځ کښې دشمنى پېدا کړه او هغوئ د ابى‌مَلِک خِلاف بغاوت وکړو. ۲۴ داسې د دې دپاره وشول چې ابى‌مَلِک او د شِکم خلقو ته د خپلو بدو سزا مِلاو شى چا چې د هغۀ مدد کړے وو چې د جدعون اويا زامن ووژنى. ۲۵ د شِکم خلقو د ابى‌مَلِک خِلاف د غرونو په سرونو باندې په پټ ځائ کښې سړى کښېنول او هر څوک هم چې په هغه لاره تېرېدل نو هغوئ به يې لوټ کول. نو ابى‌مَلِک د دې نه خبر شو. ۲۶ د عبيد زوئ جعل د خپلو وروڼو سره شِکم ته راغلو او د هغه ځائ خلقو په هغۀ باندې اعتبار وکړو. ۲۷ هغوئ ټول خپلو د انګورو باغونو ته دننه لاړل او انګور يې راوشوکول او مے يې ترې نه جوړ کړل او يوه مېله يې جوړه کړه. هغوئ د خپل خُدائ د عبادت ځائ ته لاړل، چرته چې هغوئ خوراک څښاک وکړو او ابى‌مَلِک ته يې کنځل وکړل. ۲۸ د عبيد زوئ جعل ووئيل، ”دا په شِکم کښې مونږ څۀ قِسم سړى يُو؟ مونږ د ابى‌مَلِک خِدمت ولې کوُو؟ هغۀ دے څوک؟ هغه د جدعون زوئ دے. او زبول ته د هغۀ نه حُکم ملاويږى، خو مونږ ولې د هغۀ خِدمت وکړُو؟ د خپل پلار نيکۀ همور وفادار اوسئ، چا چې ستاسو د قبيلې بنياد اېښے وو. ۲۹ زما دا ارمان دے چې زۀ د دې خلقو مشر وے نو ما به د ابى‌مَلِک نه ځان خلاص کړے وے. ما به هغۀ ته وئيلى وے چې خپل لښکر تيار کړه او بهر د جنګ دپاره راووځه.“ ۳۰ د هغه ښار حکمران زبول چې کله هغه څۀ واورېدل چې جعل وئيلى وُو نو په غصه شو. ۳۱ هغۀ په ارومه کښې ابى‌مَلِک ته پېغام وړُونکى ولېږل چې داسې ورته ووائى، ”د عبيد زوئ جعل او د هغۀ وروڼه شِکم ته راغلى دى او هغوئ د ښار خلق لمسوى چې ستا خِلاف بغاوت وکړى. ۳۲ نو اوس، تا او ستا خلقو له په کار دى چې لاړ شئ او په پټو کښې پټ شئ. ۳۳ سبا سحر چې څنګه نمر راوخېژى نو تاسو پاڅئ او په ښار باندې ناڅاپه حمله وکړئ. نو چې کله جعل او د هغۀ سړى ستاسو خِلاف راوځى، نو چې څۀ مو خوښه وى هغه ورسره وکړئ.“ ۳۴ نو ابى‌مَلِک او د هغۀ ټول سړى د شپې لاړل او د شِکم نه بهر په څلورو ډلو کښې پټ شول. ۳۵ نو د عبيد زوئ جعل بهر تلے وو او د ښار د دروازې په خولۀ کښې ولاړ وو او هم په هغه وخت ابى‌مَلِک د خپلو فوجيانو سره د پټو ځايونو نه راووتلو. ۳۶ جعل هغوئ وليدل او زبول ته يې ووئيل، ”ګوره، د غرونو د سرونو نه سړى راروان دى.“ زبول جواب ورکړو، ”هغه سړى نۀ دى. هغه صرف د غرونو سورى دى.“ ۳۷ جعل ورته بيا ووئيل، ”ګوره، د غرۀ د سر نه سړى راکوزيږى او يوه ډله د قسمت ښودونکى څېړۍ د ونې نه په لار راروانه ده.“ ۳۸ بيا زبول هغۀ ته ووئيل، ”اوس ستا لافې چرته دى؟ تۀ هم هغه کس وې چې تا وئيل چې مونږ د دې سړى ابى‌مَلِک خِدمت ولې وکړُو. دا هغه سړى دى چې تا ورسره د نفرت سلوک کولو. اوس لاړ شه او جنګ ورسره وکړه.“ ۳۹ جعل د شِکم خلق بوتلل او د ابى‌مَلِک سره يې جنګ وکړو. ۴۰ جعل وتښتېدو او ابى‌مَلِک ورپسې وو. د ښار د دروازې نه د ننوتلو نه مخکښې ډېر کسان زخميان شول. ۴۱ ابى‌مَلِک په ارومه کښې اوسېدو او زبول د شِکم نه جعل او د هغۀ وروڼه وشړل، نور هلته نۀ شول اوسېدلے. ۴۲ په ورپسې ورځ ابى‌مَلِک ته پته ولګېده چې د شِکم خلق پټو ته راووتل، ۴۳ نو هغۀ خپل سړى بوتلل، په درېو ډلو کښې يې تقسيم کړل، په پټو کښې پټ شول او اِنتظار يې کولو. کله چې هغۀ وليدل چې خلق د ښار نه بهر روان دى، نو هغه د پټ ځائ نه د هغوئ د وژلو دپاره راووتلو. ۴۴ کله چې ابى‌مَلِک او د هغۀ قبيله په تېزۍ سره د ښار د دروازې د حِفاظت دپاره مخکښې شوه، نو هغه دوو نورو ډلو په پټو کښې په خلقو باندې حمله وکړه او ټول يې ووژل. ۴۵ ټوله ورځ جنګ جارى وو. ابى‌مَلِک ښار قبضه کړو، د هغې خلق يې ووژل، ښار يې وران کړو او زمکه يې په مالګه پټه کړه. ۴۶ کله چې د شِکم په قلعه کښې ټول مشران سړى د دې نه خبر شول، نو هغوئ د بعل‌بريت د لوظ عبادتخانې په مضبوط ځائ کښې پناه ولټوله. ۴۷ ابى‌مَلِک خبر شو چې هغوئ هلته راغونډ شوى دى، ۴۸ نو هغه د خپلو سړو سره د ضلمون غر ته وختلو. هلته هغۀ يو تبر واخستلو، د ونې څانګه يې ماته کړه او په خپله اوږه يې کېښوده. هغۀ خپلو سړو ته ووئيل چې، ”زر شئ او هم دغه شان وکړئ.“ ۴۹ نو هر يو سړى د ونې څۀ څانګې ماتې کړې، بيا هغوئ ابى‌مَلِک پسې لاړل او لرګى يې د قلعې دېوالونو سره ډېرے کړل. هغوئ په دې باندې اور بَل کړو، هغه دننه خلق د نورو ټولو خلقو سره مړۀ شول چې په قلعه کښې وُو. دا تقريباً زر سړى او ښځې وې. ۵۰ ابى‌مَلِک تيبض ته لاړو، د ښار نه يې ګېره واچوله او قبضه يې کړو. ۵۱ هلته يو مضبوط برج وو او په ښار کښې هر يو سړى او ښځې، سره د مشرانو هغې ته ورمنډه کړه. خپل ځانونه يې په کښې بند کړل او پاس چت ته وختل. ۵۲ کله چې ابى‌مَلِک په برج باندې حمله کولو له راغلو، نو هغه دروازې ته ورَغلو چې په برج باندې اور بَل کړى. ۵۳ خو يوې ښځې د هغۀ په سر باندې د بره نه د ژرندې پل وروغورزولو او د هغۀ کوپړۍ يې ماته کړه. ۵۴ نو هغۀ زر هغه زلمے راوغوښتلو کوم چې د هغۀ وسله وړله او حُکم يې ورکړو، ”خپله تُوره راوباسه او ما ووژنه. زۀ دا نۀ غواړم چې څوک ووائى چې زۀ يوې ښځې وژلے يم.“ نو هغه زلمى ترې نه تُوره په بل طرف وويستله او هغه مړ شو. ۵۵ کله چې بنى اِسرائيلو وليدل چې ابى‌مَلِک مړ شو، نو هغوئ ټول کور ته لاړل. ۵۶ نو داسې خُدائ پاک ابى‌مَلِک له د هغو بدو بدله ورکړه کوم بد چې هغۀ د خپل پلار خِلاف کړى وُو چې اويا وروڼه يې وژلى وُو. ۵۷ خُدائ پاک د شِکم خلقو له هم د هغوئ د بدمعاشۍ په وجه سخته سزا ورکړه، څنګه چې د جدعون زوئ يوتام وئيلى وُو چې په هغوئ به داسې کيږى چې کله هغۀ پرې لعنت وئيلو.