Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ مطلق قادر څښتن وایي: «ګورئ، هغه ورځ به لکه د تنور د اور په شان زر راشي چې ټول مغروره او بدکاره خلک به لکه د بوسو په شان وسوځي. په هغه ورځ به هغوی داسې وسوځي چې د هغوی ریښې او څانګې به پاتې نه شي. ۲ خو تاسو چې زما څخه وېره کوئ، نو زما عدالت به په تاسو باندې لکه د لمر په شان ځلیږي او د لمر د وړانګو په شان به شفا درته راولي. تاسو به داسې ازاد او خوشحاله شئ لکه خوسیان چې د غوجل نه په ټوپونو وځي. ۳ په هغه ورځ چې زه به دا کار وکړم، نو تاسو به په بدکاره خلکو باندې بریالي شئ او هغوی به لکه د ایرو په شان ستاسو د پښو لاندې شي.
۴ ما چې د موسی شریعت او کوم قوانین او حکمونه د سینا په غره کې د خپل خدمتګار موسی په وسیله د اسراییلو ټولو خلکو ته ورکړي وو چې پیروي ورڅخه وکړي، هغه یاد ساتئ.
۵ ګورئ، د څښتن د هغې لویې او هیبتناکې ورځې د رارسېدلو نه مخکې به زه تاسو ته الیاس پیغمبر درولېږم. ۶ هغه به د پلرونو زړونه خپلو اولادونو ته راوګرځوي او د اولادونو زړونه به خپلو پلرونو ته راوګرځوي. که نه، نو زه به راشم او ستاسو وطن به په پوره توګه وران کړم.»