د میکاه نبي کتاب

دوهم فصل

د هغو خلکو سرنوشت چې په غریبانو باندې ظلم کوي

۱ افسوس ستاسو په حال چې په شپه کې ویښ پراته یئ او بدې نقشې جوړوئ! کله چې سهار شي، نو څنګه چې موقع په لاس درشي، تاسو خپلې بدې نقشې عملي کوئ. ۲ کله چې ستاسو زړه پټي وغواړي، نو د خلکو پټي په زور نیسئ. کله چې ستاسو زړه کورونه وغواړي، نو تاسو د خلکو کورونه نیسئ. د هېچا کورنۍ یا جایداد په امن کې نه دی.

۳ څښتن داسې وایي چې زه اراده لرم چې په تاسو باندې یو افت راولم او تاسو به نه شئ کولای چې ځان ورڅخه خلاص کړئ. تاسو به په بلا اخته شئ او نور به په غرور سره نه ګرځئ. ۴ کله چې هغه وخت راشي، نو ستاسو دښمنان به تاسو ته پېغور درکوي او هغوی به ستاسو د غم په هکله دا سندره وایي:

مونږ بیخي تباه شو

څښتن زمونږ نه خپل وطن اخیستی

او هغه یې ورکړی هغو خلکو ته دی

چې اسیران کړي یو مونږ

۵ نو کله چې هغه وخت راورسیږي چې هغه ځمکه بېرته د څښتن قوم ته ورکړل شي، نو په هغې کې به ستاسو د اولادونو هېڅ برخه نه وي.

۶ خلک ماته وایي: «داسې خبرې مه کوه، مونږ ته وعظ مه کوه. د دې خبرو په هکله تبلیغ مه کوه. خدای به مونږ نه شرموي. ۷ ایا داسې باید وویل شي، ای د اسراییلو قومه؟ ایا څښتن خپله حوصله له لاسه ورکړې؟ ایا هغه به داسې کارونه کوي؟ ایا څښتن د هغه چا سره چې نېک کارونه کوي، په مهربانۍ سره خبرې نه کوي؟»

۸ خو څښتن هغو خلکو ته په ځواب کې وایي: «تاسو زما په قوم باندې د دښمن په شان حمله کوئ. کوم خلک چې د جنګ نه راروان وي، هغوی فکر کوي چې په کور کې خوندي دي، خو تاسو ورته هلته د دې انتظار کوئ چې کورتۍ‌ګانې ورڅخه غلا کړئ. ۹ تاسو زما د قوم ښځې د خپلو ښایسته کورونو څخه شړئ او د هغوی اولادونه په دې نړۍ کې زما د برکتونو څخه د تل دپاره بې‌برخې کوئ. ۱۰ پاڅېږئ او لاړ شئ، په دې وطن کې نور امن نشته. ځکه چې ستاسو د ګناهونو په خاطر دا ځای ناپاکه شوی او بلکل به له منځه لاړ شي.

۱۱ دا خلک داسې پیغمبران غواړي چې هغه دروغجن او چلباز وي او وایي: ‹زه دا پېشګویي کوم چې په تاسو باندې به شراب رابهیږي.›

د اسراییلو دپاره د جلاوطنۍ نه د خلاصون لاره

۱۲ څښتن وایي:« خو ای د اسراییلو هغو خلکو چې ژوندي پاتې یئ، زه به تاسو سره راټول کړم. زه به تاسو داسې سره راټول کړم لکه پسونه چې پنډغالي ته راټولیږي. ستاسو وطن به د ډېرو خلکو د شور‌ماشور نه بیا داسې ډک شي لکه څنګه چې څړځای د ډېرو پسونو نه ډک وي. ۱۳ زه به د هغوی دپاره یوه لاره خلاصه کړم او هغوی ته به د جلاوطنۍ نه د راوتلو لاره وښایم. هغوی به د ښار دروازې ماتې کړي او وبه وځي. د هغوی پاچا چې څښتن دی، د هغوی نه به مخکې روان وي او په خپله به د هغوی لارښوونه کوي.»