Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ مالِک خُدائ د خپلې حضورۍ د خېمې نه موسىٰ ته آواز وکړو او دا اصُول يې ورته وښودل. ۲ هر کله چې اِسرائيليان خپلې قربانۍ پېش کوى نو دا اصُول به ياد ساتى، چې کله يو کس د يو ځناور قربانى پېش کوى، نو هغه به د سوزېدونکې نذرانې دپاره ګډ يا چېلے راولى. ۳ کۀ هغه خپل څاروے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې د رمې نه يو نر څاروے راولى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. هغه دې دا د مالِک خُدائ د حضور مقدسې خېمې د دروازې په خولۀ کښې حاضر کړى، نو مالِک خُدائ به دا قبول کړى. ۴ هغه کس به خپل لاس ورله په سر کېږدى او دا به ترې نه په قربانۍ کښې قبول کړے شى او دا به د هغۀ دپاره کفاره شى. ۵ هغه به هلته غوَيے حلال کړى او د هارون د خاندان اِمامان به مالِک خُدائ ته هغه وينه پېش کړى او چې د خېمې د دروازې په خولۀ کښې کومه قربانګاه ده د هغې څلورو واړو طرفونو ته دې وشيندى. ۶ بيا به د هغه ځناور نه څرمن وباسى او حِصې حِصې به يې کړى، ۷ او اِمامان به په قربانګاه باندې لرګى سم کېږدى او په لرګو به اور بل کړى. ۸ هغوئ به د ځناور حِصې، سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. ۹ د هغه ځناور کولمې او پتُونان دې ووينځلے شى او اِمام به دا هر څۀ په قربانګاه باندې وسوزوى، ځکه چې په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۰ کۀ هغه کس د ګډو يا د چېلو د رَمې نه څۀ پېش کوى، نو هغه دې خامخا نر وى چې هيڅ عېب په کښې نۀ وى. ۱۱ هغه به دا د قربانګاه په شمالى طرف حلالوى او د هغې وينه به اِمامان د قربانګاه څلورو واړو طرفونو ته وشيندى. ۱۲ چې کله هغه کس دا حِصې حِصې کړى، نو اِمامان به د دې ټولې حِصې سره د سر او وازګې په اور باندې کېږدى. ۱۳ هغه کس به د دې کولمې او پتُونان په اوبو ووينځى او اِمام به دا قربانى مالِک خُدائ ته پېش کړى او په قربانګاه باندې به يې ټوله وسوزوى. په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۴ کۀ څوک يو مارغۀ د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى، نو هغه دې يوه ګوګوشتکه يا کونتره وى. ۱۵ اِمام به دا په قربانګاه باندې پېش کړى، د هغې څټ به تاو کړى او سر به يې په قربانګاه باندې وسوزوى او د هغې وينه دې د قربانګاه په اړخ باندې وڅڅولے شى. ۱۶ هغه دې د دې ججُوره او په ججُوره کښې چې څۀ وى هغه دې لرې کړى او دا دې د قربانګاه نمرخاتۀ طرف ته وغورزوى چرته چې ايرې اچولے شى. ۱۷ هغه دې دا مارغۀ د وزرو نه ونيسى او داسې دې په مينځ دوه ټوټې شى چې وزر ترې نه بېل نۀ شى. او هغه دې دا ټول په قربانګاه باندې وسوزوى، په اور سوزېدونکې د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى.