Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د هارون د دوو زامنو د مړینې څخه وروسته چې څښتن ته ورنژدې شول او مړه شول، څښتن د موسی سره خبرې وکړې. ۲ هغه وویل: «خپل ورور هارون ته ووایه چې یوازې په یو مناسب وخت کې دې ډېر سپېڅلي ځای ته چې د پردې شاته دی ورننوځي، ځکه دا هغه ځای دی چې زه په کې په ورېځو کې د لوظ د صندوق د سرپوښ دپاسه راښکاره کېږم. که هغه سرغړونه وکړي، نو وبه وژل شي. ۳ کله چې هارون د ګناه د نذرانې دپاره یو خوسی او د سوځېدونکې نذرانې دپاره یو پسه راوړي، بیا هغه کولای شي چې ډېر سپېڅلي ځای ته ورننوځي.»
۴ بیا څښتن دا لارښوونې وکړې: «مخکې له دې چې هارون ډېر سپېڅلي ځای ته ننوځي، هغه باید غسل وکړي او د کاهنتوب دغه سپېڅلي کالي دې واغوندي: د کتان کمیس، نېکرونه، پټۍ او لونګۍ. ۵ د اسراییلو قوم دې هارون ته دوه سېرلي د ګناه د نذرانې دپاره او یو پسه د سوځېدونکې نذرانې دپاره ورکړي. ۶ هارون دې یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره وړاندې کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي. ۷ بیا دې هغه دوه سېرلي واخلي او د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې دې د څښتن په حضور کې وړاندې کړي. ۸ هغه دې د دوو سېرلیو دپاره پچه واچوي او د دوه تیږو څخه دې کار واخلي، په یوې باندې دې د څښتن دپاره نښه وکړي او په بلې باندې دې د عزازیل دپاره. ۹ هارون به هغه سېرلی چې د څښتن دپاره د پچې په وسیله غوره شوی وي، د ګناه د نذرانې په توګه قرباني کړي. ۱۰ کوم سېرلی چې د عزازیل دپاره غوره شوی ؤ هغه به څښتن ته ژوندی وړاندې شي او په دښته کې به عزازیل ته ورولېږل شي، د دې په خاطر چې د قوم د ګناهونو دپاره کفاره ادا کړي.
۱۱ کله چې هارون یو غویی د خپلې ګناه د نذرانې دپاره حلال کړي چې د خپل ځان او خپلې کورنۍ دپاره کفاره ادا کړي، ۱۲ نو هغه به د قربانۍ د ځای څخه د اور یو لوښی چې د لګول شویو سکارو څخه ډک وي او دوه موټي ښه میده شوې خوشبویي راواخلي او هغه دې ډېر سپېڅلي ځای ته راوړي. ۱۳ هغه به هلته د څښتن په حضور کې خوشبویي په اور باندې واچوي او د خوشبویۍ لوګی به د لوظ د صندوق سرپوښ پټ کړي، ترڅو هارون هغه ونه ویني او مړ نه شي. ۱۴ د غویي لږه وینه به واخلي او په خپلې ګوتې باندې به یې د سرپوښ مخکینۍ برخې ته وشیندي او بیا به د هغې څخه لږه د لوظ د صندوق مخې ته اووه ځلې وشیندي.
۱۵ بیا به هارون د ګناه د نذرانې سېرلی د قوم په خاطر حلال کړي او د هغه وینه به ډېر سپېڅلي ځای ته یوسي او هماغسې کار به ورسره وکړي چې د غویي په وینه باندې یې کړی ؤ. هغه به د لوظ د صندوق په سرپوښ او د صندوق مخې ته وشیندي. ۱۶ په دې ډول به هغه د پاکولو مراسم سرته ورسوي چې ډېر سپېڅلی ځای د اسراییلو د قوم د ناپاکۍ او د هغوی د ټولو ګناهونو څخه پاک کړي. هغه دې دا کار د سپېڅلې خېمې دپاره هم وکړي، ځکه چې هغه د کمپ په منځ کې ولاړه ده او کمپ په مذهبي لحاظ ناپاک دی. ۱۷ له هغه وخت څخه چې هارون ډېر سپېڅلي ځای ته د کفارې د ادا کولو دپاره ننوځي، د هغه د راوتلو پورې باید هېڅوک په خېمه کې نه وي. کله چې هغه د خپل ځان، خپلې کورنۍ او ټول قوم دپاره کفاره ادا کوي، ۱۸ نو باید بیا د نذرانو د سوځولو دپاره د قربانۍ ځای ته لاړ شي او هغه پاک کړي. هغه باید د غویي او سېرلي لږه وینه واخلي او د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې دې وسولوي. ۱۹ هغه باید په خپله ګوته لږه وینه واخلي او د قربانۍ په ځای باندې دې اووه ځلې وشیندي. په دې ډول دې هغه د اسراییلو قوم د ناپاکۍ څخه پاک او سپېڅلې کړي.
۲۰ کله چې هارون د ډېر سپېڅلي ځای، د سپېڅلې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ د ځای د پاکولو مراسم سرته ورسوي، هغه به هغه ژوندی سېرلی څښتن ته وړاندې کوي چې د عزازیل دپاره غوره شوی دی. ۲۱ هغه دې دواړه لاسونه د ژوندي سېرلي په سر باندې کېږدي او په هغه باندې دې د اسراییلو د قوم د ټولو بدکاریو، ګناهونو او سرکښیو اقرار وکړي او هغه دې د سېرلی په سر باندې واچوي. هغه به دا سېرلی لېرې دښتې ته ولېږي او یو داسې سړي ته دې وسپاري چې د دې کار دپاره ټاکل شوی وي. ۲۲ کله چې هغه سړی هغه سېرلی په دښته کې خوشې کړي، نو هغه سېرلی به د هغوی ټول ګناهونه د خپل ځان سره یو شاړ ځای ته یوسي.
۲۳ بیا دې هارون سپېڅلې خېمې ته ورننوځي او د کتان هغه کالي چې ډېر سپېڅلي ځای ته د ورننوتلو څخه مخکې یې اغوستی ؤ، وباسي او هلته دې پرېږدي. ۲۴ هغه به په یو سپېڅلي ځای کې غسل وکړي او خپل عادي کالي به واغوندي. بیا به هغه دباندې راووځي او یوه سوځېدونکې نذرانه به د ځان او یوه د قوم دپاره قرباني کړي، د دې په خاطر چې د خپل ځان او د هغوی دپاره کفاره ادا کړي. ۲۵ همدارنګه هغه به د قربانۍ په ځای باندې د حیوان وازګه چې د ګناه د نذرانې دپاره ده، وسوځوي. ۲۶ هغه سړی چې سېرلی یې په دښته کې عزازیل ته ورپرېښود، باید کمپ ته د بېرته راتګ څخه مخکې خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي. ۲۷ هغه غویی او سېرلی چې د ګناه د نذرانو دپاره ورڅخه کار واخیستل شو او د هغو وینه د کفارې د ادا کولو دپاره ډېر سپېڅلي ځای ته راوړل شوه، باید د کمپ څخه دباندې یووړل شي. د هغو پوستکي، غوښه او خوشایي دې وسوځول شي. ۲۸ کوم سړی چې هغه سوځوي باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي، له هغې وروسته هغه کمپ ته ننوتلی شي.
۲۹ په لاندېنیو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي. د اوومې میاشتې په لسمه ورځ تاسو ټول اسراییلیان او هغه پردي خلک چې ستاسو په منځ کې اوسیږي، باید روژه ونیسئ او هېڅ کار باید ونه کړئ، ۳۰ ځکه چې په دې ورځ به ستاسو د پاکولو دپاره کفاره ادا شي. بیا به تاسو د څښتن په حضور کې د خپلو ټولو ګناهونو څخه پاک شئ. ۳۱ دا به د سبت په شان د ارام کولو سپېڅلې ورځ وي، په دې ورځ باید تاسو روژه ونیسئ. په دغو مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي. ۳۲ هغه کاهن چې مسح شوی وي او د خپل پلار په ځای د لوی کاهن په توګه وقف شوی وي، هغه دې کفاره ادا کړي. هغه دې د کتان سپېڅلي کالي واغوندي ۳۳ او دا مراسم دې سرته ورسوي د دې په خاطر چې ډېر سپېڅلی ځای، د سپېڅلې خېمې پاتې برخې او د قربانۍ ځای پاک کړي او د کاهنانو او ټول قوم دپاره کفاره ادا کړي. ۳۴ د اسراییلیانو د ټولو ګناهونو دپاره دې په کال کې یوځل کفاره ادا شي. په دې مقرراتو باندې دې د تل دپاره عمل وشي.»
نو څنګه چې څښتن موسی ته امر کړی ؤ، هماغسې وشول.