0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

پينځلسم باب

د ورکې شوې ګډې مِثال

۱ ټول محصولچيان او نور بدکاره خلق راغونډ وُو چې د عيسىٰ خبرې واورى. ۲ خو فريسيانو او د شرعې عالمانو په خپلو کښې غورېدل شروع کړل او داسې لګيا وُو، ”ګورئ دا سړے خو ګناهګارانو ته هرکلے وائى او ورسره خوراک هم کوى.“ ۳ نو عيسىٰ ورته دا مِثال تير کړو، ۴ ”کۀ چرې په تاسو کښې د يو تن سل ګډې وى او يوه ترېنه ورکه شى نو ولې هغه به دغه نورې يو کم سل تر هغې په تش مېدان پرې نۀ ږدى ترڅو چې يې هغه ورکه شوې موندلې نۀ وى؟ ۵ کله چې يې ومومى نو هغه به دا اوږو ته پورته کړى او خوشحالى به وکړى، ۶ او کله چې هغه کور ته واپس شى نو خپلو دوستانو او ګاونډيانو له به دعوت ورکړى او ورته به ووائى، ما سره زما په خوشحالۍ کښې شريک شئ. ځکه چې ما خپله ورکه شوې ګډه بيا وموندله. ۷ دغه شان زۀ تاسو ته وايم چې په آسمان کښې هم دا رنګ د يو ګناه ګار په توبه ګار کېدو بې‌حسابه خوشحالى کيږى، په نسبت د هغه يو کم سلو صادقانو چې د توبې حاجت نۀ لرى.

د ورکې شوې سيکې مِثال

۸ يا دا چې کۀ د يوې ښځې سره لس د سپينو زرو سيکې وى او يوه ترېنه ورکه شى. ولې هغه به ډيوه نۀ بلوى، کور به نۀ جارُو کوى او د کور ګوټ ګوټ به تر هغې نۀ لټوى ترڅو چې يې هغه موندلې نۀ وى؟ ۹ نو کله چې يې ومومى نو هغه به خپلې ملګرې او ګاونډيانې راوبلى او ورته به ووائى چې ما سره خوشحالى وکړئ ځکه چې ما خپله ورکه شوې سيکه بيا وموندله. ۱۰ زۀ تاسو ته وايم چې د يو ګناه ګار په توبه کولو د خُدائ پاک په فرښتو کښې هم دغه شان خوشحالى کيږى.“

د ورک شوى زوئ مِثال

۱۱ عيسىٰ بيا وفرمائيل چې، ”د يو سړى دوه زامن وُو. ۱۲ نو کشر خپل پلار ته ووئيل، پلاره، زما برخه جائيداد ما له راکړه. نو پلار خپل جائيداد په هغوئ تقسيم کړو. ۱۳ لږه موده پس هغه کشر زوئ خپل ټول جائيداد خرڅ کړو، پېسې يې پرې نغدې کړې او چرته لرې مُلک ته لاړو او هلته يې خپل مال په بدچلنۍ دوړه کړو، ۱۴ کله چې هغۀ هر څۀ خرچ کړل نو په هغه مُلک کښې سخت قحط راغلو او هغه ضرورتمند شو، ۱۵ نو بيا هغه په هم هغه مُلک کښې د يو زميندار سره نوکر شو نو زميندار هغه خپلو پټو ته ولېږلو چې خنزيرانو له د خوراک بندوبست وکړى. ۱۶ د هغۀ ډېر زړۀ کېدو چې د هغه پوستکو نه ګېډه ډکه کړى کوم چې به خنزيرانو خوړل خو دۀ ته د دې اجازت نۀ وُو. ۱۷ خو کله چې د هغۀ عقل سر ته راغلو نو وې وئيل، زما د پلار ټولو نوکرانو سره د خپل ضرورت نه زيات خوراک شته او زۀ دلته د لوږې مرم. ۱۸ زۀ به لاړ شم خپل پلار ته به ووايم چې، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. ۱۹ نور زۀ د دې قابل نۀ يم چې زۀ ستا زوئ وګڼلے شم، نو ما خپل ځان سره نوکر کړه. ۲۰ نو په دې نيت هغه پاڅېدو او د خپل پلار کور طرف ته روان شو. خو هغه لا ډېر لرې وو چې د پلار پرې نظر شو نو زړۀ يې پرې درد وکړو او ورمنډه يې کړه او ورترغاړه وتو او ښکل يې کړو. ۲۱ خو زوئ ووئيل، پلاره، ما د خُدائ پاک او ستا خلاف ګناه کړې ده. د دې نه پس زۀ ستا د زوئ وئيلو قابل نۀ يم. ۲۲ خو پلار يې خپلو نوکرانو ته ووئيل، زر شئ. زما د ټولو نه ښۀ چُوغه راوړئ او دۀ ته يې ورواغوندئ او ګوته ورپه لاس کړئ او څپلۍ ورپه پښو کړئ. ۲۳ زمونږ هغه ښُکلے او څورب سخے راولئ او حلال يې کړئ او راځئ چې په شريکه خوشحالى وکړُو. ۲۴ ځکه چې زما دا مړ زوئ بيا راژوندے شو، دے خو ورک شوے وو او بيا وموندے شو. او دغه شان هغوئ خوشحالى شروع کړه. ۲۵ نو په هم دې وخت کښې مشر زوئ يې په پټو کښې کار کولو کله چې کور ته واپس راروان شو نو په لار کښې د ساز او ګډا آوازونه د هغۀ تر غوږه شُو. ۲۶ هغۀ د خپل يو نوکر نه تپوس وکړو چې دا څۀ مېله ده؟ ۲۷ نوکر ورته ووئيل، ستا ورور خپل کور ته راواپس شوے دے او ستا پلار هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو ځکه چې هغه يې روغ رمټ بيا موندلو. ۲۸ خو مشر زوئ يې غصه شو او کور ته د ننوتو نه يې اِنکار وکړو. د هغۀ پلار بهر راغلو او ورته يې مِنت زارى وکړه چې دننه راځه. ۲۹ خو هغۀ ورته په جواب کښې ووئيل، دا دومره کالونه ما ستا لکه د غلام په شان تابعدارى کړې ده او کله مې هم ستا د حُکم نه مخ نۀ دے اړولے او تا ما له يو چېلے هم نۀ دے راکړے چې ما پرې خپلو دوستانو ته مېلمستيا کړے وے. ۳۰ خو چې اوس ستا دا زوئ راغلو چې ستا مال يې په کنجرو والوځولو نو تا هغۀ ته ښکلے سخے حلال کړو. ۳۱ نو پلار يې په جواب کښې ورته ووئيل، زما زويه، تۀ خو مدام ما سره يې او څۀ چې زما دى هغه ټول ستا دى. ۳۲ نو مونږ ته ځکه خوشحالى او جشن کول په کار دى چې ستا دا مړ ورور اوس بيا راژوندے شو، دے خو ورک وو او مونږ بيا وموندلو.“