Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د هارون زامنو ناداب او ابیهو هر یو خپل د اور لوښی راواخیست او په هغې کې یې بل شوي سکاره واچول، خوشبویي یې ورزیاته کړه او هغه یې څښتن ته وړاندې کړل. خو دا اور سپېڅلی نه ؤ، ځکه چې څښتن په هغوی باندې د هغه د وړاندې کولو امر نه ؤ کړی. ۲ نو څښتن ناڅاپه اور نازل کړ او هغوی یې په خپل حضور کې وسوځول او مړه شول. ۳ بیا موسی هارون ته وویل: «دا هغه څه دي چې څښتن یې په هکله خبرې کولې او هغه وویل:
هغه خلک چې خدمت کوي زما
باید وکړي درناوی د سپېڅلتوب زما
د ټول قوم په نظر کې به زه دروند یم
خو هارون غلی پاتې شو.»
۴ موسی میشاییل او الصافان چې د هارون او موسی د تره عزییل زامن وو، راوغوښتل او ورته ویې ویل: «دلته راشئ، د خپل تره د زامنو مړي د سپېڅلي ځای څخه لېرې کړئ او د کمپ څخه دباندې یې یوسئ.» ۵ نو هغوی راغلل او څنګه چې موسی حکم کړی ؤ، د هغوی مړي یې د کالیو څخه ونیول او د کمپ څخه یې دباندې یووړل.
۶ بیا موسی هارون او د هغه زامنو العازار او ایتامار ته وویل: «خپل ویښتان ګډوډ مه پرېږدئ او خپل کالي مه شلوئ چې دا وښایي چې تاسو غمجن یئ. که چېرې داسې وکړئ، نو تاسو به مړه شئ او څښتن به په ټول قوم باندې په قهر شي. خو نور ټول اسراییلیان کولای شي چې د هغو دوو کسانو دپاره چې څښتن د اور په وسیله له منځه وړي دي، وژاړي. ۷ د خېمې د دروازې د خولې څخه مه ځئ، که نه، نو تاسو به مړه شئ، ځکه چې تاسو د څښتن د مسح کولو په تېلو باندې پاک شوي یئ.» نو څنګه چې موسی ویلي وو، هغوی هماغسې وکړل.
۸ څښتن هارون ته وویل: ۹ «ته او ستا زامن د شرابو د څښلو نه وروسته سپېڅلې خېمې ته مه ورننوځئ، که چېرې داسې وکړئ نو مړه به شئ. دا یو تلپاتې قانون دی چې ستاسو ټوله اولاده به ورباندې عمل کوي. ۱۰ تاسو باید د هغو شیانو ترمنځ چې سپېڅلي او عادي دي، فرق وکړئ او د هغو شیانو ترمنځ چې کوم پاک دي او کوم ناپاک. ۱۱ باید د اسراییلو قوم ته هغه ټول قوانین ورزده کړئ چې ما تاسو ته د موسی په وسیله درکړي دي.»
۱۲ بیا موسی هارون او د هغه پاتې زامنو العازار او ایتامار ته وویل: «د غلې دانې هغه نذرانه چې څښتن ته په اور باندې د تیارېدونکو نذرانو څخه پاتې شوې ده واخلئ، د هغې څخه فطیره ډوډۍ پخه کړئ او د قربانۍ د ځای په څنګ کې یې وخورئ، ځکه چې دا نذرانه ډېره سپېڅلې ده. ۱۳ هغه په یو سپېڅلي ځای کې وخورئ، ځکه چې دا ستا او ستا د زامنو د هغو نذرانو برخه ده چې څښتن ته په اور باندې تیاریږي. دا هغه څه دي چې څښتن یې ماته امر کړی دی. ۱۴ خو سینه او شاتنۍ پښه چې پورته نیول کیږي، هغه دې په داسې ځای کې چې په مذهبي لحاظ پاک وي، وخوړل شي. دا برخه تاسو، ستاسو زامنو او لورګانو ته ستاسو د برخې په توګه د سلامتۍ د هغو نذرانو څخه چې د اسراییلو د خلکو له خوا وړاندې کیږي، درکول کیږي. ۱۵ شاتنۍ پښه او سینه باید د هغو نذرانو د وازګې سره چې په اور باندې تیاریږي، څښتن ته پورته ونیول شي. بیا لکه څنګه چې څښتن حکم کړی دی، هغه به د تل دپاره ستاسو او ستاسو د اولادې برخه وي.»
۱۶ موسی د هغه سېرلي په اړه پوښتنه وکړه چې د ګناه د نذرانې دپاره ؤ او خبر شو چې هغه سوځول شوی دی. په دې خبره هغه په العازار او ایتامار باندې په قهر شو او پوښتنه یې وکړه: ۱۷ «تاسو ولې د ګناه نذرانه په یو سپېڅلي ځای کې ونه خوړله؟ هغه ډېره سپېڅلې ده او څښتن د دې دپاره تاسو ته درکړې وه چې د کفارې په ادا کولو سره د قوم څخه ګناه لېرې شي. ۱۸ په دې خاطر چې د هغه وینه سپېڅلې خېمې ته نه وه وړل شوې، نو تاسو باید د سېرلي غوښه هلته خوړلې وای، لکه څنګه چې ما درته امر کړی ؤ.»
۱۹ هارون په ځواب کې وویل: «که چېرې ما د ګناه نذرانه نن خوړلې وای، ایا څښتن به هغه قبوله کړې وای؟ قوم خپله د ګناه نذرانه نن څښتن ته وړاندې کړه او خپله سوځېدونکې نذرانه یې راوړله، خو بیاهم په ما باندې دا هیبتناکه پېښې وشوې.» ۲۰ کله چې موسی دا خبرې واورېدلې، هغه قانع شو.