د لاویانو کتاب

څلورم فصل

په سهوې سره د شویو ګناهونو دپاره نذرانه

۱ څښتن موسی ته وویل: ۲ «اسراییلیانو ته ووایه: کله چې څوک ګناه کوي او په سهوې سره د څښتن حکمونه ماتوي، هغه باید دا لاندېني اصول مراعت کړي.

۳ که چېرې لوی کاهن ګناه وکړي او په دې ډول قوم ګناهکار کړي، هغه به یو داسې خوسی وړاندې کوي چې کوم عیب په کې نه وي او د خپلې ګناه دپاره به یې څښتن ته قرباني کوي. ۴ هغه دې خوسی د سپېڅلې خېمې د دروازې خولې ته راولي، خپل لاس دې د هغه په سر باندې کېږدي او د څښتن په حضور کې دې هلته حلال کړي. ۵ بیا به لوی کاهن د خوسي د وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته به یې یوسي. ۶ هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او لږه وینه دې واخلي او اووه ځلې دې د څښتن په حضور کې د سپېڅلي ځای د پردې مخې ته وشیندي. ۷ بیا به کاهن لږه وینه په خېمه کې د خوشبویۍ د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د خېمې د دروازې په خوله کې د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړي. ۸ هغه به د دې خوسي څخه ټوله وازګه واخلي، یعنې هغه وازګه چې په کولمو باندې پرته وي، ۹ پښتورګي د هغې وازګې سره چې دپاسه ورباندې پرته وي او د اینې ډېره ښه برخه، ۱۰ لکه څنګه چې وازګه د خوسي څخه چې د سلامتۍ د نذرانې په توګه قرباني کیږي، لېرې کیږي. بیا به کاهن هغه سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي. ۱۱ خو هغه به د هغه پوستکی، ټوله غوښه، سر، پښې او د هغه د نس دنننۍ برخې د خوشایو سره واخلي، ۱۲ هغه به ټول د کمپ څخه دباندې پاک ځای ته چېرته چې ایرې غورځول کیږي یوسي او هلته به یې د لرګیو په اور باندې وسوځوي.

۱۳ که چېرې د اسراییلو ټول قوم په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغوی به ګناهکار وګڼل شي. ۱۴ کله چې هغوی په خپله ګناه پوه شي، باید د ګناه د نذرانې په توګه یو خوسی راولي او د سپېڅلې خېمې په مخکې دې هغه وړاندې کړي. ۱۵ د قوم مشران دې خپل لاسونه د خوسي په سر باندې کېږدي او خوسی دې د څښتن په حضور کې حلال شي. ۱۶ بیا دې لوی کاهن د خوسي د وینې څخه لږه وینه واخلي او دننه خېمې ته دې یوسي. ۱۷ هغه دې خپله ګوته په وینه کې غوټه کړي او هغه دې د څښتن په حضور کې اووه ځلې د پردې مخې ته وشیندي. ۱۸ بیا دې لوی کاهن لږه وینه په سپېڅلې خېمه کې د څښتن په حضور کې د خوشبویۍ د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې وسولوي. هغه به پاتې وینه د سپېڅلې خېمې د دروازې په خوله کې د سوځېدونکې نذرانې د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړي. ۱۹ بیا به هغه د خوسي ټوله وازګه لېرې کړي او د قربانۍ په ځای باندې به یې وسوځوي. ۲۰ هغه به د دې خوسي سره هماغسې کار وکړي لکه څنګه چې د ګناه د نذرانې د خوسي سره یې کړی ؤ. په دې ډول به کاهن د قوم دپاره کفاره ادا کړي او هغوی به وبخښل شي. ۲۱ بیا به هغه خوسی د کمپ څخه دباندې یوسي او وبه یې سوځوي، لکه څنګه چې هغه خوسی یې سوځولی ؤ چې د هغوی د ګناه دپاره وړاندې شوی ؤ. دا هغه نذرانه ده چې د ټول قوم د ګناه د لېرې کولو دپاره ده.

۲۲ کله چې یو مشر په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه به ګناهکار وګڼل شي. ۲۳ کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، باید د خپلې نذرانې په توګه یو داسې سېرلی راولي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲۴ هغه دې خپل لاس د سېرلي په سر باندې کېږدي او په هغه ځای کې دې حلال کړي چې د څښتن په حضور کې د سوځېدونکې نذرانې دپاره حیوانات حلالیږي. دا د ګناه نذرانه ده. ۲۵ بیا دې کاهن د هغه سېرلی د وینې څخه په خپله ګوته باندې لږه وینه راواخلي او د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې دې وسولوي. پاتې وینه به د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړي. ۲۶ بیا دې هغه دا ټوله وازګه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي لکه څنګه چې هغه د سلامتۍ د نذرانې وازګه وسوځوله. په دې ډول به کاهن د هغه مشر د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۲۷ که چېرې کوم عادي کس په سهوې سره ګناه وکړي او د څښتن د حکمونو څخه کوم حکم مات کړي، نو هغه به ګناهکار وګڼل شي. ۲۸ کله چې هغه د خپلې ګناه څخه خبر کړای شي، باید د خپلې نذرانې په توګه یوه داسې وزه راولي چې کوم عیب په کې نه وي. ۲۹ هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوځېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي. ۳۰ بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړي. ۳۱ هغه به د وزې ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه د قربانۍ په ځای باندې وسوځوي چې بوی یې په څښتن باندې ښه لګیږي. په دې ډول به کاهن د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.

۳۲ که چېرې هغه د خپلې ګناه د نذرانې په توګه یوه مېږه راولي، هغه باید داسې مېږه وي چې کوم عیب په کې نه وي. ۳۳ هغه دې خپل لاس د هغې په سر باندې کېږدي او د سوځېدونکې نذرانې په ځای کې دې حلاله کړي. ۳۴ بیا دې کاهن په خپله ګوته باندې د هغه حیوان لږه وینه راواخلي او د قربانۍ د ځای په ښکرونو باندې دې وسولوي او پاتې وینه دې د قربانۍ د ځای په بېخ کې تویه کړي. ۳۵ بیا به د هغې څخه ټوله وازګه لېرې کړي، لکه څنګه چې د سلامتۍ د نذرانې د پسه یا مېږې څخه لېرې کیږي او کاهن به هغه د قربانۍ په ځای باندې د هغو نذرانو سره یوځای وسوځوي چې څښتن ته تیاریږي. په دې ډول به کاهن د هغه کس د ګناه دپاره کفاره ادا کړي او هغه به وبخښل شي.