Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱يوه ورځ چه عيسىٰ دَ ګِنيسريت سيند په غاړه ولاړ وو اَؤ خلق پرے راپنډ شوى وُو چه دَ دَۀ کلام واؤرى، ۲نو هغۀ دوه کِشتئ دَ اوبو په غاړه وليدلے چه ماهى ګيران ترے غاړے ته راکُوز شوى وُو اَؤ خپل جالُونه ئے وينځل. ۳هغه يوے کِشتئ ته وروختو کُومه چه دَ شمعُون وه اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”دَ غاړے نه لږه ورايسته کړه.“ بيا هغۀ په کِشتئ کښے په ناسته باندے خلقو ته وعظ شروع کړو.
۴هر کله چه هغۀ خبرے بس کړے نو شمعُون ته ئے ووئيل چه ”ژورو اوبو ته لاړ شه اَؤ دَ ښکار دَ پاره خپل جالُونه واچوه.“
۵شمعُون ورته جواب ورکړو، ”اُستاذه! مُونږ ټوله شپه خوارى وکړه خو هيڅ مو ونۀ نيول خو چه تۀ داسے وائے نو زَۀ به جالُونه ور واچوم.“ ۶هغوئ داسے وکړل اَؤ ډير ماهيان ئے راونيول اَؤ دَ هغوئ جالُونه په شليدو شول. ۷نو هغوئ دَ بلے کِشتئ ملګرو ته چغے کړے چه ”راشئ اَؤ زمُونږ مدد وکړئ!“ هغوئ داسے وکړل اَؤ دواړه کشتئ ئے داسے ډکے کړے چه ډوبيدو له راغلے. ۸هر کله چه شمعُون دا نظاره وليده نو دَ عيسىٰ په پښو پريوتو اَؤ وئے وئيل چه ”اَئے مالِکه! له ما نه لاړ شه ځکه چه زَۀ ګُناه ګار سړے يم!“ ۹هغه اَؤ دَ هغۀ ټول ملګرى دَ کبانو په ليدو سخت حيران شوى وُو، ۱۰اَؤ دغه شان دَ زبدى زامن يعقُوب اَؤ يوحنا چه شمعُون ملګرى هم وُو. عيسىٰ شمعُون ته ووئيل چه ”مه ويريږه، دَ دے نه پس به تۀ دَ بنى آدمو لټُون کوے.“
۱۱هر کله چه هغوئ کِشتئ غاړے ته راوسته نو هر څۀ ئے پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شول.
۱۲يو ځلے هغه په يوه ښاريه کښے وو چه هلته يو سړے وو چه سخت جُذام پرے لګيدلے وو. هغۀ چه عيسىٰ وليدو نو هغۀ په مزکه سر کيښودو اَؤ سوال ئے ورته وکړو چه ”مالِکه! که چرے تۀ تش وغواړے نو ما پاکولے شے!“ ۱۳عيسىٰ خپل لاسُونه ور اُوږدۀ کړل، هغه ئے مسح کړو اَؤ وئے وئيل چه ”بے شکه چه زَۀ داسے غواړم، پاک شه!“ اَؤ دَ هغۀ نه جُذام په هغه ساعت لاړو. ۱۴عيسىٰ هغۀ ته حُکم ورکړو چه ”هيچا ته دا حال ونۀ وائے.“ اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”لاړ شه اَؤ کاهن ته خپل ځان وښايه اَؤ دَ خپلو جوړيدو دَ پاره دَ مُوسىٰ مُقرر کړے شکرانه ورکړه چه دا به دَ هغوئ دَ پاره شاهدى شى.“
۱۵خو دَ هغۀ په حقله دا خبرے نورے هم خورے شوے. ډير خلق دَ هغۀ آؤريدو له راغونډيدل اَؤ دَ خپلو رنځُونو نه جوړيدل. ۱۶اَؤ هغه به دَ دُعا دَ پاره خوشو ځايُونو ته تلو.
۱۷يوه ورځ عيسىٰ تعليم ور کاوو اَؤ فريسيان اَؤ دَ شرعے عالمان ورته هم ناست وُو چه دَ ګليل، دَ يهوديه اَؤ دَ بيتُ المُقدس دَ هر کلى نه راغلى وُو، اَؤ دَ خلقو دَ روغولو دَ رب قوت دَ هغۀ سره وو. ۱۸يو څو تنو يو شل سړے په کټ راؤړو. هغوئ کوشش وکړو چه هغه وردننه کړى اَؤ دَ عيسىٰ په مخکښے ئے کيږدى. ۱۹خو ګڼه دومره زياته وه چه هيڅ لاره ئے ونۀ مُونده. نو هغوئ پاس وختل اَؤ دَ چت دَ پاسه نه ئے په برګه کښے سُورے وکړو اَؤ په بانګئ کښے راښکته کړو اَؤ دَ خلقو په مينځ کښے ئے دَ عيسىٰ په مخ کښے کيښودو. ۲۰هر کله چه عيسىٰ دَ هغوئ ايمان وليدو نو وئے وئيل، ”سړيه! تا ته ستا ګُناهُونه معاف شول.“
۲۱نو دَ شرعے عالمانو اَؤ فريسيانو يو بل ته ووئيل چه ”دا څوک دے چه کُفر غروى؟ دَ خُدائے نه بغير لا بل څوک هم ګُناهونه معاف کولے شى؟“
۲۲خو عيسىٰ په دے پوهه وو چه دوئ څۀ خيال کوى نو جواب ئے ورکړو چه ”تاسو په خپلو زړُونو کښے داسے خيالُونه ولے کوئ؟ ۲۳آيا دا آسانه ده چه څوک ووائى چه ستا ګُناهُونه معاف شُو اَؤ که دا چه پاڅه اَؤ وګرزه؟ ۲۴خو دا دَ دے دَ پاره چه تاسو ته معلُومه شى چه اِبن آدم په مزکه دَ ګُناهُونو معاف کولو اِختيار لرى.“ هغۀ شل سړى ته مخ ور واړَوو اَؤ وئے وئيل چه ”زَۀ تا ته دا وايم چه ودريږه، خپل کټ واخله اَؤ کورته ځه.“
۲۵اَؤ هغه دَ هغوئ په وړاندے سمدستى پاڅيدو اَؤ هغه کټ چه دَئے پرے پروت وو، ئے واخستو اَؤ کور پلو روان شو اَؤ دَ خُدائے ثنا ئے ووئيله. ۲۶هغوئ ټول سخت حيران شول اَؤ دَ خُدائ ثنا ئے ووئيله اَؤ ويرے واخستل اَؤ وئے وئيل چه ”نن مُونږ څۀ عجيبه کارُونه وليدل!“
۲۷وروستو چه بيا عيسىٰ بهر لاړو نو هغۀ ليوى نومے يو محصُولچى وليدو چه دَ محصُول په څوکئ کښے په خپل ځائے ناست وو اَؤ هغۀ ته ئے ووئيل چه ”ما پسے راځه.“ ۲۸اَؤ هغه دَ خپله ځايه پاڅيدو، هر څۀ ئے پريښودل اَؤ په هغۀ پسے روان شو.
۲۹وروستو ليوى بيا دَ عيسىٰ لويه ميلمستيا وکړه. په دے ميلمنو کښے ګڼ محصُولچيان اَؤ نور خلق شريک شوى وُو. ۳۰فريسيانو اَؤ دَ هغوئ دَ فرقے دَ شرعے عالمانو دَ عيسىٰ مُريدانو ته دا ګله وکړله چه ”تاسو دَ محصُولچيانو اَؤ ګُناه ګارو سره ولے خورئ اَؤ څښئ؟“ ۳۱عيسىٰ هغوئ ته جواب ورکړو چه ”روغو خلقو ته دَ ډاکټر حاجت نۀ وى خو رنځورانو ته ئے وى. ۳۲زَۀ دَ رښتينو خلقو دَ پاره نۀ يم راغلے بلکه دَ ګُناه ګارو دَ پاره چه توبه وکړى.“
۳۳بيا هغوئ عيسىٰ ته ووئيل چه ”دَ يحيىٰ مُريدان خو روژے نيسى اَؤ ډيرے دُعاګانے کوى اَؤ دغه شان دَ فريسيانو مُريدان هم، خوستا مُريدان خورى څښى.“
۳۴عيسىٰ جواب ورکړو، ”آيا تاسو په جنجيانو هغه وخت روژه نيولے شئ کُوم وخت چه چنغول دَ هغو سره وى؟ ۳۵خو يو وخت به راشى چه چنغول به دَ دوئ نه بوتلے شى اَؤ دغه وخت به دوئ روژے نيسى.“
۳۶عيسىٰ هغوئ ته دا مِثال هم ووے چه ”هيڅوک هم دَ نوے چُوغے نه دَ دے دَ پاره ټوټه نۀ شلوى چه زړے پرے وګنډى. که چرے هغه داسے وکړى نو هغه به په نوى چُوغے کښے سُورے وکړى اَؤ دا نوے ټُکړه به دَ زړے سره هيڅ سمُون ونۀ خورى. ۳۷اَؤ نۀ څوک نوى شراب په زړو مشکُونو کښے اچوى. اَؤ که څوک داسے وکړى نو نوى شراب به دغه مشک وشلوى اَؤ شراب به ضائع شى اَؤ مشکُونه به بے کاره شى. ۳۸نوى شراب په نوو مشکُونو کښے اچول غواړى. ۳۹اَؤ هر چا چه زاړۀ شراب څښلى وى دَ نوو شرابو خواهش به نۀ کوى ځکه چه هغه وائى چه زاړۀ شراب ښۀ دى.“