0:00 / 0:00

دَ لُوقا په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

شپاړسم باب

دَ بد ديانته ناظر مِثال

۱عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”يو دولتمند سړى ته دَ هغۀ دَ ناظر په سر چا شکايت وکړو چه هغه ستا مال بربادوى. ۲نو هغۀ هغه راوبللو اَؤ ورته ئے ووئيل، دا ستا په حقله زَۀ څۀ خبرے آؤرم؟ خپل حساب کتاب راؤړه ځکه چه دَ دے نه پس به تۀ زما ناظر نۀ يئے. ۳ناظر دَ ځان سره ووئيل، زما دا نائيک چه مے دَ نوکرئ نه وباسى نو اوس به زَۀ څۀ کوم؟ زَۀ خو دومره تکړه نۀ يم چه خاورے وکنم اَؤ نۀ خير غوښتے شم ځکه چه شرميږم. ۴اوس پوهه شوم چه ما ته څۀ کول په کار دى! کله چه مے دَئے دَ نوکرئ نه لرے کړى نو داسے څوک به وى چه ما په کور کښے وساتى. ۵هغۀ دَ خپل مالِک قرضدارى ځان ځان له راوبلل اَؤ وړُومبى ته ئے ووئيل چه زما دَ مالِک په تا څومره قرض دے؟ ۶هغۀ جواب ورکړو، دَ ښونۀ سل اوږى تيل. هغۀ ورته ووئيل چه دا ستا کهاته ده، کښينه اَؤ زر ئے پنځوس وليکه. ۷بيا ئے بل ته ووئيل، اَؤ په تا څومره پور پاتے دے؟ هغۀ ورته ووئيل، سل بوجئ غنم. هغۀ ورته ووئيل، خپله کهاته واخله اَؤ اويا بوجئ وليکه.

۸اَؤ مالک دَ خپل بد ديانته ناظر دَ دے هوښيارتيا ستائنه وکړه ځکه چه دَ دے دُنيا خلق دَ رڼا له زامنو نه دَ خپلے پيړئ دَ پاره زيات هوښيار دى.

۹نو ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ دُنيا ناجائز دولت دَ دوستانو جوړولو دَ پاره ولګوئ ځکه چه هر کله چه دولت ستاسو سره نۀ وى نو تاسو به دَ تل په کوټو کښے قبُول کړے شئ. ۱۰کُوم سړے چه په وړو وړو څيزُونو کښے ديانتدار وى، هغه به په لويو لويو څيزُونو کښے هم ديانتدار وى اَؤ کُوم سړے چه په وړو وړو څيزُونو کښے بد ديانته وى، هغه به په لويو څيزُونو کښے هم بد ديانته وى. ۱۱نو که چرے تاسو ځان دَ دے دُنيا په دولت کښے ديانتداره ثابت نۀ کړو نو په حقيقى دولت کښے به په تاسو باندے څوک اِتبار وکړى؟ ۱۲اَؤ که چرے تاسو په پردى څيز کښے ځان بد ديانته ثابت کړے وى نو بيا به داسے څوک وى چه تاسو له به ستاسو څيز درکړى؟

۱۳يو نوکر هم دَ دوؤ مالِکانو خِدمت نۀ شى کولے ځکه چه يا به هغه دَ وړُومبى نه کرکه کوى اَؤ دويم سره به مينه لرى اَؤ يا به دَ وړُومبى وفادار وى اَؤ دويم به په څۀ کښے نۀ شمارى. تۀ په يو ځائے دَ خُدائے اَؤ دولت سره مينه نۀ شے کولے.“

شريعت اَؤ دَ خُدائے بادشاهت

متى ۱۱ :  ۱۲ ـ ۱۳، ۵ :  ۳۱ ـ ۳۲، مرقوس ۱۰ :  ۱۱ ـ ۱۲

۱۴اَؤ فريسيان څوک چه په مال مين وُو هغوئ چه دا خبرے واؤريدے نو په عيسىٰ پورے ئے خندا وکړه. ۱۵عيسىٰ ورته ووئيل، ”هم تاسو خلق خپل اولس په دے غُلوئ چه ګنى تاسو صادِقان يئ خو خُدائے ستاسو زړُونه ښۀ پيژنى. ځکه چه کُوم څيزُونه چه دَ خلقو په نظر کښے دَ ستائينے وى، هغه دَ خُدائے په نظر کښے لعنت وى.

۱۶دَ يحيىٰ تر وخته شريعت اَؤ نبيان راتلل. دَ هغوئ نه پس دَ خُدائے دَ بادشاهئ دَ زيرى وعظ آؤرولے شو اَؤ هر سړے په هغے کښے په زوره داخليدل غواړى. ۱۷دَ مزکے اَؤ آسمان ختميدل آسان دى خو دا خبره آسانه نۀ ده چه دَ شريعت يوه نقطه هم ورانه شى.

۱۸کُوم سړے چه خپله ښځه طلاقه کړى اَؤ دَ بلے سره وادۀ وکړى نو هغه زِنا کوى اَؤ هغه سړے چه څوک دَ طلاقے شوے ښځے سره وادۀ وکړى نو هغه هم زِنا کار دے.

مالدار سړے اَؤ لعزر

۱۹يو مالدار سړے وو چه ريښمينے جامے ئے آغوستے وے اَؤ هره ورځ به ئے ډير په شان شوکت دعوتُونه کول. ۲۰اَؤ يو عاجز سړے چه لعزر نُوم ئے وو اَؤ په وجُود ئے ډيرے دانے راختلے وے، دَ هغۀ په دروازه کښے پروت وو. ۲۱اَؤ ډير په خوشحالئ به ئے هغه ټکړے خوړے کُومے چه به دَ دے مالدار سړى نه پاتے شوے وے، بلکه سپى به هم راتلل اَؤ دَ هغۀ زخمُونه به ئے څټل. ۲۲آخر يوه ورځ هغه عاجز سړے مړ شو اَؤ فرښتو يوړو اَؤ دَ اِبراهيم په جولئ کښے ئے کيښودو. هغه مالدار سړے هم مړ شو اَؤ ښخ کړے شو، ۲۳اَؤ په عالم ارواح کښے په عذاب کښے ګير شو. هغۀ چه پورته وکتل نو لرے ئے لعزر دَ اِبراهيم سره وليدلو. ۲۴هغۀ چغے کړے، اَئے اِبراهيمه! زما پلاره! په ما رحم وکړه! دا لعزر راواستوه چه خپل دَ ګوتے سر په اوبو کښے لُوند کړى چه زما ژبه يخه شى ځکه چه زَۀ په دے اور کښے ډير په عذاب کښے يم! ۲۵خو اِبراهيم ورته ووئيل چه واؤره زويه! په دُنيا کښے ټول نعمتُونه ستا په نصيب وُو اَؤ ټولے بد بختئ دَ لعزر په برخه وے. اوس هغه دلته په آرام دے اَؤ تۀ په عذاب کښے يئے. ۲۶خو بله خبره دا ده چه زمُونږ اَؤ ستا تر مينځه يوه لويه کنده ده چه دَ هغے نه نۀ څوک درپورے وتے شى اَؤ نۀ ترے څوک دے خوا راپورے وتے شى. ۲۷مالدار سړى جواب ورکړو چه بيا نو پلاره! تۀ به دَئے زما دَ پلار کره واستوے ۲۸چرته چه زما پينځۀ وروڼه دى چه هغوئ خبردار کړى، هسے نۀ چه هغوئ هم دَ عذاب ځائے ته راشى. ۲۹خو اِبراهيم ورته ووئيل چه دَ هغوئ سره مُوسىٰ اَؤ نور نبيان شته، په کار دى چه دَ هغوئ واؤرى. ۳۰خو هغۀ جواب ورکړو چه نه، اِبراهيمه پلاره! که دَ مړو نه څوک هغوئ ته لاړ شى نو هغوئ به هله توبه ګار شى. ۳۱اِبراهيم جواب ورکړو، که چرے هغوئ دَ مُوسىٰ اَؤ نورو نبيانو خبرے ته غوږ نۀ ږدى نو که څوک دَ قبر نه ورپاڅى هم نو هغوئ به ئے هيڅ پرواه ونۀ کړى.“