د لاویانو کتاب

اوولسم فصل

د وینې خوړل حرام دي

۱ څښتن موسی ته امر وکړ ۲ چې هارون او د هغه زامنو او د اسراییلو ټول قوم ته لاندېني حکمونه ورکړي. ۳‏-۴ که د اسراییلو څخه یو څوک یو غویی یا یو وری یا یوه وزه څښتن ته د نذرانې په توګه د سپېڅلې خېمې د دروازې د خولې څخه پرته په بل هرځای کې حلال کړي، هغه به شریعت مات کړی وي. هغوی وینه تویه کړې ده او د خدای د قوم څخه باید وشړل شي. ۵ د دې حکم معنی دا ده چې د اسراییلو خلک به له همدې وخت څخه څښتن ته هغه حیوانات راوړي چې په صحرا کې یې حلالول. هغوی باید هغه کاهن ته د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راولي او د سلامتۍ د نذرانو په توګه دې قرباني کړي. ۶ کاهن دې د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې هغه وینه د څښتن د قربانۍ په ځای باندې وشیندي او وازګه دې وسوځوي چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. ۷ د اسراییلو قوم باید نور په صحرا کې د هغو پېریانو دپاره قرباني ونه کړي چې د سېرلیو په شان ښکاري او په دې کار سره دې د څښتن سره بې وفایي نه کوي. د اسراییلو قوم باید تل ترتله په دې حکم باندې عمل وکړي.

۸ که چېرې کوم اسراییلی یا پردی کس چې د دوی په منځ کې اوسیږي، سوځېدونکې نذرانه یا کومه بله قرباني ۹ څښتن ته د نذرانې په توګه د سپېڅلې خېمې د دروازې د خولې څخه پرته په بل هرځای کې وړاندې کړي، د خدای د قوم څخه به وشړل شي.

۱۰ که چېرې کوم اسراییلی یا هغه پردی کس چې د دوی په منځ کې اوسیږي کومه وینه وخوري، څښتن وایي چې د هغه په خلاف به شي او د خپل قوم څخه به یې وشړي. ۱۱ د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی او څښتن هغه د اسراییلو قوم ته ورکړې ده، د دې په خاطر چې د قربانۍ په ځای باندې د ځان دپاره کفاره ادا کړي. همدا وینه ده چې د یو چا د ژوند دپاره کفاره ادا کوي. ۱۲ په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته ویلي دي چې نه به دوی او نه به هغه پردی کس چې د دوی په منځ کې اوسیږي، وینه وخوري.

۱۳ که چېرې کوم اسراییلی یا پردی کس چې د دوی په منځ کې اوسیږي، یو داسې حیوان یا مرغۍ ښکار کړي چې هغه حلال وي، باید د هغه وینه په ځمکه باندې تویه کړي او په خاورو باندې دې پټه کړي. ۱۴ د هر ژوندي شي ژوند په وینه کې دی، نو په دې خاطر څښتن د اسراییلو قوم ته ویلي دي چې باید د هېڅ یو ژوندي شي وینه ونه خوري. هرڅوک چې هغه وخوري، باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.

۱۵ هرڅوک، که هغه اسراییلی یا پردی وي د یو داسې حیوان غوښه وخوري چې په خپل مرګ باندې مړ شوی وي یا د وحشي حیواناتو له خوا وژل شوی وي، باید خپل کالي ووینځي او غسل دې وکړي. هغه به تر ماښامه پورې ناپاک وي، بیا به پاک شي. ۱۶ خو که چېرې هغه خپل کالي ونه وینځي او غسل ونه کړي، نو د خپلو بدو سزا به وویني.