0:00 / 0:00

د مالِک عيسىٰ مسيح په حقله د حضرت لوقا زېرے

درويشتم باب

د حضرت عيسىٰ د پيلاطوس په وړاندې پېشى

۱ د دې سره ټوله غونډه پاڅېدله او عيسىٰ يې پيلاطوس له بوتلو. ۲ او په دې وينا يې د هغۀ خلاف دعوىٰ شروع کړه، ”مونږ دا سړے وليدلو چې زمونږ د قوم خلق بې‌لارې کوى او قيصر ته د محصُول ورکولو نه خلق منع کوى او وائى چې زۀ مسيح بادشاه يم.“ ۳ بيا پيلاطوس د هغۀ نه تپوس وکړو، ”ولې تۀ د يهوديانو بادشاه يې څۀ؟“ هغۀ وفرمائيل چې، ”دا ستا وينا ده.“ ۴ نو بيا پيلاطوس مشرانو اِمامانو او حاضرو خلقو ته ووئيل چې، ”زۀ په دې سړى کښې هيڅ جرم نۀ وينم.“ ۵ خو هغوئ اِصرار وکړو چې، ”د هغۀ تعليمات په ټوله يهوديه کښې خلق بلوه کوى. چې د ګليل نه راشروع شو او تر دې ښاره راورسېدو.“

د حضرت عيسىٰ د هيروديس په وړاندې پېشى

۶ کله چې پيلاطوس دا واورېدل نو تپوس يې وکړو چې، ”ولې دا سړے ګليلى دے څۀ؟“ ۷ او چې د دې نه خبر شو چې عيسىٰ د هيروديس د حکومت اختيار لاندې دے نو هغۀ دا مقدمه هيروديس له ولېږله څوک چې په خپله په هغه ورځو کښې د يروشلم په دوره وو. ۸ کله چې هيروديس عيسىٰ وليدو نو ډېر خوشحاله شو ځکه چې د هغۀ په حقله يې اورېدلى وُو او د ډېر وخت نه يې دا خواهش وو چې هغه ووينى او په دې طمع وو چې د هغۀ د لاس نه څۀ معجزه ووينى. ۹ هيروديس د عيسىٰ نه ډېر تپوسونه وکړل خو هغۀ هيڅ جواب ورنۀ کړو. ۱۰ خو مشران اِمامان او د شرعې عالمان راوړاندې شول او د عيسىٰ خلاف يې سخت اِلزامونه شروع کړل. ۱۱ بيا هيروديس او د هغۀ سپاهيانو د هغۀ سپکاوے وکړو او بې‌عزته يې کړو او په ځلېدونکو جامو کښې يې پيلاطوس له واپس ولېږلو. ۱۲ هم په هغه ورځ هيروديس او پيلاطوس دوستان شول، د دې نه وړاندې دوئ په خپلو کښې دشمنان وُو.

په حضرت عيسىٰ د مرګ فتوىٰ

۱۳ پيلاطوس بيا مشران اِمامان، مشران او څۀ نور خلق راوبلل، ۱۴ او ورته يې ووئيل، ”تاسو دا سړے ما ته د خلقو د بې‌لارې کولو په اِلزام کښې راوستے دے خو لکه چې تاسو ګورئ ما په خپله ستاسو په وړاندې د هغۀ نه معلومات وکړو او په هغۀ کښې مې هغه جرم ونۀ موندلو چې تاسو پرې د کوم دعوىٰ کړې ده. ۱۵ او نۀ هيروديس په کښې څۀ وموندل ځکه چې هغۀ هغه واپس ما له راولېږلو. دې نه دا پته لګى چې دۀ داسې څۀ جرم نۀ دے کړے چې د مرګ لائق وى. ۱۶ نو زما په خيال د يو څو کوړو سزا تېرولو نه وروستو به يې پرېږدم.“ ۱۷ د اختر په موقع به هغۀ ته دا اجازت وو چې د هغوئ په وينا يو قېدى آزاد کړى. ۱۸ خو هغوئ ټولو په جمع شور جوړ کړو، ”دا سړے ختم کړه. مونږ ته برابا آزاد کړه.“ ۱۹ برابا هغه څوک وو چې په ښار کښې د بغاوت او قتل په اِلزام کښې قېد کړے شوے وو. ۲۰ پيلاطوس هغوئ ته بيا مخاطب شو او دا يې غوښتل چې عيسىٰ آزاد کړى. ۲۱ خو هغوئ چغې وهلې، ”دے په سولۍ راځوړند کړئ. دے په سولۍ راځوړند کړئ.“ ۲۲ پيلاطوس په درېم ځل بيا هغوئ ته ووئيل، ”ولې؟ دۀ څۀ ګناه کړې ده؟ ما هغۀ کښې داسې څۀ جرم ونۀ ليدو چې د مرګ سزا ورکړم، ځکه زۀ به د کوړو سزا ورکړم او بيا به يې آزاد کړم.“ ۲۳ خو هغوئ په ټينګه او په چغو ووئيل چې، ”دے دې په سولۍ کړے شى.“ او د هغوئ چغې ومنلے شوې. ۲۴ نو پيلاطوس دا فېصله وکړه چې د هغوئ د خوښې کار دې وشى. ۲۵ هغۀ هغه سړے آزاد کړو چې هغوئ غوښتو څوک چې د بغاوت او قتل په جرم کښې قېد شوے وو، او عيسىٰ يې د هغوئ مرضۍ ته وسپارلو.

د حضرت عيسىٰ په سولۍ کول

۲۶ چې هغوئ عيسىٰ په سولۍ کولو له بوتلو نو شمعون کرينى نومې سړے يې راونيولو چې د کلى نه راتلو، سولۍ يې هغۀ ته په اوږه کړه او هغه يې عيسىٰ پسې روان کړو. ۲۷ ډېر خلق ورپسې وُو چې په کښې ګڼې ښځې هم وې، چې ځانونه يې وهل او په هغۀ يې وير کولو. ۲۸ عيسىٰ هغوئ ته مخ راواړولو او ورته يې وفرمائيل، ”اے د يروشلم لوڼو. ما پسې ژړا مۀ کوئ خو په خپل ځان او د خپل اولاد دپاره وير وکړئ. ۲۹ ځکه چې هغه ورځې راتلونکې دى چې هغوئ به وائى چې شنډې بختورې دى، چې کله يې هم بچى نۀ دى راوړى او کله يې هم سينه نۀ ده ورکړې. ۳۰ بيا به هغوئ غرونو ته وائى چې په مونږ راورغړئ. او غونډو ته به وائى چې مونږ پټ کړئ. ۳۱ ځکه چې د شنې ونې دا حال وى نو د وچې به څۀ حال وى؟“ ۳۲ د عيسىٰ نه بغېر دوه نور مجرمان هم وُو چې هغۀ سره په سولۍ کولو له بوتلے شول. ۳۳ کله چې هغوئ کوپړۍ نومې ځائ ته ورسېدل نو هلته يې هغه د دوو مجرمانو سره په سولۍ کړو. يو يې د هغۀ ښى او بل يې ورسره ګس لاس ته راځوړند کړے وو. ۳۴ عيسىٰ وفرمائيل، ”پلاره، دوئ معاف کړه. ځکه چې هغوئ نۀ پوهيږى چې څۀ کوى.“ سپاهيانو د هغۀ په جامو خسڼے واچولو او په خپلو کښې يې وويشلې. ۳۵ او خلق يې تماشې ته ولاړ وُو او د هغوئ حاکمانو په هغۀ پورې ټوقې کولې، ”هغۀ خو نور خلق بچ کول، اوس دې خپل ځان بچ کړى کۀ چرې دے په رښتيا د خُدائ پاک غوره شوے مسيح وى.“ ۳۶ سپاهيانو هم په هغۀ پورې ټوقې وکړې او هغۀ له يې سرکه ورکړه. ۳۷ او ورته يې وئيل چې، ”کۀ چرې تۀ د يهوديانو بادشاه يې نو خپل ځان بچ کړه.“ ۳۸ د هغۀ د سر دپاسه يې يوه تختۍ لګولې وه چې پرې داسې ليکل وُو چې، ”دا د يهوديانو بادشاه دے.“ ۳۹ په هغه مجرمانو کښې يو چې ورسره په څنګ کښې راځوړند وو عيسىٰ ته پېغور ورکړو، ”ولې تۀ مسيح نۀ يې څۀ؟ نو بيا خپل ځان او مونږ هم بچ کړه.“ ۴۰ خو دوېم مجرم په دې هغه ورټلو او ورته يې ووئيل چې، ”تۀ د خُدائ پاک نه نۀ يرېږې څۀ؟ تا ته هم د دۀ په شان سزا درکولے کيږى. ۴۱ مونږ سره خو اِنصاف شوے دے. مونږ ته خو د خپل عمل سزا مِلاو شوه، ولې دۀ خو هيڅ بد کار نۀ دے کړے.“ ۴۲ او هغۀ ورته ووئيل، ”اے عيسىٰ، کله چې تۀ خپلې بادشاهۍ ته ورسيږى نو ما هم ياد ساته.“ ۴۳ عيسىٰ جواب ورکړو، ”زۀ تا ته دا وايم چې تۀ به نن ما سره په جنت فردوس کښې يو ځائ يې.“

د حضرت عيسىٰ وفات کېدل

۴۴ د غرمې وخت وو او په ټوله زمکه تيارۀ راخوره شوه او د ماسپښين تر درېو بجو پورې وه. ۴۵ نمر پټ شو او د خُدائ د کور پړده په مينځ دوه شوه. ۴۶ نو بيا عيسىٰ يوه تېزه کريکه وويسته او وې فرمائيل، ”اے پلاره، زۀ خپل روح ستا لاسونو ته سپارم.“ او دې وئيلو سره يې ساه ورکړه. ۴۷ نو د دې هر څۀ په ليدلو صوبه دار د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”بې‌شکه چې دا سړے بې‌ګناه وو.“ ۴۸ خو هغه ټول خلق چې دې تماشې ته راجمع شوى وُو کله چې هغوئ دا واقعه وليدله نو ماتم يې وکړو او کورونو ته واپس لاړل. ۴۹ د عيسىٰ ټول دوستان هلته لرې ولاړ وُو او کومې ښځې چې د ګليل نه ورپسې راغلې وې، هغوئ هم ورسره ولاړې وې او دا هر څۀ هغوئ په خپله وليدل.

د حضرت عيسىٰ ښخول

۵۰ نو بيا هلته يوسف نومې يو سړے وو چې د جرګې ممبر او نېک او صادق سړے وو. ۵۱ د هغۀ د هغوئ په دې فېصلې او صلاح کښې ورسره راضى نۀ وو. چې د يهوديانو د ارمتيه ښاريې سره يې تعلق وو او د خُدائ پاک د بادشاهۍ په انتظار وو. ۵۲ نو هغه بيا پيلاطوس له لاړو او د عيسىٰ لاش يې ترې وغوښتو. ۵۳ بيا هغۀ لاش د سولۍ نه راکوز کړو او د کتان کفن يې ورکړو او په غار کښې يې په کنستلے شوى قبر کښې کېښودو چې د دې نه وړاندې په کښې څوک اېښودے شوے نۀ وو. ۵۴ دا د تيارۍ کولو ورځ وه او د سبت ورځ شروع کېدونکې وه. ۵۵ کومې ښځې چې ورسره د ګليل نه راغلې وې هغوئ يوسف پسې وې او هغوئ قبر په نښه کړو او دا يې کتل چې د عيسىٰ لاش يې چرته ښخ کړو. ۵۶ بيا هغوئ کور ته لاړې او عُود او لوبان يې تيار کړل خو د شريعت په مطابق يې د سبت په ورځ آرام وکړو.