0:00 / 0:00
Next chapter

دَ مرقوس په مُطابق دَ مالِک عيسىٰ مسيح زيرے

شپاړسم باب

دَ عيسىٰ بيا ژوندے کيدل

متى ۲۸ :  ۱ ـ ۸، لُوقا ۲۴ :  ۱ ـ ۱۲، يوحنا ۲۰ :  ۱ ـ ۱۰

۱هر کله چه دَ سبت ورځ تيره شوه، مريم مګدلينى، دَ يعقُوب مور مريم اَؤ سلومى خوشبويه تيل په بيعه واخستل اَؤ نيت ئے وکړو چه ورشى اَؤ په عيسىٰ ئے واچوى. ۲اَؤ دَ اِتوار په ورځ سحر وختى دَ نمر راختو نه لږ وروستو هغوئ ګنبد ته راغلے. ۳هغوئ په خپلو کښے دے سودا اخستے وے چه ”مُونږ ته به دَ ګنبد دَ خُلے نه کاڼے څوک ورغړوى؟“ ۴خو چه هغوئ پورته وکتل نو څۀ ګورى چه هغه کاڼے چه ډير غټ وو دَ مخکښے نه رغړيدلے وو. ۵هغوئ چه ګنبد ته ورننوتے، نو يو ځوان ئے وليدو چه ښى اړخ ته ناست وو اَؤ سپينه چُوغه ئے اغوستے وه اَؤ هغوئ اريانے دريانے شوے.

۶خو هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”دَ څۀ نه ويريږئ مه، تاسو عيسىٰ ناصرى لټوئ څوک چه په سولئ کړے شوے وو. هغه بيا پورته کړے شوے دے، هغه دلته کښے نِشته. ګورئ! دا هغه ځائے دے چه هغه ئے په کښے ايښے وو. ۷لاړے شئ، دَ هغۀ مُريدانو اَؤ پطروس ته دا پيغام ورسوئ چه هغه ستاسو نه وړاندے ګليل ته روان دے، تاسو به هغه هلته ووينئ لکه چه هغۀ تاسو ته وئيلى وُو.“

۸نو هغوئ بهر ووتے اَؤ دَ ګنبد نه په تيښته لاړے ځکه چه هغوئ ډيرے هيبت اخستے وے. هغوئ هيچا ته هم غږ ونۀ کړو ځکه چه هغوئ ويريدے.

دَ عيسىٰ مريم مګدلينى ته ظاهريدل

متى ۲۸ :  ۹ ـ ۱۰، يوحنا ۲۰ :  ۱۱ ـ ۱۸

۹کله چه عيسىٰ دَ اِتوار په سحر دَ مړو نه پاڅولے شو نو اول مريم مګدلينى ته ښکاره شو دَ چا نه چه هغۀ اُووۀ پيريان لرے کړى وُو. ۱۰هغه لاړه اَؤ دَ هغۀ په وير ژړا سر غمژنو مُريدانو ته ئے خبر ورکړو. ۱۱خو چه هغوئ دا واؤريدل چه ژوندے شوے دے اَؤ هغے ليدلے دے نو باور ئے پرے ونۀ کړو.

دَ عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ظاهريدل

لُوقا ۲۴ :  ۱۳ ـ ۳۵، متى ۲۸ :  ۱۶ ـ ۲۰، لُوقا ۲۴ :  ۳۶ ـ ۴۹، يوحنا ۲۰ :  ۱۹ ـ ۲۳، اَعمال ۱ :  ۶ ـ ۸

۱۲پس له هغے هغه په يو بل شکل کښے په نورو دوؤ کسانو باندے پيښ شو څوک چه ميرے ته په لاره روان وُو. ۱۳هغوئ هم لاړل اَؤ دا خبر ئے نورو ته ورسوو خو بيا هم هيچا پرے يقين ونۀ کړو.

۱۴آخر هغه په يوولسو مُريدانو په هغه وخت ښکاره شو چه هغوئ ډوډئ ته ناست وُو، اَؤ هغۀ هغوئ په سختو زړُونو اَؤ بے يقينئ ملامته کړل ځکه چه هغوئ دَ هغه خلقو په وينا يقين نۀ وو کړے چا چه هغه دوباره ژوندے ليدلے وو. ۱۵بيا هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”دَ تمامے دُنيا هرے سيمے ته لاړ شئ اَؤ زما دَ زيرى وعظ ټول مخلوق ته وکړئ. ۱۶هر څوک چه په دے ايمان راؤړى اَؤ بپتسمه واخلى نو هغه به خلاصُون بيا مُومى، اَؤ هر څوک چه پرے ايمان رانۀ وړى هغه به مُجرم شى. ۱۷دَ ايمان په راؤړلو به ترے دا مُعجزے څرګنديږى چه زما په نُوم به پيريان لرے کوى اَؤ په نا آشنا ژبو به خبرے کوى. ۱۸که هغوئ مارانو له لاس وروړى يا زهر وخورى نو هغوئ ته به ضرر نۀ رسى، اَؤ په کُومو ناروغو چه هغوئ لاس کيږدى، هغوئ به جوړ شى.“

دَ عيسىٰ آسمان ته ختل

لُوقا ۲۴ :  ۵۰ ـ ۵۳، اَعمال ۱ :  ۹ ـ ۱۱

۱۹دَ هغوئ سره دَ خبرو کولو نه پس مالِک عيسىٰ آسمان ته پورته کړے شو اَؤ هغه دَ خُدائے ښى طرف ته کښيناستو. ۲۰اَؤ هغوئ ووتل اَؤ کلام ئے آؤروو اَؤ مالِک دَ هغوئ سره کار کاوو اَؤ کلام ئے دَ هغه مُعجزو په وسيله چه هغوئ کولے، ثابتولو.

Next chapter