Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د ارمیا مرثیه
پنځم فصل
د رحم دپاره دعا
۱ ای څښتنه څه چې شوي دي زمونږ سره مه هېروه هغه
وګوره څومره سپکاوی کړی دښمن زمونږه
۲ زمونږ د نیکونو ځمکه ورکړل شوې ده پردو ته
اوسیږي پردي خلک زمونږ کورونو کې
۳ یتیمان او بېپلاره شوي یو مونږ
او کونډې شوې دي زمونږه میندې
۴ په بیه اخلو مونږ د څښلو اوبه
په ګرانه بیه باید واخلو سوځولو لرګي
۵ زمونږ په سر دی پېټی او ځغلول شوي یو
ستړي شوي یو نه پرېږدي مو ارام ته
۶ لاړو مصر او آشور ته ګدایۍ دپاره
چې ډوډۍ راکړي او ژوندي پاتې شو
۷ وکړه ګناه زمونږ نیکونو او له منځه تللي هغوی
اوس کړېږو د هغوی ګناهونو په خاطر
۸ غلامان کوي حکومت په مونږ باندې
او هیڅوک نشته چې مونږ خلاص کړي د هغوی له لاسه
۹ مونږ اچولی په خطر کې خپل ژوند د ډوډۍ په خاطر
ځکه چې ګرځي په بانډو کې وسلهوال
۱۰ له لوږې سوځو مونږ په تبه باندې
او سور دی زمونږ پوستکی د تنور په شان
۱۱ زمونږ ښځو سره شوې ده اورشلیم کې په زوره زنا
او زمونږ پېغلو سره هم شوې ده یهودا ښارونو کې په زوره زنا
۱۲ د لاسونو نه ځړول شوي دي زمونږ مشران
او نه کیږي درناوی زمونږ د سپینږیرو مړو ته
۱۳ مجبوروي زمونږ ځوانان چې وکړي کار مېچنې سره
او زنګیږي زمونږ هلکان د لرګو درنو بارونو لاندې
۱۴ نه کښېني زمونږ سپینږیري
نور د ښار په دروازه کې
او ځوانان نه غږوي موسیقي نوره
۱۵ خوشحالي تللې زمونږ د زړونو څخه
زمونږ ګډا بدله شوې ده په غم باندې
۱۶ رالوېدلی تاج د جلال او افتخار زمونږ سرونو نه
افسوس زمونږ په حال چې مونږ کړې ده ګناه
۱۷ نشته دی زور زمونږ په زړونو کې
او تیاره راغلې زمونږ په سترګو کې د ژړا په خاطر
۱۸ ځکه چې پروت دی غر د صهیون وران او ویجاړ
او ګرځي راګرځي سورلنډیان په کې
۱۹ خو ای څښتنه، ته ابدي پاچا یې
او کوي پاچاهي ټولو نسلونو باندې
۲۰ ولې دې هېر کړو مونږه تل دپاره؟
ولې دې پرېښودو مونږ دومره ډېرو ورځو دپاره؟
۲۱ راوګرځوه مونږ خپل ځان ته ای څښتنه
ترڅو درشو بېرته
راوګرځوه مونږ بېرته پخواني حال ته
۲۲ ایا پریښي یو تا مونږ په پوره توګه؟
او ایا په قهر یې بېحده ته په مونږ باندې؟
Previous chapter
Next chapter