Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱هغوئ بيتُ المُقدس ته نزدے شول اَؤ کله چه دوئ بيتِ فګے اَؤ دَ ښونانو غر ته ورسيدل نو عيسىٰ دوه مُريدان دَ دے هداياتو سره واستول چه ۲”مخامخ کلى ته ورشئ چرته چه به تاسو سمدستى يوه خره سره دَ کُوچى تړلے ومُومئ. هغه پرانزئ اَؤ ما له ئے راولئ. ۳که څوک درته څۀ وائى نو ورته ووايئ چه دا زمُونږ دَ مالک په کار دى اَؤ هغه به ئے تاسو سره سمدستى راپريږدى.“ ۴دا دَ هغے پيشن ګوئى پُوره کول دى چه په کښے وئيلى شوى دى چه :
۵”دَ صيون لُور ته ووايئ چه
ګوره! ستا بادشاه درروان دے،
څوک چه حليم دے، په خرۀ سور،
بلکه يو بار وړُونکى کُوچى باندے سور.“
۶مُريدان لاړل اَؤ هغه څۀ ئے وکړل چه عيسىٰ ورته وئيلى وُو. ۷خره اَؤ کُوچے ئے راوستل، هغوئ خپلے قباګانے پرے واچولے اَؤ عيسىٰ پرے سور شو. ۸ګڼو خلقو خپلے جامے دَ هغۀ په لاره کښے وغوړَولے اَؤ ځنے خلقو دَ ونو څانګے راماتے کړے اَؤ لاره ئے ورته ښائسته کړه. ۹بيا کُومه ډله چه ترے وړاندے روانه وه اَؤ چه کُومه ورپسے وه هغوئ ټولو دا چغے وهلے، ”دَ داؤد زوى ته دِ ثنا! مبارک هغه دے چه دَ رب په نُوم راځى. په هغۀ دِ په آسمان کښے هم ثنا وى!“ ۱۰کله چه عيسىٰ بيتُ المُقدس ښار ته ورننوتو نو ټول ښار بے قابو شو اَؤ په جوش کښے راغے اَؤ تپوس ئے وکړو چه ”دا څوک دے؟“
۱۱اَؤ بے شماره خلقو ورته جواب ورکړو چه ”دا عيسىٰ نبى دے، دَ ګليل دَ ناصرت نه.“
۱۲عيسىٰ بيا دَ خُدائے کور ته ورننوتو اَؤ هغه ټول خلق چه دَ خُدائے په کور کښے ئے سوداګرى کوله، هغه ئے وشړل اَؤ دَ صرافانو تختے اَؤ دَ کونترو دَ خرڅوُونکو تختګئ ئے په بل مخ واړَولے، ۱۳اَؤ ورته ئے ووئيل چه ”صحيفے وائى چه : ”زما کور به دَ دُعا کور شى،“ خو تاسو ترے دَ ډاکوانو غار جوړَوئ.“ ۱۴دَ خُدائے په کور کښے ورته ړاندۀ اَؤ شل ګُډ خلق راغلل اَؤ دَۀ هغوئ روغ کړل. ۱۵کاهنانو اَؤ دَ شرعے عالمانو چه دا نا آشنا کارُونه وليدل چه هغۀ وکړل اَؤ دَ خُدائے په کور کښے دَ ننه ئے چه دَ ماشومانو دا چغے واؤريدے چه ”دَ داؤد په زوى دِ ثنا وى،“ ۱۶نو هغۀ ته ئے ووئيل چه ”دا ماشومان چه څۀ وائى، ته ئے آؤرے؟“ عيسىٰ جواب ورکړو چه ”هو، زَۀ ئے آؤرم. آيا تاسو صحيفے نۀ دى لوستے چه : ”دَ وړو اَؤ تى رودُونکو دَ خُلے نه تا ثنا کامله کړه.““
۱۷بيا ئے دوئ پريښودل اَؤ دَ ښار نه بهر بيتِ عنياه ته لاړل اَؤ هلته ئے شپه تيره کړه.
۱۸بل سحر چه عيسىٰ ښار ته راتلو نو وږے شو. ۱۹دَ لارے په غاړه ئے دَ اينځر يوه ونه وليده اَؤ هغے ته ورغے خو بغير دَ پاڼو ئے په کښے هيڅ ونۀ مُوندل. هغۀ ونے ته ووئيل چه ”تۀ دِ پس له دے تل تر تله شنډه يئے!“ اَؤ ونه په هغه ټکى وچه شوه.
۲۰مُريدان په دے ننداره حيران شول. هغوئ تپوس وکړو چه ”دا لا څۀ چل دے؟ دا ونه څنګه داسے سمدستى وچه شوه؟“ ۲۱عيسىٰ ورته جواب ورکړو چه ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه که چرے ستاسو ايمان کامل وى اَؤ شک نۀ کوئ نو تاسو به هم هغه څۀ وکړئ کُوم چه دَ اينځر په ونه وشول، بلکه لا دَ دے نه هم زيات. که تاسو تش دے غرۀ ته ووايئ دَ دے خپل ځايه پورته شه اَؤ سمندر کښے ګُذار شه، نو څۀ چه تاسو وايئ هغه به وشى. ۲۲کُومه دُعا چه تاسو په ايمان وغواړئ نو هغه به واړه قبُوله شى.“
۲۳عيسىٰ دَ خُدائے کور ته ننوتو اَؤ کله چه تعليم ئے ور کولو نو مشر کاهن اَؤ دَ قوم مشران ورته راغلل اَؤ دا سوال ئے پرے وکړو چه ”تۀ دا کارُونه په کُوم اِختيار کوے اَؤ دا اِختيار تاله چا درکړے دے؟“
۲۴عيسىٰ جواب ورکړو چه ”زَۀ هم ستاسو نه يو تپوس کوم، تاسو ئے جواب راکړئ اَؤ زَۀ به بيا درته وښايم چه دا کارُونه زَۀ په کُوم اِختيار کوم. ۲۵دَ يحيىٰ بپتسمه دَ خُدائے دَ لورى وه که دَ سړو؟“
هغوئ په خپلو کښے په بحث شول چه ”که مُونږ دا ووايو چه دَ خُدائے دَ طرفه وه، نو دے به دا ووائى چه بيا تاسو پرے ايمان ولے نۀ راؤړو؟ ۲۶اَؤ که دا ووايو چه دَ بنى آدمو دَ طرفه وه، نو هسے نۀ چه خلق مو ونيسى ځکه چه هغوئ ټول يحيىٰ نبى منى.“ ۲۷نو هغوئ جواب ورکړو چه ”مُونږ هيڅ خبر نۀ يُو.“ عيسىٰ ورته ووئيل چه ”بيا به زَۀ هم دا درته ونۀ ښئيم چه زَۀ په کُوم اِختيار دا کارُونه کوم.
۲۸خو تاسو په دے حقله څۀ خيال کوئ چه دَ يو سړى دوه زامن وُو. هغۀ وړُومبى ته لاړو اَؤ ورته ئے ووئيل چه زما زويه! لاړ شه اَؤ نن دَ انګورو په باغ کښے کار وکړه. ۲۹هلک ورته جواب ورکړو چه پلاره! زَۀ نۀ ځم، خو وروستو هغه پيښمانه شو اَؤ لاړو. ۳۰بيا پلار دويم زوى له راغے اَؤ ورته ئے هغه شان ووئيل. خو هغۀ جواب ورکړو چه زَۀ به ځم، خو هغه باغ ته لاړ نۀ شو. ۳۱په دواړو کښے کُوم يو دَ پلار په رضا کار وکړو؟“ هغوئ ووئيل چه ”وړُومبى.“ بيا عيسىٰ ورته ووئيل، ”زَۀ تاسو ته دا وايم چه محصُولچيان اَؤ کنجرئ به هم دَ خُدائے په بادشاهئ کښے ستاسو نه مخکښے داخليږى. ۳۲ځکه چه کله چه يحيىٰ تاسو ته دَ سمے لارے دَ ښودلو دَ پاره راغے نو تاسو پرے يقين ونۀ کړو، خو محصُولچيان اَؤ کنجرو پرے ايمان راؤړو. اَؤ سره دَ دے چه تاسو دا وليدل، تاسو پښيمانه نۀ شوئ اَؤ هغه مو ونۀ منلو.
۳۳يو بل مِثال واؤرئ : يو زميندار وو چه دَ انګورو باغ ئے ولګولو، ګير چا پيره ئے ديوال ترے تاؤ کړو اَؤ په کښے ئے دَ شرابو بټئ ولګوله اَؤ دَ څوکيدارئ دَ پاره ئے په کښے يو برج جوړ کړو اَؤ بيا ئے باغوانانو ته په اِجاره ورکړو اَؤ بل مُلک ته لاړو. ۳۴کله چه دَ ميوے موسم راغے هغۀ خپل غُلامان باغوانانو ته واستول چه خپله برخه ترے واخلى. ۳۵خو هغوئ دَ هغۀ غُلامان ونيول، يو ئے ووهو، دويم ئے مړ کړو اَؤ دريم ئے سنګسار کړو. ۳۶بيا هغۀ نور غُلامان ورواستول، دا ځل زيات کسان وُو اَؤ هغوئ ورسره هم هغه سلوک وکړو. ۳۷په آخر کښے ئے خپل زوئے په دے خيال ورواستولو چه ګنى زما دَ زوى لحاظ خو به وکړى. ۳۸خو چه باغوانانو دَ دَۀ زوئے وليدو نو يو بل ته ئے ووئيل چه هم دغه وارث دے، راځئ چه مړ ئے کړُو اَؤ په ميراث ئے قبضه وکړو. ۳۹اَؤ هغه ئے راونيوو دَ انګورو دَ باغ نه ئے بهر راوغورزولو اَؤ مړ ئے کړو.
۴۰کله چه دَ انګورو دَ باغ مالک راشى نو ستاسو څۀ خيال دے چه هغه به دَ دے باغوانانو سره څۀ سلوک کوى؟“
۴۱هغوئ جواب ورکړو چه ”هغه به دا وران کارى خامخا ووژنى اَؤ باغ به نورو باغوانانو له په اِجاره ورکړى، څوک چه به په موسم کښے دَ دَۀ دَ ميوے برخه پُوره پُوره ورکوى.“
۴۲بيا عيسىٰ هغوئ ته ووئيل چه ”تاسو چرے په صحيفو کښے دا نۀ دى لوستى چه :
”کُوم کاڼے چه ګِلکارانو رد کړو،
هم هغه دَ ګُوټ سر شو.
دا دَ خُدائے دَ طرفه وشو،
اَؤ دا زمُونږ په نظر کښے عجيبه خبره ده.“
۴۳ځکه زَۀ تاسو ته وايم چه دَ خُدائے بادشاهى به تاسو نه واخيستے شى اَؤ هغه قوم له به ورکړے شى څوک چه ئے پُوره ميوه ورکوى. ۴۴هر څوک چه دَ دے کاڼى سره تيندک وخورى هغه به ټوټے ټوټے شى، اَؤ که په چا دا راوغُورزيږى نو هغه به چيخڼى کړى.“
۴۵کله چه مشرانو کاهنانو اَؤ فريسيانو دا مثالُونه واؤريدل نو هغوئ پوهه شول چه دا ټول مِثالُونه په هغوئ پورے دى. ۴۶هغوئ غوښتل چه دَئے ګرفتار کړى خو دَ خلقو نه ويريدل ځکه چه هغوئ عيسىٰ نبى ګڼلو.