0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

دولسم باب

د منافقت خلاف خبردارے

۱ په دې دوران کښې د زرګونو خلقو ګڼه جوړه شوې وه او داسې ټيل جوړ شوے وو چې خلقو يو بل د پښو لاندې کول. نو عيسىٰ اول خپلو مريدانو ته خبرې شروع کړې چې، ”د فريسيانو د خمبيرې نه ځان ساتئ. زما مطلب د هغوئ د منافقت نه دے. ۲ داسې يو پټ څيز نشته چې هغه به ښکاره نۀ شى او نۀ داسې پټ راز شته چې هغه به ښکاره نۀ شى. ۳ نو هر هغه څۀ چې تاسو په تيارۀ کښې وايئ، هغه به په رڼا ورځ واورېدلے شى او هغه څۀ چې تاسو په بندو کمرو کښې يو بل ته په غوږ کښې وئيلى دى، هغه به د چت نه په چغه واورولے شى.

د چا نه يرېدل

۴ اے دوستانو، زۀ تاسو ته دا وايم، د هغه چا نه مۀ يرېږئ څوک چې ستاسو بدن وژنى خو د مرګ نه پس نور تاسو سره هيڅ نۀ شى کولے. ۵ خو زۀ به تاسو خبردار کړم چې د چا نه يره په کار ده. د هغه چا نه يرېږئ څوک چې د وژلو نه پس دوزخ ته د اچولو طاقت هم لرى. آو، زۀ تاسو ته وايم چې د هم هغۀ نه يره کوئ. ۶ ولې پينځۀ چڼچڼې په دوو پېسو نۀ خرڅيږى څۀ؟ او خُدائ پاک بيا هم په دوئ کښې يوه هم نۀ هېروى. ۷ خو ستاسو د سر ټول وېښتۀ هم شمېرلے شوى دى. نو بيا مۀ يرېږئ، تاسو د بې‌شمېره چڼچڼو نه زيات قيمتى يئ.

د خلقو په وړاندې د حضرت عيسىٰ اِقرار

۸ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې هر هغه څوک چې د خلقو په وړاندې زما اِقرار وکړى نو اِبن آدم به هم د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې د هغۀ اِقرار وکړى. ۹ خو څوک چې د خلقو په وړاندې زما نه اِنکار کوى نو د خُدائ پاک د فرښتو په وړاندې به د هغۀ نه اِنکار وشى. ۱۰ هر هغه څوک چې د اِبن آدم په خلاف څۀ خبره وکړى نو هغه به وبخښلے شى، خو څوک چې د روحُ القُدس په خلاف کُفر ووائى نو هغه به معاف نۀ کړے شى. ۱۱ کله چې تاسو د عبادتخانو او د حاکمانو او د اختيار د خاوندانو په وړاندې د عدالت دپاره ودرولے شئ نو په دې وخت کښې اندېښنه مۀ کوئ چې تاسو به د دوئ په وړاندې په خپله صفائى کښې څۀ وايئ. ۱۲ ځکه چې روحُ القُدس به هغه ساعت تاسو ته وښائى چې څۀ وئيل په کار دى.“

د نادانه مالدار مِثال

۱۳ په ګڼه کښې يو سړى عيسىٰ ته ووئيل، ”اُستاذه، زما ورور ته ووايه چې زما سره د ميراث تقسيم وکړى.“ ۱۴ هغۀ جواب ورکړو چې، ”وروره، زۀ چا ستاسو منصف او ثالث مقرر کړے يم؟“ ۱۵ بيا هغۀ خلقو ته وفرمائيل، ”خبردار شئ. د هر قِسم حرص نه ځان ساتئ ځکه چې د بنى آدم ژوند په ډېر مال دولت پورې تړلے نۀ دے.“ ۱۶ او بيا ورته عيسىٰ دا مِثال پېش کړو چې، ”يو مالداره سړے وو چې په زمکه کښې يې ښۀ فصل وشو. ۱۷ هغۀ د ځان سره ووئيل، ما ته څۀ کول پکار دى؟ ما سره خو دومره ځائ هم نشته چې دا غله په کښې انبار کړم. ۱۸ بيا هغۀ ووئيل چې زۀ به داسې وکړم چې خپلې خمبې به ونړوم او لوئې به يې جوړې کړم او په هغې کښې به خپله ټوله غله او نور مال دولت سمبال کړم. ۱۹ او بيا به خپل ځان ته ووايم، سړيه، ډېر څيزونه دې جمع کړل چې د ډېرو کالونو پورې ستا دپاره کافى دى، اوس په آرام ژوند کوه، خوره څښه او خوشحاله ګرځه. ۲۰ خو خُدائ پاک هغۀ ته وفرمائيل، اے کم عقله. هم په دې شپه به دې ساه وخېژى. او تا چې کوم مال دولت راجمع کړو، دا به اوس د چا شى؟ ۲۱ دا د هغه چا مِثال دے چا چې د خپل ځان دپاره مال دولت راجمع کړو، خو دے د خُدائ پاک په نزد مالداره نۀ دے.“

اندېښنې مۀ کوئ

۲۲ بيا هغۀ خپلو مريدانو ته وفرمائيل، ”ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې د خپل ژوندون دپاره دا اندېښنې مۀ کوئ چې، څۀ به خورو يا څۀ به اغوندو. ۲۳ ځکه چې ژوندون د روټۍ او بدن د جامو نه بهتر دے. ۲۴ کارغانو ته وګورئ، دوئ نۀ خو کَرى او نۀ رېبى، نۀ خو د دوئ ذخيرې شته، نۀ خمبې، خو بيا هم خُدائ پاک هغوئ له رزق ورکوى. نو بيا تاسو هغۀ ته د مارغانو په نسبت ډېر اهم يئ. ۲۵ په تاسو کښې داسې څوک شته چې هغه په اندېښنو خپل ژوند يو ساعت قدرې زيات کړى؟ ۲۶ کۀ چرې تاسو دا معمولى کار قدرې هم نۀ شئ کولے نو بيا نورو اندېښنو ولې اخستى يئ؟ ۲۷ ځنګلى ګلونو ته خو لږ خيال وکړئ، نۀ خو هغوئ خوارى کوى او نۀ ځان دپاره جامې جوړوى خو زۀ تاسو ته دا وايم چې سليمان چرې هم سره د خپل ټول شان او شوکت د دې ګلونو په شان ښائسته جامې اچولې نۀ وې. ۲۸ خو کۀ چرې خُدائ پاک د پټو واښو ته داسې جامې ورکوى، کوم چې نن شته او سبا په تنور کښې غورزولے شى، نو ولې هغه به بيا تاسو له ښکلې جامې درنۀ کړى څۀ؟ اے د کم ايمان خاوندانو. ۲۹ نو ځکه تاسو د خوراک څښاک پسې منډې مۀ وهئ، تاسو د دې څيزونو اندېښنه مۀ کوئ. ۳۰ ځکه چې د دُنيا نور قومونه په دې څيزونو پسې په منډه دى خو ستاسو پلار د مخکښې نه ستاسو د حاجتونو نه ښۀ خبر دے. ۳۱ خو تاسو د هر څۀ نه اول د هغۀ د بادشاهۍ په لټون کښې شئ نو بيا به هغه ستاسو ټول حاجتونه پوره کړى. ۳۲ اے وړې قبيلې. مۀ يرېږئ. ځکه چې ستاسو د پلار دا خوښه ده چې تاسو له بادشاهى درکړى. ۳۳ خپل مال حال خرڅ کړئ او حاجتمندو ته يې ورکړئ او د ځان دپاره داسې بټوې تيارې کړئ چې هيڅکله نۀ زړيږى او خپل ځان له په آسمان کښې داسې خزانې جوړې کړئ چې هيڅکله نۀ ختميږى، چرته چې نۀ غل شته او نۀ وينۀ. ۳۴ ځکه چې چرته ستا خزانه وى هلته به ستا زړۀ هم وى.

هر وخت بېداره نوکران

۳۵ د خِدمت دپاره تيار اوسئ او خپلې ډيوې بلې ساتئ. ۳۶ د هغو سړو په شان شئ څوک چې د خپل مالِک د وادۀ د روټۍ نه د واپس راتلو په اِنتظار وى نو چې هغه څۀ وخت راشى، او ور وټکوى نو چې سمدستى هغوئ ورته ور کولاو کړى. ۳۷ هغه خادِمان بختور دى چې مالِک يې د خپل راتلو په وخت بېدار ووينى. زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به په خپله د کار جامې واچوى او دوئ به خوراک ته کښېنوى او په خپله به د دوئ خِدمت کوى. ۳۸ بختور دى هغه خادِمان کله چې د هغوئ مالِک په نيمه شپه او يا سحر سبا راشى او هغه دوئ بېدار ووينى. ۳۹ خو ياد ساتئ، کۀ د کور مالِک خبر وے چې غل به د شپې په کوم وخت کښې راځى نو هغه به بېدار وے او خپل کور به يې کنډر کېدو ته پرېښے نۀ وو. ۴۰ نو بيا تاسو هم تيار اوسئ ځکه چې اِبن آدم به په داسې وخت کښې راځى چې ستاسو به په خيال خاطر کښې هم نۀ وى.“ ۴۱ پطروس ووئيل چې، ”مالِکه، تۀ دا مِثال يواځې مونږ ته وائې او کۀ ټولو ته؟“ ۴۲ مالِک ورته وفرمائيل چې، ”نو بيا وفادار او خيال ساتونکے نوکر څوک دے؟ هغه څوک چا ته چې مالِک د کور اختيار ورکړے وى چې د کور د نورو نوکرانو خيال ساتى او هغوئ له مناسب خوراک ورکوى. ۴۳ بختور دے هغه نوکر چې د مالِک د راتلو په وخت په خپل کار آخته وى. ۴۴ زۀ تاسو ته رښتيا وايم چې مالِک به دۀ ته د خپل ټول مال واک اختيار ورکړى. ۴۵ خو کۀ هغه نوکر د خپل ځان سره داسې ووائى چې بويه چې زما مالِک راځى او بيا د نورو نوکرانو په وهلو لاس پورې کړى او په خوړلو او څښلو آخته وى او په نشه کښې وى، ۴۶ نو مالِک به يې په داسې ورځ راشى چې د دۀ په خيال خاطر کښې به نۀ وى او په داسې وخت به راشى چې هغه به خبر هم نۀ وى، نو هغه به يې په وهلو تک شين کړى او په بې‌ايمانانو کښې به يې وشميرى. ۴۷ خو هغه نوکر چې د خپل مالِک په طبيعت پوهيږى خو بيا هم د هغۀ په مرضۍ عمل ونۀ کړى، هغه به سخت وهل وخورى. ۴۸ خو څوک چې د خپل مالِک په مرضۍ نۀ پوهيږى او غلط کارونه کوى نو د هغۀ سزا به لږه وى. کوم سړى ته چې زيات ورکړے شوے وى د هغۀ نه به زيات تپوس کولے شى او څومره زيات چې چا ته څۀ سپارلے شوى وى، هومره زيات به د هغۀ نه غوښتلے شى.

د حضرت عيسىٰ په وجه بيلتون

۴۹ زۀ دې له راغلے يم چې په زمکه اور پورې کړم او زما دا څومره خواهش وو چې دا د مخکښې نه بل وى. ۵۰ زۀ به د يوې سختې بپتسمې نه تېرېږم او د هغې د پوره کېدو پورې به په ما دروند بار وى. ۵۱ ولې تاسو دا سوچ کوئ چې زۀ دُنيا ته د امن راوستو دپاره راغلے يم؟ خو زۀ د دې دپاره راغلے يم چې خلق په خپلو کښې جدا کړم. ۵۲ د دې نه پس به په يو کور کښې پينځۀ تنه خپلو کښې بې‌اتفاقه شى، درې به د دوو خلاف او دوه به د درېو خلاف شى، ۵۳ دوئ به په خپلو کښې مخالفت شروع کړى، پلار به د زوئ او زوئ به د پلار خلاف، مور به د لور او لور به د مور خلاف، خواښې به د اِنږور او اِنږور به د خواښې خلاف شى.“

وخت او زمانه پېژندل

۵۴ عيسىٰ خلقو ته دا هم وفرمائيل، ”هر کله چې تاسو نمرپرېواتۀ طرف ته وريځې په راختو ووينئ نو تاسو بيا زر دا وايئ چې باران کېدونکے دے نو بيا هم داسې باران وشى. ۵۵ او هر کله چې باد د جنوب د طرفه وى نو تاسو وايئ چې د ګرمۍ چپه راتلونکى ده او هم داسې وشى. ۵۶ اے مُنافقانو. تاسو د زمکې او د آسمان حالت معلومولے شئ نو بيا تاسو څنګه د اوسنۍ زمانې په حالت نۀ پوهېږئ؟

د خپل مخالف سره روغه کول

۵۷ نو تاسو بيا په خپله سمې فېصلې ولې نۀ شئ کولے؟ ۵۸ کله چې تاسو د خپل مخالف سره عدالت ته په لار روان يئ نو دا کوشش کوئ چې په لاره کښې د هغۀ سره روغه جوړه وکړئ. ګنې هغه به تاسو قاضى ته پېش کړى او قاضى به تاسو سپاهى ته حواله کړى او سپاهى به مو جيل کښې واچوى. ۵۹ زۀ تاسو ته دا وايم چې تاسو به تر هغې آزاد نۀ شئ ترڅو چې مو خپله جرمانه پېسه پېسه ادا کړې نۀ وى.“