Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د عیسی مسیح په هکله د متي انجیل
شپږم فصل
د خیرات په هکله تعلیم
۱ پام کوئ چې د خپلې دیندارۍ کارونه د دې دپاره د خلکو په مخکې ونه کړئ چې نور یې وویني. که داسې وکړئ، نو د خپل اسماني پلار له خوا به ستاسو دپاره هېڅ اجر نه وي. ۲ کله چې چا ته خیرات ورکوئ، نو سرنی مه وهئ چې خلک پرې خبر شي لکه څنګه چې منافقان یې په کنیسو او کوڅو کې کوي، ترڅو خلک یې صفتونه وکړي. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. ۳ خو کله چې خیرات ورکوئ، نو هغه داسې ورکړئ چې چپ لاس مو خبر نه شي چې ښي لاس مو څه کوي. ۴ نو خپل خیرات پټ ورکړئ بیا به ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي تاسو ته اجر درکړي.
د دعا په هکله تعلیم
(لوقا ۱۱:۲-۴)
۵ کله چې دعا کوئ، نو د منافقانو په شان مه اوسئ. هغوی دا خوښوي چې په کنیسو او د کوڅو په غاړه ودریږي او دعا وکړي، ترڅو خلک هغوی وویني. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. ۶ خو کله چې تاسو دعا کوئ، نو خپلې کوټې ته ننوځئ، دروازه بنده کړئ او د خپل نهلیدونکي اسماني پلار په حضور کې دعا وکړئ او ستاسو اسماني پلار چې په ټولو پټو رازونو باندې پوهیږي، تاسو ته به اجر درکړي.
۷ تاسو په خپلو دعاګانو کې د کافرانو په شان بېمعنی کلمې مه تکراروئ. هغوی فکر کوي چې د دوی دا اوږدې اوږدې دعاګانې به قبولې شي. ۸ د هغوی په شان مه کېږئ، ځکه چې ستاسو پلار د مخکې نه ستاسو د اړتیاوو څخه چې تاسو ورته سوال کوئ، خبر دی. ۹ نو بیا داسې دعا وکړئ:
ای زمونږ اسماني پلاره،
ستا نوم دې پاک وي،
۱۰ ستا پاچاهي دې راشي.
ستا اراده دې په ځمکه هم پوره شي
لکه څنګه چې په اسمان کې پوره کیږي.
۱۱ مونږ ته خپل ورځنی رزق همدا نن راکړه.
۱۲ زمونږ ګناهونه وبخښه،
لکه څنګه چې مونږ هم هغه خلک بخښو
چې زمونږ په وړاندې ګناه کوي.
۱۳ مونږ په وسوسه کې مه اچوه، خو مونږ د شیطان د بدۍ نه وساته،
[ځکه چې پاچاهي، قدرت او لویي به تل ترتله ستا وي. آمین.]
۱۴ که چېرې تاسو هغه خلک وبخښئ چې ستاسو په وړاندې یې ګناه کړې ده، نو ستاسو اسماني پلار به هم تاسو وبخښي. ۱۵ خو که چېرې تاسو د نورو ګناهونه ونه بخښئ، نو ستاسو اسماني پلار به هم ستاسو ګناهونه ونه بخښي.
د روژې په هکله تعلیم
۱۶ کله چې روژه نیسئ، نو د منافقانو په شان خپل ځانونه غمجن مه ښایئ، ځکه چې هغوی خپلې څېرې داسې بدلوي چې نور خلک یې وویني چې دوی روژه نیولې ده. په یقین سره زه تاسو ته دا وایم چې هغوی خپل اجر ترلاسه کړی دی. ۱۷ خو کله چې ته روژه نیسې، نو خپل سر غوړوه او خپل مخ دې وینځه، ۱۸ ترڅو نور خلک پوه نه شي چې تا روژه نیولې ده، یوازې ستا اسماني پلار به چې څوک یې لیدلی نه شي، درباندې پوه شي او ستا اسماني پلار چې د پټو کارونو څخه خبر دی، تا ته اجر درکړي.
د اسمان خزانې
(لوقا ۱۲:۳۳-۳۴)
۱۹ د خپلو ځانونو دپاره د ځمکې په مخ خزانې مه ذخیره کوئ، یعنې په کوم ځای کې چې چینجي او زنګ یې له منځه وړي او غله ورپسې دېوالونه سوري کوي او هغه غلا کوي. ۲۰ د هغې په ځای د خپلو ځانونو دپاره په اسمان کې خزانې ذخیره کړئ چې چینجي او زنګ یې له منځه نه شي وړلی او نه غله ورپسې دېوالونه سوري کولای شي چې هغه غلا کړي. ۲۱ ځکه په هرځای کې چې ستا خزانه وي، نو ستا زړه به هم هلته وي.
د بدن څراغ
(لوقا ۱۱:۳۴-۳۶)
۲۲ ستا سترګې ستا د بدن دپاره لکه د څراغ په شان دي. کله چې دې سترګې روغې وي، نو ټول بدن به دې هم رڼا وي، ۲۳ خو که سترګې دې روغې نه وي، نو ټول بدن به دې په تیاره کې وي. که چېرې هغه رڼا چې په تا کې ده هغه تیاره شي، نو دا به څومره لویه تیاره وي!
خدای او شتمني
(لوقا ۱۶:۱۳، ۱۲:۲۲-۳۱)
۲۴ هېڅوک نه شي کولای چې د دوو بادارانو خدمت وکړي، ځکه چې یا خو به د یو څخه کرکه کوي او د بل سره به مینه او یا به یو ته وفادار وي او بل ته به په سپکه سترګه ګوري. تاسو نه شئ کولای چې هم د خدای بندګي وکړئ او هم د پیسو.
اندېښنه مه کوئ
۲۵ نو له دې امله تاسو ته وایم چې د خپل ژوند په هکله اندېښنه مه کوئ چې څه به خورئ او څه به څښئ او هم د خپل بدن په هکله چې څه شی به اغوندئ. ایا ژوند د خوړو څخه او بدن د کالیو څخه مهم نه دی؟ ۲۶ د هوا مرغانو ته وګورئ. هغوی نه څه کري او نه څه رېبي او نه څه په ګودامونو کې ذخیره کوي، خو بیاهم ستاسو اسماني پلار هغوی ته روزي رسوي. ایا تاسو د هغو څخه ډېر ارزښت نه لرئ؟ ۲۷ ایا په تاسو کې څوک کولای شي چې په اندېښنو سره د خپل عمر یو ساعت هم زیات کړي؟ ۲۸ نو بیا ولې د خپلو کالیو دپاره اندېښنه کوئ؟ ځنګلي ګلانو ته وګورئ چې څنګه لوییږي. هغوی نه کار کوي او نه د ځان دپاره کالي جوړوي. ۲۹ بیا هم زه تاسو ته وایم چې حتی سلیمان پاچا هم د خپل ټول شان او شوکت سره د دې ګلانو په شان ښکلي کالي نه وو اغوستي. ۳۰ خو که چېرې خدای د صحرا واښو ته چې نن دلته دي او سبا په تنور کې سوځول کیږي داسې کالي ورکولای شي، ایا هغه به تاسو ته د هغو څخه ښه کالي در نه کړي؟ ستاسو ایمان ولې دومره کمزوری دی؟ ۳۱ نو اندېښنه مه کوئ او مه وایئ: ‹مونږ به څه خورو؟ څه به څښو؟ او څه به اغوندو؟› ۳۲ ځکه چې نور قومونه د دې ټولو شیانو په هکله اندېښنه کوي، خو ستاسو اسماني پلار پوهیږي چې تاسو دې ټولو شیانو ته اړتیا لرئ. ۳۳ خو د هر څه نه لومړی د خدای پاچاهي او د هغه عدالت وغواړئ، نو بیا به دا ټول شیان هم تاسو ته درکړل شي.
۳۴ نو د سبا دپاره اندېښنه مه کوئ، ځکه چې د سبا اندېښنې د سبا دپاره دي. د نن ورځې ستونزې د نن دپاره بس دي.