0:00 / 0:00

د متى په مطابق د مالک عيسىٰ مسيح زيرے

درويشتم باب

دَ عيسىٰ دَ فريسيانو اَؤ دَ شرعے دَ عالمانو ملامته کول

مرقوس ۱۲ :  ۳۸ ـ ۳۹، لُوقا ۱۱ :  ۴۳‏،۴۶ اَؤ ۲۰ :  ۴۵ ـ ۴۶

۱عيسىٰ بيا خپلو مُريدانو اَؤ خلقو ته داسے خبرے وکړلے چه ۲”دَ شرعے عالمان اَؤ فريسيان دَ مُوسىٰ په ګدئ ناست دى، ۳نو هر څۀ چه دوى تاسو ته وائى هغه کوئ دَ هغوئ خبرو ته غوږ ږدئ، خو دَ هغو په شان کارُونه مه کوئ ځکه چه دوئ وائى يو څۀ اَؤ کوى بل څۀ. ۴دوئ درانۀ پيټى تړى اَؤ دَ خلقو په اوږو ئے بارَوى خو دا نۀ غواړى چه دَ يو بوج دَ اوچتولو دَ پاره خپله يوه ګوته هم وروړى. ۵دوئ چه هر څۀ کوى دا دَ نمائش دَ پاره کوى. هغوئ خپل تعويزُونه غټ جوړوى اَؤ دَ خپلو چوغو ځونډى لوئے. ۶دوئ په دعوت کښے غوره ځايُونه خوښوى اَؤ په عبادت خانو کښے دَ مشرئ کُرسئ، ۷اَؤ په بازارونو کښے دَ خلقو نه سلامونه غواړى اَؤ چه دَ ربى په نوم وبللے شى. ۸تاسو ته دِ څوک ربى ونۀ وائى ځکه چه ستاسو يو اُستاذه شته اَؤ تاسو ټول ورُوڼه يئ. ۹په مزکه هيچا ته پلار مۀ وايئ ځکه چه تاسو يو پلار لرئ اَؤ هغه په آسمان کښے دے. ۱۰تاسو ته دِ څوک اُستاذ ونۀ وائى ځکه چه تاسو يو اُستاذ لرئ اَؤ هغه مسيح دے. ۱۱په تاسو کښے دِ دَ ټولو نه لوئے ستاسو خادم وى. ۱۲اَؤ هر څوک چه ځان اُوچتوى هغه به غريب کړے شى، اَؤ چه څوک ځان غريب کړى هغه به اُوچت کړے شى.“

دَ عيسىٰ په مُنافقانو پابندى

مرقوس ۱۲ :  ۴۰، لُوقا ۱۱ :  ۳۹ ـ ۴۲، ۵۲ :  ۲۰‏، ۴۷

۱۳اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! تاسو دَ آسمان دَ بادشاهئ دروازے په خلقو بندوئ، نه خو تاسو خپله ورننوزئ اَؤ نۀ نور ننوتو ته پريږدئ. ۱۴اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! اَفسوس په تاسو! تاسو دَ کُونډو مالُونه خورئ خو دَ نمائش دَ پاره اُوږده دُعا کوئ. تاسو ته به سخته سزا درکولے شى. ۱۵اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس دے چه تاسو په وچه اَؤ لمده دَ دے دَ پاره سفر کوئ چه يو کس ځان ته راواړوئ، اَؤ چه کله هغه تاسو ځان ته راواړوئ نو دَ ځان نه ئے يو په دوه چنده دَ دوزخ زوئے جوړوئ.

۱۶اَفسوس! اَئے ړندو لارښوُونکو! چه تاسو وايئ چه که څوک دَ خُدائے دَ کور قَسم وخوری نو هیڅ خبره نۀ ده، خو که هغه دَ خُدائے دَ کور دَ ننه په سرو زرو قَسم وخورى نو پابند وى. ۱۷اَئے ړندو کم عقلو! په دے دواړو کښے کُوم يو څيز اَهم دے، سرۀ زر اَؤ که دَ خُدائے کور چه زر هم پاکوى؟ ۱۸يا تاسو وايئ که څوک په قربانګاه قسم وخورى نو هيڅ خبره نۀ ده، خو که څوک دَ قربانګاه په شکرانے قَسم وخورى نو هغه پابند وى. ۱۹اَئے ړندو! کُوم څيز زيات اَهم دے، شکرانه که هغه قربانګاه چه شکرانه هم پاکوى؟ ۲۰څوک چه په قربانګاه قَسم وخورى. نو هغه په قربانګاه اَؤ په هغے باندے په موجُودو شکرانو دواړو قَسم خورى. ۲۱څوک چه دَ خُدائے په کور قَسم خورى، نو هغه په هغے اَؤ څوک چه هلته اوسى، په دواړو قَسم خورى. ۲۲اَؤ څوک چه په آسمان قَسم وخورى نو هغه دَ خُدائے په تخت اَؤ دَ هغۀ په کښيناستُونکى قسم خورى. ۲۳اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو ويلنى دَ کاږو اَؤ دَ زيرے عشُر ورکوئ خو دَ شريعت معتبرے خبرے، اِنصاف، رحم اَؤ ايمان مو پريښى دى په کار دا وه چه دا مو هم کولے اَؤ هغه مو هم پريښودلے. ۲۴اے ړندو لار ښوُونکو! ماشے خو چڼوئ خو اُوښ سره دَ ګپے تيروئ. ۲۵اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو افسوس! تاسو دَ کنډول اؤ رکابئ بهرنے اړخ پاک ساتئ خو هغه مو دَ ننه په لُوټ اَؤ بد پرهيزئ ډک کړى دى. ۲۶اَئے ړونده فريسى! اول کنډول دَ ننه صفا کړه، نو بهر به ئے هم صفا شى.

۲۷اَئے دَ شرعے عالِمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس! ستاسو مِثال دَ هغه قبرُونو دے چه بهر سپين کړى اؤ ښائسته ښکارى خو دَ ننه دَ مَړو دَ هډُوکو اَؤ دَ نورے ګندګئ نه ډک وى. ۲۸دغه حال ستاسو هم دے، په ظاهره خو تاسو صادِقان ښکارئ، ولے دَ ننه دَ مُنافقت اَؤ بے شرعے کارُونو نه ډک يئ.

دَ عيسىٰ پيشن ګوئى دَ مُنافقانو دَ دَ سزا په حقله

لُوقا ۱۱ :  ۴۷ ـ ۵۱

۲۹اَئے دَ شرعے عالمانو، فريسيانو! مُنافقانو! په تاسو اَفسوس چه تاسو دَ نبيانو زيارتُونه جوړوئ اَؤ دَ صادِقانو مقبرے ډَؤلى کوئ، ۳۰اَؤ دا وايئ چه که چرے مُونږ دَ خپلو پلارُونو نيکُونو په زمانه ژوندى وئے نو دَ نبيانو په خُون کښے به شريک شوى نۀ وُو. ۳۱دغسے تاسو په ځان ګواهى کوئ چه تاسو دَ هغو خلقو زامن يئ چا چه نبيان وژلى وُو. ۳۲نو ځئ اَؤ دَ خپلو پلارونو نيکُونو نيمګړے کنډول ډک کړئ. ۳۳اَئے مارانو اَؤ دَ مارانو بچو! فکر وکړئ چه تاسو به دَ دوزخ دَ سزا نه څنګه خلاص شئ؟ ۳۴ځکه زَۀ تاسو ته نبيان حکيمان اَؤ دَ شرعے عالمان دراستوم نو ځنى به تاسو مړۀ کړئ، ځنے به په سولئ کړئ اَؤ ځنے به په خپلو عبادت خانو کښے په کروړو ووهئ اَؤ دَ يو ښار نه به ئے بل ښار ته په مخه کړئ. ۳۵دغه شان به دَ ټولو بے ګُناه خلقو په مزکه دَ توئے شوے وينے جُرم ستاسو په غاړه شى، دَ بے ګُناه هابيل نه دَ برکياه دَ زوئے زکرياه تر وينے پورے، څوک چه تاسو دَ خُدائے دَ کور اَؤ قربانګاه په مينځ کښے مړ کړو. ۳۶زَۀ تاسو ته رښتيا وايم چه دا ټول به په دے پيړئ باندے راځى.

دَ عيسىٰ بيتُ المُقدس دَ پاره خفګان کول

لُوقا ۱۳ :  ۳۴ ـ ۳۵

۳۷اَئے بيتُ المُقدسه! اَئے دَ بيتُ المُقدس ښارئے! چه تۀ نبيان وژنے اَؤ رسُولان سنګساروَے چه تا ته راليږلے شوى دى. ما څو ځله دا کوشش وکړو چه ستا بچى راغونډ کړم، داسے لکه چه چرګه خپل بچى تر وزرو لاندے کوى، خو تا دا نۀ غوښتل. ۳۸وګوره! هغه دے ستاسو کور چه شاړ پاتے کيږى. ۳۹اَؤ زَۀ تاسو ته دا وايم چه تاسو به تر هغه وخته ما ونۀ وينئ تر څو چه دا ونۀ وايئ چه ”مُبارک دِ وى هغه چه څوک دَ رب په نوم راځى.“