Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «د اسراییلو د ټول قوم سره خبرې وکړه او ورته ووایه: سپېڅلي اوسئ، ځکه چې زه ستاسو څښتن خدای سپېڅلی یم. ۳ تاسو هر یو باید د خپل مور او پلار درناوی وکړئ او باید د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۴ ما مه پرېږدئ او د بتانو عبادت مه کوئ. د فلزاتو څخه خدایان مه جوړوئ او عبادت یې مه کوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۵ کله چې تاسو د سلامتۍ د نذرانې دپاره څښتن ته یو حیوان قرباني کوئ، هغه په یوې داسې طریقې سره قرباني کړئ چې زما له خوا قبوله شي. ۶ غوښه باید په هماغه ورځ چې قرباني کوئ وخورئ یا په راتلونکې ورځ. هرڅه چې تر درېمې ورځې پورې پاتې شي، باید وسوځول شي. ۷ که چېرې د هغې څخه لږه په درېمه ورځ وخوړل شي، هغه ناپاکه ده او دا نذرانه به قبوله نه شي. ۸ هرڅوک چې هغه وخوري، هغه به ګناهکار وي، ځکه چې هغه څه چې څښتن ته سپېڅلي دي، هغه یې عادي ګڼلي دي. هغه کس باید د خدای د قوم څخه وشړل شي.
۹ کله چې تاسو د خپلې ځمکې حاصلات لو کوئ، نو هغه د پټي تر غاړو پورې مه لو کوئ او هغه وږي چې د لو څخه پاتې شوي وي، هغه مه راټولوئ. ۱۰ خپل د انګورو باغ ته دوهم ځل مه ورځئ او هغه انګور مه راټولوئ چې رالوېدلي وي. هغه غریبانو او پردیو خلکو ته پرېږدئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۱۱ غلا مه کوئ. یو بل ته دروغ مه وایئ او یو بل مه غولوئ. ۱۲ زما په نوم په دروغو قسم مه خورئ او په دې ډول د خپل خدای نوم مه سپکوئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۱۳ خپل ګاونډی مه لوټوئ او هغه مه غولوئ. د یو مزدور اجوره حتی د یوې شپې دپاره هم مه ځنډوئ. ۱۴ کڼو خلکو ته ښکنځلې مه کوئ او د ړندو په مخکې داسې شی مه ږدئ چې هغوی ورباندې وښوییږي، زما څخه ووېرېږئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۱۵ عدالت تر پښو مه لاندې کوئ. د غریب طرفداري مه کوئ او د لویانو خاطر مه کوئ، خو د نورو سره په انصاف قضاوت وکړئ. ۱۶ د هېچا په اړه دروغ مه خپروئ او کله چې یو کس په محکمه کې په مرګ باندې محکوم وي، نو ښکاره خبرې وکړئ، کېدای شي چې ستاسو شاهدي د هغه سره مرسته وکړي. زه څښتن یم.
۱۷ د خپل ورور سره په خپل زړه کې کینه مه ساتئ. هغه په ښکاره د خپلې ګناه په خاطر ورټئ، ترڅو د هغه په ګناه کې شریک نه شئ. ۱۸ د خپلو خلکو څخه د بدل اخیستلو پسې مه ګرځئ. د هغوی څخه کرکه مه کوئ، خو د خپل ګاونډي سره د خپل ځان په شان مینه کوئ. زه څښتن یم.
۱۹ زما د فرمانونو څخه پیروي وکړئ. غیر همجنس کورني حیوانات د نسل د پیدا کولو دپاره سره مه یوځای کوئ. په خپل پټي کې دوه ډوله تخمونه مه کرئ. داسې کالي مه اغوندئ چې د دوو مختلفو جنسونو څخه جوړ شوي وي.
۲۰ که چېرې یو کس د یوې داسې وینځې سره چې هغه د بل کس سره کوژدن شوې وي زنا وکړي، که څه هم هغه بل کس د هغې د ازادېدلو په خاطر پیسې نه وي ورکړې، نو باید هغې وینځې او هغه کس ته چې د هغې سره یې زنا کړې وه، سزا ورکړل شي. خو هغوی دې ونه وژل شي، ځکه چې هغه ازاده شوې نه ده. ۲۱ هغه سړی به د تاوان د نذرانې په توګه یو پسه د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې څښتن ته راوړي. ۲۲ په هغه باندې به کاهن د څښتن په حضور کې د هغه د ګناه په خاطر کفاره ادا کړي او د هغه ګناه به وبخښل شي.
۲۳ کله چې تاسو د کنعان خاورې ته ورننوځئ او د مېوې یوه ونه وکرئ، هغه مېوه د لومړنیو درېو کلونو دپاره حرامه وګڼئ. په دې موده کې تاسو باید هغه مېوه ونه خورئ. ۲۴ په څلورم کال به هغه ټوله مېوه ما یعنې څښتن ته د شکرګزارۍ په خاطر وقف شي. ۲۵ خو په پنځم کال به هغه مېوه تاسو ته حلاله وي. که چېرې تاسو دا ټول کارونه وکړئ، ستاسو ونې به زیاته مېوه ونیسي. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۲۶ داسې غوښه مه خورئ چې وینه په کې وي. فال مه ګورئ او کوډې مه کوئ. ۲۷ د خپلو شقیقو ویښتان مه خرایئ او ږیره مه لنډوئ. ۲۸ د مړي په غم کې خپل بدنونه مه غوڅوئ او خالونه ورباندې مه جوړوئ. زه څښتن یم.
۲۹ د خپلو لورګانو څخه بدلمنې مه جوړوئ او هغوی مه شرموئ. که داسې وکړئ، نو دا خاوره به په بدلمنۍ بدله شي او د بدکارۍ څخه به ډکه شي. ۳۰ د سبت د ورځې څخه پیروي وکړئ او د هغه ځای درناوی وکړئ چې زما عبادت په کې کیږي. زه څښتن یم.
۳۱ هغو خلکو ته مه ورځئ چې هغوی دعوه کوي چې دوی کولای شي د مړو سره خبرې وکړي. همدارنګه د فال کتونکو پسې مه ګرځئ، ځکه چې د هغوی په وسیله به تاسو ناپاک شئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۳۲ د سپین ږیرو په مخکې پاڅېږئ، د مشرانو درناوی کوئ او زما څخه وېرېږئ. زه څښتن یم.
۳۳ د هغو پردیو خلکو سره بد چلند مه کوئ چې ستاسو په خاوره کې اوسیږي. ۳۴ د هغوی سره د یو اسراییلي په شان چلند وکړئ او د خپلو ځانونو په شان ورسره مینه وکړئ. دا یاد ساتئ چې تاسو هم یو وخت د مصر په خاوره کې پردي وئ. زه ستاسو څښتن خدای یم.
۳۵ کله چې تاسو یو شی اندازه کوئ یا هغه وزن کوئ، نو غلطي په کې مه کوئ او هېڅوک مه غولوئ. ۳۶ د سمو ترازوګانو، سمو وزنونو او سمو اندازو څخه کار اخلئ. زه ستاسو څښتن خدای یم او ما تاسو د مصر څخه راوویستلئ.
۳۷ زما د ټولو فرمانونو او قوانینو څخه پیروي کوئ. زه څښتن یم.»