Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱څۀ وخت چه عيسىٰ دا خبرے خلاصے کړے نو دَ ګليل نه روان شو اَؤ دَ اُردن پورے غاړه دَ يهوديه علاقے ته راغے. ۲ګڼ خلق ورپسے وُو اَؤ هغۀ هغوئ هلته روغ کړل.
۳څۀ فريسيان راغلل اَؤ په دے ئے دَ هغۀ آزميښت وکړو چه ”آيا دَ يو سړى دَ پاره دا روا دى چه په هره وجه چه وى خپلے ښځے ته طلاق ورکړى؟“
۴هغۀ په جواب کښے ورته ووئيل چه ”آيا تاسو دا نۀ دى لوستى چه خالق په اول سر کښے ”نر اَؤ ښځه پيدا کړل؟“ ۵اَؤ وئے وئيل چه ”په دے وجه به سړے خپل مور پلار نه بيل شى اَؤ دَ خپلے ښځے سره به يو ځائے شى، اَؤ دا دواړه به يو وجُود شى.“ ۶نو دوى دوه نۀ دى بلکه يو وجُود دى. ځکه چه خُدائے دوئ يو ځائے کړى دى نو بنى آدم دِ ئے کله هم نۀ جُدا کوى.“ ۷هغوئ دا اِعتراض وکړو چه ”بيا مُوسىٰ حکم ولے کړے دے چه په طلاق نامه دِ سړے خپله ښځه پريښودے شى؟“ ۸هغۀ جواب ورکړو چه ”مُوسىٰ تاسو ته دَ خپلے ښځے دَ پريښودو اِجازت ستاسو دَ زړُونو دَ سختوالى په وجه درکړو، خو دَ شروع نه خبره داسے نۀ وه. ۹زَۀ تاسو ته وايم چه که څوک بغير دَ زِناکارئ دَ جُرم نه په بله څۀ وجه خپلے ښځے ته طلاق ورکوى اَؤ بل وادۀ کوى نو هغه زِنا کوى.“
۱۰مُريدانو عيسىٰ ته ووئيل، ”که دَ سړى دَ خپلے ښځے سره دا حال وى نو دا به ښۀ وى چه څوک دے هډو وادۀ نۀ کوى.“
۱۱دَ دے په جواب کښے عيسىٰ ووئيل چه ”دا خبره داسے ده چه هر سړے ئے نۀ شى منلے خو يواځے هغه خلق چه خُدائے دَ زغملو طاقت ورکړے وى. ۱۲ځنے داسے خلق دى چه دَ مور دَ ګيډے نه يا خو خواجه پيدا دى اَؤ يا بنى آدمو خواجه کړى دى، خو ځنے داسے دى چه هغوئ خپل ځانُو نه دَ آسمان دَ بادشاهئ دَ پاره خواجه کوى. څوک ئے چه قبلولے شى هغه دِ قبول کړى“.
۱۳هغوئ عيسىٰ ته ماشُومان راوستل چه لاس پرے کيږدى اَؤ دُعا ورته وکړى، خو مُريدانو ورټل. ۱۴عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”ماشُومان راپريږدئ چه ما ته راشى اَؤ مه ئے منع کوئ ځکه چه دَ آسمان بادشاهى هم دَ داسے خلقو ده.“
۱۵بيا هغۀ په هغوئ لاسُونه راکښل اَؤ روان شو.
۱۶اَؤ بيا يو سړے عيسىٰ له راغے اَؤ سوال ئے وکړو، ”اُستاذه! زَۀ کُومه داسے نيکى وکړم چه تل عمرى ژوندون مے نصيب شى؟“
۱۷عيسىٰ ورته ووئيل، ”دَ نيکئ په حقله ولے تپوس کوے؟ نيک خو يو دے، خو که تۀ غواړے چه په تل عُمرى ژوندُون کښے داخل شے نو دَ شرعے په حُکمُونو عمل کوه.“ ۱۸هغه سړى تپوس وکړو چه ”کُوم حُکمُونه؟“ عيسىٰ ورته ووئيل، ”قتل مه کوه، زِنا مه کوه، غلا مه کوه، دَ دروغو ګواهى مه کوه، ۱۹دَ مور پلار عزت کوه اَؤ دَ خپل ګاونډى سره دَ ځان په شان مينه کوه.“ ۲۰هغه ځوان جواب ورکړو چه ”ما په دے ټولو عمل کړے دے خو په ما کښے څۀ کمے دے؟“
۲۱عيسىٰ ورته ووئيل، ”که تۀ کامِل کيدل غواړے نو لاړ شه، خپل ټول مال اَسباب خرڅ کړه اَؤ خوارانو ته ئے ورکړه، نو بيا به تۀ دَ آسمان خزانے ومُومے. بيا راځه اَؤ په ما پسے شه.“
۲۲هغه ځوان چه دا خبره واؤريده نو خفه زهير لاړو ځکه چه هغه ډير مالدار سړے وو.
۲۳عيسىٰ خپلو مُريدانو ته ووئيل چه ”بے شکه مالدار ته دَ آسمان په بادشاهئ کښے داخليدل ګرانه خبره ده. ۲۴زَۀ درته دوباره وايم چه دَ يو اُوښ دَ پاره دَ ستنے په سُوم کښے تيريدل آسان دى، په نسبت دَ يو مالدار سړى دَ خُدائے په بادشاهئ کښے داخليدل.“
۲۵مُريدانو چه دا واؤريدل نو حق حيران شول. هغوئ تپوس وکړو، ”نو بيا به څوک خلاصُون مُومى؟“
۲۶عيسىٰ هغوئ ته وکتل اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”دَ بنى آدم دَ پاره خو دا نامُکنه ده ولے خُدائے هر څۀ کولے شى“.
۲۷په دے خبرے پطروس ووئيل چه ”مُونږ خو دَ دے دَ پاره هر څۀ پريښى دى چه تا پسے روان شُو، نو هلته به زمُونږ دَ پاره څۀ وى؟“ ۲۸عيسىٰ ورته په جواب کښے ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه په هغه جهان کښے هر کله چه اِبن آدم دَ خپلے لوئى په تخت کښينى نو تاسو چه ما پسے شوى يئ به هم په دولسو تختُونو کښينئ اَؤ تاسو به دَ بنى اِسرائيلو دَ دولسو قبيلو مُنصفان شئ. ۲۹هر هغه چا چه زما دَ خاطره ورُوڼه، خويندے، پلار، مور، اَؤلاد، مزکه، جائيداد اَؤ کورُونه پريښى دى هغوئ به يو په سل بيا مُومى اوتل عُمرى ژوندون به ئے نصيب شى. ۳۰خو ډير وړُومبى به وروستى کړے شى اَؤ ډير وروستى به وړُومبى شى“.