0:00 / 0:00

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

څوارلسم باب

دَ عيسىٰ دَ قتل کولو سازش

متى ۲۶ :  ۱ ـ ۵، لُوقا ۲۲ :  ۱ ـ ۲، يوحنا ۱۱ :  ۴۵ ـ ۵۳

۱نو دَ فسح اَؤ دَ پتيرے ډوډئ اختر ته دوه ورځے پاتے وے اَؤ مشرانو کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو څۀ داسے دَ ټګئ اِلزام لټوو چه عيسىٰ پرے ونيسى اَؤ وئے وژنى. ۲هغوئ ووئيل چه ”دا دِ دَ اختر په ورځو کښے نۀ وى، هسے نۀ چه په خلقو کښے فساد جوړ شى.“

په بيتِ عنياه کښے دَ عيسىٰ په سر عطر اچول

متى ۲۶ :  ۶ ـ ۱۳، يوحنا ۱۲ :  ۱ ـ ۸

۳عيسىٰ دَ شمعُون جُذامى په کور کښے په بيتِ عنياه کښے وو. کله چه هغه ډوډئ ته کښيناستو، يوه ښځه راغله اَؤ ډير قيمتى خالِص عطر ئے په عطر دان کښے راوړل. هغے عطردان خلاص کړو اَؤ دَ هغۀ په سر ئے عطر واچول. ۴په حاضر مجلس کښے ځنے کسانو په غُصه کښے ووئيل چه ”دا څۀ فضُول خرچى ده؟ ۵ځکه چه دا عطر خو به په دريو سوو روپو خرڅ شوى وئے اَؤ پيسے به ئے خوارانو ته ورکړے شوے وئے.“ نو هغوئ هغے ته غصه وکړه.

۶خو عيسىٰ ووئيل، ”دا پريږدئ، تاسو دا ولے تنګوئ؟ هغے زما سره ډير ښۀ کړى دى. ۷ځکه چه خواران خو به تل تاسو سره وى اَؤ هر کله چه تاسو غواړئ دَ هغوئ مدد کولے شئ خو زَۀ به تل تاسو سره نۀ يم. ۸هغے نه چه څۀ کيدے شول، هغه ئے ما سره وکړل. هغے دَ ښخولو نه وړاندے زما په بدن عطر واچول. ۹زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ دُنيا په مخ چه چرته هم زما دَ زيرى وعظ کيږى نو څۀ چه دے کړى وى دا به دَ دے دَ يادګار په طور يادولے شى.“

دَ يهوداه اِسکريوتى په عيسىٰ مُخبرى کولو ته راضى کيدل

متى ۲۶ :  ۱۴ ـ ۱۶، لُوقا ۲۲ :  ۳ ـ ۶

۱۰نو بيا يهوداه اسکريوتى چه په هغه دولسو مُريدانو کښے يو وو، مشرانو کاهنانو ته لاړو اَؤ په عيسىٰ ئے مُخبرى وکړه. ۱۱چه هغوئ دَ هغۀ دَ راتلو دَ غرض نه خبر شول نو هغوئ ډير خوشحاله شول اَؤ دَ هغۀ سره ئے دَ پيسو لوظ وکړو، اَؤ هغه دَ داسے ښے موقعے په تلاش کښے شو چه په هغۀ مُخبرى وکړى.

دَ مُريدانو سره فسح خوړل

متى ۲۶ :  ۱۷ ـ ۲۵، لُوقا ۲۲ :  ۷ ـ ۱۴، ۲۱ ـ ۲۳، يوحنا ۱۳ :  ۲۱ ـ ۳۰

۱۲دَ پتيرے ډوډئ دَ اختر په وړُومبئ ورځ چه هغوئ دَ فسح ګډورے قُربانولو، دَ عيسىٰ مُريدانو هغۀ ته ووئيل چه ”ستا څۀ مرضى ده چه مُونږ چرته لاړ شو چه ستا دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو تيارى وکړو؟“

۱۳نو هغۀ خپل دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره وليږل، ”ښار ته لاړ شئ، يو سړے به ووينئ چه دَ اوبو منګے به وړى، په هغۀ پسے لاړ شئ. ۱۴اَؤ هغه چه کُوم کور ته ننوزى نو دَ هغه کور مالِک ته دا پيغام ورکړئ، چه اُستاذ وائى چه زما اَؤ زما دَ مُريدانو دَ پاره دَ فسح دَ ګډُورى خوړلو دَ پاره کُومه کوټه مُقرره شوے ده؟ ۱۵هغه به تاسو ته يوه لويه تياره بالاخانه وښائى، زمُونږ دَ پاره هلته دَ فسح تيارئ وکړئ.“

۱۶بيا مُريدان روان شول اَؤ هر کله چه ښار ته دَ ننه شول نو هغوئ هر څۀ هغه شان ومُوندل لکه چه هغۀ ورته وئيلى وُو، نو هغوئ دَ فسح تيارى وکړله.

۱۷ماښام دَ دولسو مُريدانو سره عيسىٰ راغے. ۱۸څۀ وخت چه هغوئ ډوډئ ته کښيناستل نو عيسىٰ ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په تاسو کښے به يو په ما مُخبرى کوى، هغه يو چه ما سره ډوډئ خورى.“

۱۹په دے هغوئ غمژن شول اَؤ يو يو هغۀ ته ووئيل، ”يقينًا چه زَۀ به نۀ يم؟“ ۲۰هغۀ ورته ووئيل چه، ”دا په دولسو کښے يو دے څوک چه ما سره په يوه تالئ کښے لاس ښکته کوى. ۲۱اِبن آدم به هم داسے مړ شى لکه چه دَ هغۀ په حقله په صحيفو کښے ليکلى شوى دى خو اَفسوس په هغه سړى دے څوک چه به په اِبن آدم مُخبرى کوى! دَ هغه سړى دَ پاره به دا ډيره غوره وه چه هغه هډو پيدا شوے نۀ وے.“

دَ عشأ ربانى مُقررول

متى ۲۶ :  ۲۶ ـ ۳۰، لُوقا ۲۲ :  ۱۴ ـ ۲۰، اول کورنتيان ۱۱ :  ۲۳ ـ ۲۵

۲۲دَ خوراک په وخت عيسىٰ يوه ډوډئ راواخسته، شکر ئے پرے وکړو اَؤ ما ته ئے کړه. په هغوئ ئے وويشله اَؤ وئے وئيل، ”دا واخلئ، دا زما بدن دے.“

۲۳بيا هغۀ يو کنډول راپورته کړو اَؤ دَ خُدائے شکر ئے وويستو اَؤ هغوئ له ئے ورکړو اَؤ هغوئ ټولو ترے وڅښل. ۲۴اَؤ بيا هغۀ ووئيل چه ”دا زما دَ وعدے وينه ده چه دَ ډيرو خلقو دَ پاره توئيږى. ۲۵يقينًا زَۀ تاسو ته دا وايم چه دَ انګورو اوبۀ به زَۀ بيا تر هغے ورځے پورے هيڅ کله ونۀ څښم تر څو چه زَۀ دَ خُدائے په بادشاهئ کښے تازه ونۀ څښم.“

۲۶دَ ثنا وئيلو نه پس هغوئ بهر ووتل اَؤ دَ ښونانو غرۀ ته لاړل.

دَ پطروس دَ اِنکار پيشن ګوئى

متى ۲۶ :  ۳۱ ـ ۳۵، لُوقا ۲۲ :  ۳۱ ـ ۳۴، يوحنا ۱۳ :  ۳۶ ـ ۳۸

۲۷اَؤ عيسىٰ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول به تيندک وخورئ ځکه چه دا ليکلى شوى دى چه، ”زَۀ به شپُون ووهم اَؤ ګډے به خورے ورے شى.“ ۲۸خو بيا هم چه زَۀ دوباره پاڅولے شم نو زَۀ به له تاسو نه وړاندے ګليل ته لاړ شم.“

۲۹پطروس جواب ورکړو، ”بل هر يو به تيندک وخورى خو زَۀ به ئے ونۀ خورم.“

۳۰عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تا ته دا وايم چه نن، هم په دے شپه دَ چرګ دَ بانګ نه دوه ځله اول به تۀ درے ځله زما نه اِنکارى شے.“

۳۱خو هغۀ بيا بيا په دے زور ورکړو، ”که چرے زَۀ تا سره مړ هم شم خو له تا نه به چرے هم مُنکر نۀ شم.“

اَؤ هغوئ ټولو هم دغه شان ووئيل.

په ګيتسمنے کښے دُعا کول

متى ۲۶ :  ۳۶ ـ ۴۶، لُوقا ۲۲ :  ۳۹ ـ ۴۶

۳۲کله چه هغوئ ګيتسمنے نُومے ځائے ته ورسيدل نو عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل، ”تر څو چه زَۀ دُعا کوم تاسو دلته کښينئ.“ ۳۳اَؤ بيا ئے دَ ځان سره پطروس، يعقُوب اَؤ يوحنا بوتلل، نو هيبت واخستو اَؤ ساه ډوبى پرے راغله. ۳۴اَؤ هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”زما زړۀ دَ غمه چوى اَؤ مرګ ته نزدے يم. دلته ايسار شئ، بيدار اوسئ.“ ۳۵بيا هغه لږ وړاندے لاړو اَؤ په مزکه پريوتو اَؤ دُعا ئے وغوښتله، ”که دا کيدے شى نو دا ساعت دِ له ما نه تير شى.“ ۳۶هغۀ ووئيل، ”آبا،“ يعنے پلاره! ”ستا دَ پاره هر څۀ مُمکن دى. دا دَ مُصيبت پياله له مانه لرے کړه، داسے نه لکه چه زَۀ ئے غواړم، داسے لکه چه تۀ ئے غواړے.“ ۳۷هغه بيرته راغے اَؤ هغوئ ئے اُودۀ ومُوندل. نو هغۀ پطروس ته ووئيل، ”شمعُونه! اُودۀ يئے څۀ؟ آيا تۀ يوے ګينټے قدر له هم ويښ نۀ شوے پاتے کيدے؟ ۳۸ټول ويښ اوسئ اَؤ دُعا کوئ چه تاسو په آزميښت کښے پرے نۀ وزئ. رُوح خو تيار دے خو بدن کمزورے دے.“

۳۹يو ځل بيا هغه لاړو اَؤ هم هغه شان ئے دُعا وغوښته. ۴۰چه بيرته راغے نو هغوئ ئے بيا اُودۀ ومُوندل ځکه چه دَ هغوئ سترګے درنے وے، اَؤ هغوئ په دے نۀ پوهيدل چه څۀ جواب ورکړى.

۴۱دريم ځل هغه راغے اَؤ هغوئ ته ئے ووئيل چه ”هغسے لا اُودۀ يئ اَؤ هغسے لا آرام کوئ؟ بس دے! وشوه، وخت راغے، اِبن آدم ګُناه ګارانو ته حواله کيږى. ۴۲پورته شئ، ځئ چه ځُو! زما مُخبر نزدے راغلے دے.“

په عيسىٰ مُخبرى اَؤ دَ هغۀ ګرفتارى

متى ۲۶ :  ۴۷ ـ ۵۶، لُوقا ۲۲ :  ۴۷ ـ ۵۳، يوحنا ۱۸ :  ۳ ـ ۱۲

۴۳سمدستى چه لا عيسىٰ خبرے کولے يهوداه چه په دولسو مُريدانو کښے يو وو، هغه اَؤ ډير خلق چه تُورے اَؤ کوتکے ورسره وے راڅرګند شول. هغوئ مشرانو کاهنانو، دَ شرعے عالمانو اَؤ اولسى مشرانو راليږلى وُو. ۴۴مُخبر دَ هغوئ سره يو نخښه مُقرره کړے وه، ”هغه څوک چه زَۀ کښل کړم هغه دے. هغه ونيسئ اَؤ دَ ځان سره ئے په حفاظت بوزئ.“

۴۵کله چه دَئے هغه ځائے ته راورسيدو نو هغه سمدستى وروړاندے شو اَؤ عيسىٰ ته ئے ووئيل، ”اُستاذه!“ اَؤ کښل ئے کړو. ۴۶بيا هغوئ هغه ونيوو اَؤ قابو ئے کړو. ۴۷په هغه خلقو کښے چه ولاړ وُو يو کس خپله تُوره راوويسته اَؤ دَ مشر کاهن په نوکر ئے ګُذار وکړو اَؤ دَ هغۀ غوږ ئے پريکړو. ۴۸بيا عيسىٰ ووئيل، ”آيا تاسو ما ډاکُو ګڼئ چه دَ تُورو اَؤ کوتکو سره زما په نيولو پسے راوتلى يئ څۀ؟ ۴۹زَۀ هره ورځ تاسو سره دَ خُدائے په کور کښے وم اَؤ تعليم مے درکولو خو تاسو ما ته لاس نۀ وو راوړے. دا ځکه وشول چه صحيفے پُوره شى.“ ۵۰نو بيا دے مُريدانو يواځے پريښودو اَؤ ټول ترے وتښتيدل.

۵۱څوک چه ورسره وُو په هغو کښے يو ځوان وو چه دَ مهينے لټے دَ څادر لنګ ئے وهلے وو. ۵۲هغوئ دَ هغۀ دَ نيولو کوشِش وکړو خو هغۀ خپل دَ مهينے لټے څادر پريښودو اَؤ لغړ بربنډ وتښتيدلو.

دَ عيسىٰ دَ جرګے په مخ کښے پيشى

متى ۲۶ :  ۵۷ ـ ۶۸، لُوقا ۲۲ :  ۵۴ ـ ۵۵، ۶۳ ـ ۷۱، يوحنا ۱۸ :  ۱۳ ـ ۱۴، ۱۹ ـ ۲۴

۵۳بيا هغوئ عيسىٰ دَ مشر کاهن کورته روان کړو چرته چه مشران کاهنان، دَ شرعے عالمان اَؤ اولسى مشران ټول را جمع کيدل. ۵۴پطروس عن دَ مشر کاهن دَ غولى پورے ورپسے روستو روستو تلو اَؤ هلته هغه دَ نوکرانو سره کښيناستو اَؤ اور ته ئے ځان تودوو. ۵۵مشرانو کاهنانو اَؤ ټولے جرګے دا کوشش وکړو چه دَ عيسىٰ په خلاف داسے څۀ ګواهى پيدا کړى چه دَ مرګ حُکم پرے وکړى خو داسے ګواهى ئے پيدا نۀ کړے شوه. ۵۶ډيرو دَ هغۀ برخلاف دَ دروغو ګواهى وکړه خو دَ هغو بيان دَ يو بل سره نۀ يو کيدلو.

۵۷ځنى پاڅيدل اَؤ دَ هغۀ برخلاف ئے داسے دَ دروغو ګواهى وکړه چه ۵۸”مُونږ دَ دَۀ دَ خُلے نه دا آؤريدلى دى چه زَۀ به دا دَ خُدائے کور ورانوم چه بنى آدمو ودان کړے دے اَؤ په دريو ورځو کښے به بل داسے ودان کړم چه هغه به په لاسُونو نۀ وى جوړ شوے.“ ۵۹خو په دے خبره دَ هغوئ په ګواهئ کښے يووالے نۀ وو.

۶۰نو بيا مشر کاهن په خپل ځائے ودريدلو اَؤ دَ عيسىٰ نه ئے پتوس وکړو، ”دا ګواهان چه ستا خلاف څۀ اِلزامُونه لګوى، دَ دے ستا سره څۀ جواب شته؟“

۶۱خو هغه چپ پاتے شو اَؤ هيڅ جواب ئے ورنۀ کړو. بيا مشر کاهن ترے تپوس وکړو، ”آيا تۀ دَ تبارک الله زوئے مسيح ئے څۀ؟“

۶۲عيسىٰ ووئيل چه ”زَۀ يم اَؤ تاسو به اِبن آدم دَ خُدائے ښى لاس ته ناست اَؤ دَ آسمان په وريځو کښے په راتلو ووينئ.“

۶۳نو بيا مشر کاهن خپلے جامے وشلولے اَؤ وئے وئيل، ”دَ دے نه پس هم دَ نورو ګواهانو څۀ حاجت شته؟ ۶۴تاسو په خپله کُفر واؤريدو، تاسو په کښے څۀ وايئ؟“

هغوئ په شريکه فتوىٰ ولګوله اَؤ دَ قتل حُکم ئے پرے وکړو.

۶۵چا په هغۀ تُوکل اَؤ په سُوکونو ئے وهلو اَؤ چغے ئے وهلے چه ”پيشن ګوئى وکړه!“ اَؤ دَ هغوئ نوکرانو هم په هغۀ راباندے کړے.

دَ پطروس اِنکار

متى ۲۶ :  ۶۹ ـ ۷۵، لُوقا ۲۲ :  ۵۶ ـ ۶۲، يوحنا ۱۸ :  ۱۵ ـ ۱۸، ۲۵ ـ ۲۷

۶۶په دے دوران کښے پطروس لا هغه شان په غولى کښے وو. دَ مشر کاهن يوه خدمتګاره په هغه لار تيريده. ۶۷چه هغه ئے اور ته په توديدو وليدو، نو هغے هغۀ ته وکتل اَؤ وئے وئيل، ”تۀ خو هم دَ دے ناصرى عيسىٰ ملګرے وے.“

۶۸خو هغه مُنکر شو اَؤ وئے وئيل، ”ما ته هيڅ پته نِشته، زَۀ نۀ پوهيږم چه ستا مطلب څۀ دے.“ بيا هغه بهر ډيوډئ ته لاړو.

۶۹اَؤ هغے خدمت ګارے هغه هلته بيا وليدو اَؤ ولاړو خلقو ته ئے ووئيل، ”دَئے دَ هغۀ ملګرے دے.“ ۷۰اَؤ هغه بيا مُنکر شو.

ناستو خلقو يو ځل بيا پطروس ته ووئيل، ”بے شکه تۀ دَ هغوئ نه يو ئے ځکه چه تۀ دَ ګليل يئے.“ ۷۱په دے هغه په ښيرو سر شو اَؤ په قسم سره ئے ووئيل، ”تاسو چه دَ کوم سړى ذکر کوئ زَۀ هغه نۀ پيژنم.“

۷۲بيا چرګ دويم ځل بانګ ووے اَؤ پطروس ته راياد شو چه عيسىٰ هغۀ ته وئيلى وُو چه ”دَ چرګ دَ دوه ځله بانګ وئيلو نه وړاندے به تۀ زما نه درے ځله مُنکر شے،“ اَؤ دَ هغۀ اوښکے روانے شوے اَؤ په ژړا شو.