Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ مطلق قادر څښتن وایي: «ای کاهنانو، ستاسو دپاره دا خبرداری دی! ۲ که چېرې تاسو زما خبرو ته غوږ ونه نیسئ او د زړه نه زما د نوم درناوی ونه کړئ، نو زه به په تاسو باندې خپل لعنت نازل کړم او په هغو شیانو باندې به لعنت ووایم چې تاسو یې ترلاسه کوئ. په حقیقت کې ما له مخکې نه په تاسو باندې لعنت ویلی دی، ځکه چې تاسو زما کلام ته په خپلو زړونو کې ځای ورنه کړ. ۳ زه به ستاسو اولادونو ته سزا ورکړم او د هغو حیواناتو خوشایي به ستاسو په مخونو باندې وموښم چې تاسو یې قرباني کوئ او په دې سره به تاسو لېرې وغورځول شئ. ۴ نو بیا به تاسو پوه شئ چې ما تاسو ته دا خبرداری درکړی ؤ چې کوم لوظ چې ما د کاهنانو یعنې د لاوي د اولادې سره کړی ؤ، هغه دې ټینګ وساتل شي. مطلق قادر څښتن داسې وایي.
۵ په هغه لوظ کې چې د لاویانو سره مې کړی ؤ، په هغه کې مې د هغوی سره وعده کړې وه چې هغوی ته به ژوند او ارامي ورکوم او هغه مې ورکړل چې هغوی زما درناوی وکړي. په هغو ورځو کې هغوی زما درناوی کاوه او زما نه وېرېدل. ۶ هغوی سم تعلیم ورکاوه او غلط تعلیم یې نه ورکاوه. هغوی په ارامۍ او صداقت سره زما پیروي کوله او ډېر خلک یې د ګناه څخه راګرځول. ۷ دا د کاهنانو مسوولیت دی چې خلکو ته د خدای رښتینی تعلیم ورکړي. خلک به کاهنانو ته ورځي چې د هغوی په وسیله پوه شي چې زما رضا څه ده، ځکه چې هغوی د مطلق قادر څښتن استازي دي.
۸ خو اوس تاسو کاهنان د سمې لارې نه ګرځېدلي یئ. ستاسو تعلیم ډېر خلک په غلطه لاره روان کړي دي. ما چې کوم لوظ د لاویانو سره کړی ؤ، هغه مو مات کړی دی. مطلق قادر څښتن داسې وایي. ۹ نو د هغې په بدل کې به زه تاسې د اسراییلو د خلکو په نظر کې خوار او سپک کړم، ځکه چې تاسو زما د قوانینو څخه پیروي نه کوئ او کله چې زما قوم ته تعلیم ورکوئ، نو د هغوی سره یوشان چلند نه کوئ.»
۱۰ ایا زمونږ د ټولو پلار یو نه دی؟ ایا مونږ ټول یو خدای نه یو پیدا کړي؟ نو بیا مونږ ولې یو د بل سره بېوفایي کوو او د هغه لوظ نه سرغړونه کوو چې خدای زمونږ د نیکونو سره کړی ؤ؟ ۱۱ د یهودا خلکو د خدای سره بېوفایي کړې ده او په اسراییلو او اورشلیم کې یې د کرکې وړ کار کړی دی. هغوی د هغه عبادتځای بېحرمتي کړې ده چې په څښتن باندې ګران دی او د هغو ښځو سره یې ودونه کړي دي چې د نورو خدایانو عبادت کوي. ۱۲ هغه چا چې دا کارونه کړي دي، نو څښتن دې هغه د اسراییلو د قوم نه ورک کړي، حتی که هغوی مطلق قادر څښتن ته نذرانې هم راوړي.
۱۳ بل کار چې تاسو یې کوئ هغه دا دی چې تاسو د څښتن د قربانۍ ځای په خپلو اوښکو باندې ډکوئ. ژړا او زګېروي کوئ، ځکه چې تاسو چې کومې نذرانې هغه ته راوړئ، هغه یې نور نه قبلوي. ۱۴ تاسو پوښتنه کوئ: ‹هغه یې ولې نور نه قبلوي؟› دا ځکه چې هغه پوهیږي چې د خپلې ځوانۍ په وخت کې چې تاسو هر یو د کومې ښځې سره واده کړی ؤ، د هغې سره مو بېوفایي کړې ده، که څه هم هغه ستاسو ملګرې او ستاسو نکاح شوې ښځه وه. ۱۵ ایا خدای ته د هغې سره یو تن او یو روح کړی نه وې؟ په دې کې د هغه څه مقصد ؤ؟ د هغه مقصد دا ؤ چې تاسو به اولادونه ولرئ چې د خدای قوم به وي، نو هر یو په خپل ځان باندې پام کوئ او د خپلې ښځې سره کړې وعده مه ماتوئ. ۱۶ د اسراییلو څښتن خدای وایي: «زه د طلاق نه کرکه لرم. ځکه څوک چې د خپلې ښځې سره داسې وکړي، نو دا یو ظالمانه کار دی. پام کوئ تاسو چې د خپلې ښځې سره کومه وعده کړې وه چې د هغې سره به وفا کوئ، هغه ما ته نه کړئ.»
۱۷ تاسو په خپلو خبرو باندې څښتن ستړی کړی دی. خو تاسو پوښتنه کوئ: «هغه مو څنګه ستړی کړی دی؟» په دې خبرو باندې چې وایئ: «ټول بدکاره خلک د څښتن په نظر کې ښه دي او په حقیقت کې هغوی خوښوي.» یا پوښتنه کوئ: «هغه عادل خدای چېرته دی؟»