0:00 / 0:00

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

يوولسم باب

دَ دُعا په حق کښے تعليم

متى ۶ :  ۹ ـ ۱۳‏،۷ :  ۷ ـ ۱۱

۱داسے وشول چه عيسىٰ په يو ځائے کښے دُعا کوله. هغۀ چه دُعا خلاصه کړه نو دَ هغۀ په مُريدانو کښے يو تن ورته ووئيل، ”مالِکه! مُونږ ته دَ دُعا چل وښايه لکه څنګه چه يحيىٰ خپلو مُريدانو ته ښودلى وُو.“

۲عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هر کله چه تاسو دُعا کوئ نو داسے وايئ : 

اَئے پلاره!

ستا نُوم دِ پاک شى اَؤ ستا بادشاهى دِ راشى.

۳زمُونږ دَ هرے ورځے رزق مُونږ له راکړے.

۴اَؤ مُونږ ته زمُونږ ګُناهُونه وبخښے،

ځکه چه مُونږ هم خپل قصُور وار بخښُو،

اَؤ مُونږ په آزميښت کښے مه اچوه.“

۵بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”فرض کړئ چه په تاسو کښے دَ يو سړى يو ملګرے وى څوک چه په نيمه شپه کښے ورله راشى اَؤ ورته ووائى زما ملګريه! ما له درے ډوډئ پور راکړه. ۶ځکه چه زما يو ملګرے دَ سفر نه راغلے دے اَؤ ما کره هغۀ ته دَ ورکولو دَ پاره هيڅ نِشته. ۷اَؤ هغه ورته دَ ننه نه په جواب کښے ووائى چه ما مه تنګوه! دَ شپے له کبله ورُونه بند دى اَؤ زما بچى اَؤ مُونږ ملاست يُو اَؤ زَۀ تا ته دَ څۀ درکولو دَ پاره نۀ شم پاڅيدلے. ۸زَۀ تاسو ته وايم، که چرے دَ دوستئ له مخه ورله څۀ ورنۀ کړى خو دَ هغۀ دَ سوالُونو دَ شرمه به هغه پاڅى اَؤ هغۀ له به هر څۀ ورکړى. ۹اَؤ دغه شان زَۀ تاسو ته وايم چه وغواړئ نو تاسو ته به درکړے شى، ولټوئ نو تاسو به ئے ومُومئ، وډبوئ اَؤ دروازه به درته لرے کړے شى. ۱۰ځکه چه هر څوک چه وغواړى، هغه ئے آخلى اَؤ څوک ئے چه لټوى، هغه ئے مُومى اَؤ څوک چه ور ټکوى، هغۀ ته دروازه بيرته کيږى. ۱۱په تاسو کښے داسے يو پلار هم شته چه زوئے ترے نه ماهى وغواړى اَؤ دَے ورله مار ورکړى؟ ۱۲اَؤ يا چه هغه اګئ وغواړى نو دَئے ورله لړم ورکړى؟ ۱۳ځکه چه که تاسو هر څومره بد يئ خو په دے پوهيږئ چه خپلو بچو له ښۀ څيزُونه ورکړئ نو ستاسو آسمانى پلار به څومره زيات هغوئ ته رُوحُ القُدس ورکړى چه څوک ئے غوښتنه کوى!“

عيسىٰ اَؤ بعلزبول

متى ۱۲ :  ۲۲ ـ ۳۰، مرقوس ۳ :  ۲۰ ـ ۲۷

۱۴عيسىٰ دَ يو داسے سړى نه پيرے لرے کړو چه هغه چاړا وو اَؤ هر کله چه دغه پيرے ووتو نو هغه چاړا سړے په خبرو شو. خلق په دے حيران شول، ۱۵خو ځنو پکښے ووئيل چه ”دَئے خو دَ پيريانو دَ سردار بعلزبول په مدد پيريان وباسى.“

۱۶اَؤ نورو دَ آزميښت په طور ترے نه څۀ آسمانى نخښه وغوښتله. ۱۷خو هغه دَ هغوئ په نيتُونو پوهيدو اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”په هره بادشاهئ کښے چه دَ ننه مُخالفت را اُوچت شى نو هغه برباديږى اَؤ په بے اِتفاقئ کور ړنګيږى. ۱۸هم دغه شان که چرے شيطان دَ خپل ځان نه خلاف شى نو بادشاهى به ئے څنګه پاتے شى؟ اَؤ لکه چه تاسو وايئ چه زَۀ دَ بعلزبول په مدد پيريان وباسم، ۱۹نو که چرے زَۀ دَ بعلزبول په مدد پيريان وباسم نو ستاسو زامن ئے دَ چا په مدد وباسى؟ ځکه هم هغوئ به ستاسو مُنصفان شى ۲۰خو که چرے زَۀ دَ خُدائے په قُدرت پيريان وباسم نو بيا پوهه شئ چه دَ خُدائے بادشاهى تاسو ته نزدے ده.

۲۱هر کله چه يو زورَور وسله کړے سړے دَ خپل کور ساتنه کوى نو دَ هغۀ کور به په حفاظت وى. ۲۲خو هر کله چه دَ هغۀ نه زيات زورَور سړے په هغۀ راشى اَؤ دَئے دَ قابو لاندے کړى نو هغه دَ هغۀ وسله واخلى چه دَ دَۀ پرے توکل وى اَؤ هر څۀ ئے تالا کړى اَؤ دَ لُوټ مال ئے وويشى.

۲۳هغه څوک چه ماسره نۀ دے، زما مخالف دے اَؤ څوک چه ئے زما سره نۀ جمع کوى نو هغه ئے تالاترغه کوى.

دَ يو پيرى واپس راتلل

متى ۱۲ :  ۴۳ ـ ۴۵

۲۴هر کله چه دَ بنى آدم نه يو پيرے راوزى نو هغه په صحراګانو کښے ناقلاره ګرځى اَؤ دَ آرام ځائے لټوى اَؤ هر کله چه هغه داسے ځائے ونۀ مُومى نو وائى چه ځه يره هغه کورته به لاړ شم چه دَ کُوم نه راوُتے يم. ۲۵دغه شان هغه بيرته لاړ شى اَؤ هغه کور صفا اَؤ جارُو کړے بيا مُومى. ۲۶بيا دَئے لاړ شى اَؤ دَ ځان سره نور اُووۀ پيريان دَ ځانه زيات خراب راولى اَؤ هغه ټول راشى، ورننوزى اَؤ هلته ديره شى اَؤ په آخر کښے دَ هغه سړى حال دَ اول نه هم زيات خراب شى.“

دَ رښتُونى برکت

۲۷هر کله چه عيسىٰ دا خبره کوله په ګڼه کښے يوے ښځے چغے کړے، ”بختوره ده هغه ګيډه چه تۀ په کښے پاتے شوے ئے اَؤ هغه سينه بختوره ده چه تا ورودله!“

۲۸نو هغۀ جواب ورکړو، ”نه، بختور هغه دے څوک چه دَ خُدائے کلام آؤرى اَؤ پرے عمل کوى!“

نخښه غوښتل

متى ۱۲ :  ۳۸ ـ ۴۲

۲۹هر کله چه خلق عيسىٰ ته راټوليدل نو هغۀ داسے ووئيل، ”دا يوه بده پيړئ ده! دوئ نخښه غواړى خو يکى يوه نخښه چه دوئ ته ورکيدے شى، هغه دَ يُونس نخښه ده. ۳۰لکه څنګه چه يُونس دَ نينيوا دَ خلقو دَ پاره نخښه شو، دغه شان به اِبن آدم دَ دے پيړئ دَ پاره نخښه شى. ۳۱اَؤ هر کله چه به دَ قيامت په ورځ دَ سهيل مَلِکه دَ دے پيړئ دَ خلقو په خلاف ګواهى کوى اَؤ دوئ به مُجرمان ثابت کړى، ځکه چه هغه خو دَ سليمان دَ حِکمت دَ آؤريدو دَ پاره دَ دُنيا دَ بل سر نه راغلے وه، اَؤ چه دلته دے، هغه دَ سليمان نه هم ډير لوئے دے. ۳۲دَ نينيوا خلق به هم دَ دے زمانے دَ خلقو سره دَ قيامت په ورځ ودريږى اَؤ دا پيړئ به مُجرمه ثابته کړى ځکه چه هغوئ دَ يُونس په وعظ توبه ګار شول، اَؤ څوک چه دلته دے، هغه دَ يُونس نه هم ډير لوئے دے.

دَ وجُود رڼا

متى ۵ :  ۱۵، ۶ :  ۲۲ ـ ۲۳

۳۳هيڅوک هم ډيوه په دے غرض نۀ بلوى چه دَ اوږى دَ لاندے ئے کړى خو دَ دے دَ پاره چه په ډيوټ ئے کيږدى چه هر راتلُونکے سړے رڼا ليدے شى. ۳۴ستا دَ وجود ډيوه ستا سترګه ده. هر کله چه ستا سترګه جوړه وى نو ستا ټول وجُود به هم رڼا وى. هر کله چه سترګه خرابه وى نو ستا په وجُود کښے به تورتم وى. ۳۵نو بيا پام کوه چه کُومه رڼا په تا کښے ده چه هغه تور تم نۀ وى ۳۶که چرے ستا په ټول وجُود کښے رڼا وى اَؤ يو اَندام هم په تورتم کښے نۀ وى نو درته به داسے رڼا وى لکه چه يوه ډيوه ستا په وړاندے بليږى.“

دَ فريسى اَؤ دَ شرعے عالم ملامتول

متى ۲۳ :  ۱ ـ ۳۶، مرقوس ۱۲ :  ۳۸ ـ ۴۰

۳۷هر کله چه عيسىٰ خبرے ختمے کړے نو يو فريسى هغه ډوډئ ته وبللو. هغه دَ ننه ورغے اَؤ کښيناستو. ۳۸فريسى په دے ليدو حيران شو کله چه هغه دَ ناوينځلو لاسُونو سره خوراک ته کښيناستو. ۳۹خو مالِک هغۀ ته ووئيل، ”تاسو فريسيان دَ کنډول اَؤ رکابئ تش بهر مخ وينځئ خو دَ ننه تاسو دَ حرص اَؤ بد کارئ نه ډک يئ. ۴۰اَئے کم عقلو! چا چه بهرنئ حصه جوړه کړے ده، آيا هغۀ دَ ننه حِصه نۀ ده جوړه کړے څۀ؟ ۴۱خو ځئ، هر څۀ چه په کښے دى هغه دِ خيراتى ورکړے شى. ګورئ، هر څۀ ستاسو دَ پاره پاک دى.

۴۲اَئے فريسيانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو دَ باغ دَ ويلنى اَؤ سپيلنى اَؤ دَ هر قِسم سبزئ عُشر خو ورکوئ خو نۀ دَ اِنصاف خيال ساتئ اَؤ نۀ درسره دَ خُدائے مينه شته. په اصل کښے په کار دا وُو چه تاسو په دے هم عمل کولے اَؤ هغه مو هم نۀ پريښولے.

۴۳اَئے فريسيانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ خوښوئ اَؤ په بازارُونو کښے په سلامُونو خوشحاليږئ. ۴۴اَفسوس! چه تاسو دَ هغه قبرُونو په شان يئ چه نخښه ئے نۀ معلُوميږى اَؤ خلق پرے په بے خيالئ کښے دَ پاسه ګرځى.“

۴۵دَ دے په جواب کښے يو دَ شرعے عالم ووئيل، ”اُستاذه! تۀ چه داسے خبرے کوے نو دا زمُونږه سپکاوے کوے.“ ۴۶عيسىٰ ورته ووئيل، ”بے شکه دَ شرعے عالمانو! ستاسو هم دغه حال دے! ځکه چه تاسو په خلقو بے اندازے بوج وراچوئ ولے په خپله دَ دے دَ اُوچتولو دَ پاره يوه ګوته قدرِ هم نۀ وروړئ. ۴۷اَفسوس چه تاسو دَ هغه نبيانو ګنبدُونه جوړوئ چه ستاسو پلارُونو نيکُونو وژلى وُو. ۴۸اَؤ تاسو په خپله دَ خپلو پلارُونو نيکُونو په کارُونو ګواهى کوئ، هغوئ قتلونه وکړل اَؤ تاسو پرے ګنبدُونه جوړ کړل.

۴۹ځکه خو دَ خُدائے حِکمت وئيلى دى چه زَۀ به نبيان اَؤ رسولان درليږم اَؤ په دوئ کښے به ځنى ربړولے شى اَؤ ځنى به ووژلے شى. ۵۰دغه شان به دَ دُنيا دَ پيدايښت نه دَ ټولو نبيانو دَ توئے شوو وينو جواب دَ دے پيړئ نه وغوښتلے شى، ۵۱دَ هابيل دَ وينے نه دَ زکرياه تر وينے پورے څوک چه دَ قُربانګاه اَؤ دَ خُدائے دَ کور دَ کوټے په مينځ کښے ووژلے شو. زَۀ تاسو ته وايم چه دا پيړئ به دَ دے ټولو جواب ورکوى.

۵۲اَئے دَ شرعے عالمانو! په تاسو دِ اَفسوس وى! تاسو دَ عِلم کُنجيانے قبضه کړى دى، تاسو په خپله هم داخل نۀ شوئ اَؤ څوک چه داخليدل، هغه مو هم نۀ پريښول!“

۵۳کله چه عيسىٰ دَ کوره بهر شو نو فريسيانو اَؤ دَ شرعے عالمانو دا کوشِش وکړو چه سخت ټيل جوړ کړى اَؤ دَ دَۀ نه بے واره بے واره تپوسُونه وکړى. ۵۴اَؤ په دے اِنتظار وُو چه هغه په خپلو خبرو کښے راګير کړى.