Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن موسی او هارون ته وویل: ۲ «کله چې د چا په پوستکي باندې زخم، دانه یا داغ وي چې کېدای شي هغه د پوستکي په یوې ساري ناروغۍ باندې بدله شي، هغه باید هارون کاهن یا د هغه یو زوی ته چې کاهن وي راوستل شي. ۳ کاهن دې د هغه زخم معاینه کړي او که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او زخم د پوستکي څخه ژور ښکاره کېده، نو دا د پوستکي ساري ناروغي ده. نو کاهن به هغه کس ناپاک اعلان کړي. ۴ که چېرې د هغه د پوستکي زخم سپین ؤ، خو د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده او ویښتان په کې سپین شوي نه وو، کاهن دې هغه ناروغه کس د اوو ورځو دپاره د نورو څخه بېل وساتي. ۵ کاهن به په اوومه ورځ هغه بیا معاینه کړي او که چېرې د هغه په نظر کې زخم هماغه شان ښکاره کېده او خپور شوی نه ؤ، کاهن به هغه د نورو اوو ورځو دپاره بېل وساتي. ۶ په اوومه ورځ دې کاهن هغه د دوهم ځل دپاره معاینه کړي. که چېرې زخم مړاوی شوی ؤ او په پوستکي کې نه ؤ خپور شوی، کاهن به هغه پاک اعلان کړي، دا یوازې یوه ګرمکه ده. هغه کس باید خپل کالي ووینځي او هغه به پاک شي. ۷ خو که چېرې کاهن هغه کس معاینه کړی وي او هغه یې پاک اعلان کړی وي او له هغې څخه وروسته ګرمکه د هغه په بدن باندې خپره شي، هغه باید خپل ځان بیا کاهن ته ورښکاره کړي. ۸ کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه ګرمکه په بدن باندې خپره شوې وه، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي، دا یوه ساري ناروغي ده.
۹ کله چې یو کس د پوستکي ساري ناروغي ولري، هغه باید کاهن ته راوستل شي. ۱۰ کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې په پوستکي کې یو سپین زخم وي چې ویښتان یې سپین کړي وي او که چېرې په زخم کې خامه غوښه وي، ۱۱ نو دا د پوستکي یوه دوامداره ناروغي ده او کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. کاهن دې هغه د معاینې دپاره بېل ونه ساتي، ځکه چې هغه په ښکاره ناپاک دی. ۱۲-۱۳ خو که چېرې د ناروغۍ موده تېره شوې وي او یوازې داغونه پاتې وي، کاهن به هغه کس پاک اعلان کړي. ۱۴ خو هرکله چې په هغه باندې خامه غوښه راښکاره شي، هغه به ناپاک شي. ۱۵ کله چې کاهن دا خامه غوښه وویني، هغه کس به ناپاک اعلان کړي. خامه غوښه ناپاکه ده، هغه کس په ساري ناروغۍ اخته دی. ۱۶ خو کله چې دا خامه غوښه روغه شي او بیا سپینه شي، هغه کس باید کاهن ته ورشي. ۱۷ کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې د زخم څخه یوازې سپین داغونه پاتې وي کاهن به هغه ناروغه کس پاک اعلان کړي، بیا به هغه پاک شي.
۱۸ کله چې د یو چا په پوستکي باندې یوه دانه وي او روغه شي ۱۹ او په هغه ځای باندې چې دانه وه، یو زخم یا سوربخن سپین داغ راښکاره شي، هغه باید خپل ځان کاهن ته ورښکاره کړي. ۲۰ کاهن دې هغه معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور وي او ویښتان په کې سپین شوي وي، کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي. دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې د دانې په ځای منځ ته راغلې ده. ۲۱ خو که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او سپین ویښتان په کې نه وي او د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه کس د اوو ورځو دپاره بېل وساتي. ۲۲ که چېرې هغه زخم په پوستکي کې خپریږي، کاهن به هغه کس ناپاک اعلان کړي، دا ساري ناروغي ده. ۲۳ خو که چېرې هغه بدل شوی او خپور شوی نه وي، دا یوازې د دانې داغ دی او کاهن به هغه کس پاک اعلان کړي.
۲۴ کله چې د یو چا پوستکی سوځېدلی وي او د سوځېدلي ځای په خامه غوښه کې یو سوربخن سپین یا سپین داغ راښکاره شي، ۲۵ نو کاهن دې هغه داغ معاینه کړي. که چېرې په هغه کې ویښتان سپین شوي وو او د پوستکي څخه ژور ښکاره کېده، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده چې په هغه سوځېدلي ځای کې پیل شوې ده. کاهن به هغه کس ناپاک اعلان کړي. ۲۶ خو که چېرې کاهن هغه معاینه کړي او په داغ کې سپین ویښتان نه وي او هغه د پوستکي څخه ژور نه وي او مړاوی شوی وي، بیا دې کاهن هغه کس د اوو ورځو دپاره بېل وساتي. ۲۷ په اوومه ورځ دې کاهن هغه معاینه کړي. که چېرې هغه خپریږي، کاهن به هغه کس ناپاک اعلان کړي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده. ۲۸ خو که چېرې بیاهم زخم بدل شوی نه وي او خپور شوی نه وي، خو مړاوی شوی وي، نو دا د سوځېدلي ځای پړسوب دی او کاهن به هغه کس پاک اعلان کړي. دا یوازې د سوځېدلي ځای داغ دی.
۲۹ که چېرې د یو سړي یا د یوې ښځې په سر یا په زنه باندې زخم وي، ۳۰ نو کاهن دې هغه زخم معاینه کړي. که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور ښکاري او زیړ نري ویښتان په کې وي، نو کاهن به هغه کس ناپاک اعلان کړي. دا یو خارښت دی او د سر یا د زنې ساري ناروغي ده. ۳۱ خو کله چې کاهن د ناسور دا ډول زخم معاینه کړي، که چېرې هغه د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، خو بیاهم تور ویښتان په کې نه وو، نو کاهن دې هغه ناروغه کس اووه ورځې بېل وساتي. ۳۲ په اوومه ورځ دې کاهن هغه زخم معاینه کړي. که چېرې خارښت خپور شوی نه ؤ او زیړ ویښتان په کې نه وو او د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، ۳۳ نو د هغه کس ټول سر باید وخرایل شي پرته له زخمي ځای څخه. کاهن دې هغه نورې اووه ورځې بېل وساتي. ۳۴ په اوومه ورځ دې کاهن هغه خارښت بیا معاینه کړي، که چېرې هغه په پوستکي کې خپور شوی نه ؤ او د پوستکي څخه ژور نه ښکاره کېده، کاهن به هغه پاک اعلان کړي. هغه کس باید خپل کالي ووینځي او پاک به شي. ۳۵ خو که چېرې د هغه د پاکوالي د اعلان څخه وروسته خارښت خپور شي، ۳۶ کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې خارښت په پوستکي کې خپور شوی وي، کاهن دا اړتیا نه لري چې زیړ ویښتان ولټوي، هغه کس ناپاک دی. ۳۷ خو که چېرې د هغه په نظر کې هغه بدل شوی نه وي او تور ویښتان په کې راشنه شوي وي، دا خارښت روغ شوی دی. هغه کس پاک دی او کاهن به هغه همداسې پاک اعلان کړي.
۳۸ کله چې د یو سړي یا د یوې ښځې په پوستکي باندې سپین داغونه وي، ۳۹ نو کاهن دې هغه کس معاینه کړي. که چېرې دا داغونه مړاوي او سپین وي، هغه یوه بې زیانه ګرمکه ده چې په بدن باندې راختلې ده، هغه کس پاک دی.
۴۰ که چېرې یو سړي خپل ویښتان له لاسه ورکړي وي او ګنجی شوی وي، هغه پاک دی. ۴۱ که چېرې هغه د خپلې کوپړۍ یا تندي ویښتان له لاسه ورکړي وي او لوڅ تندی ولري، هغه پاک دی. ۴۲ خو که چېرې د هغه په ګنجي سر یا لوڅ تندي باندې سوربخن سپین زخم وي، دا د پوستکي یوه ساري ناروغي ده. ۴۳ کاهن دې هغه معاینه کړي او که چېرې زخم سوربخن سپین وي، ۴۴ نو هغه سړی ناروغ او ناپاک دی. کاهن به هغه ناپاک اعلان کړي، ځکه چې د هغه په سر باندې زخم دی.
۴۵ هغه کس چې په داسې ساري ناروغۍ اخته وي باید شلېدلي کالي واغوندي، خپل ویښتان دې ببر پرېږدي، خپله خوله دې پټه کړي او داسې چیغې دې ووهي: زه ناپاک یم! زه ناپاک یم! ۴۶ ترڅو پورې چې هغه کس په دې ناروغۍ باندې اخته وي هغه ناپاک پاتې کیږي. هغه باید یوازې او د کمپ څخه دباندې واوسیږي.
۴۷ که چېرې کوم کالي چڼاسکې وهلي وي، که هغه د وړیو څخه جوړ شوي وي یا د کتان کالي وي، ۴۸ د کتان یا وړیو ټوکر، یا څرمن او یا داسې شی وي چې د څرمنې څخه جوړ شوی وي، ۴۹ که چېرې هغه چڼاسکه شنه بخنه یا سره بخنه وي، نو دا یوه خپرېدونکې چڼاسکه ده او کاهن ته باید وروښودل شي. ۵۰ کاهن دې هغه چڼاسکه معاینه کړي او هغه شی دې اووه ورځې بېل کېږدي. ۵۱ په اوومه ورځ دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکه خپره شوې وه، نو هغه شی ناپاک دی. ۵۲ کاهن باید هغه کالي وسوځوي، ځکه چې چڼاسکه خرابوونکې ده او هغه دې وسوځول شي.
۵۳ خو کله چې کاهن هغه معاینه کړي او دا معلومه کړي چې چڼاسکه په هغه شي باندې نه ده خپره شوې، ۵۴ هغه به دا حکم وکړي چې دا خراب شوی شی ووینځل شي. بیا دې هغه د نورو اوو ورځو دپاره بېل کېږدي. ۵۵ وروسته له دې چې خراب شوی شی ووینځل شي، کاهن دې هغه بیا معاینه کړي. که چېرې چڼاسکې خپل رنګ نه وي بدل کړی، که څه هم هغه خپره شوې نه ده، بیاهم هغه ناپاک دی. که دا خرابوالی په مخکې وي یا شاته، تاسو باید دا شی وسوځوئ. ۵۶ خو کله چې کاهن هغه معاینه کړي، که چېرې د هغه شي د وینځلو څخه وروسته چڼاسکه مړاوې شوې وي، هغه دې خرابه شوې برخه وشلوي. ۵۷ خو که چېرې چڼاسکه په پورتنیو شیانو باندې بیا راښکاره شي، نو دا خپرېدونکې ده او په هرڅه باندې چې چڼاسکه وي، نو خاوند یې باید هغه شی وسوځوي. ۵۸ که چېرې هغه کس هغه شی ووینځي او چڼاسکه ورکه شي هغه دې بیا ووینځل شي، نو هغه شی به پاک شي.
۵۹ دا قوانین د هغو کالیو په هکله دي چې چڼاسکې وهلي وي، که هغه د وړیو یا کتان څخه جوړ شوي وي، د وړیو یا کتان ټوکر وي یا هغه شیان وي چې د څرمنې څخه جوړ شوي وي. نو په دې ډول به کاهن کولای شي دا پرېکړه وکړي چې ایا دا شیان پاک دي یا ناپاک.»