د میکاه نبي کتاب

پنځم فصل

۱ ای د اورشلیم خلکو، خپل قوتونه سره راټول کړئ! ستاسو ښار کلابند شوی دی، دښمنان د اسراییلو مشر په کوتک باندې په مخ وهي!

د بیت‌لحم نه د یو حاکم رامنځته کېدل

۲ څښتن وایي: «خو ای د بیت‌لحم افراتې، که څه هم ته په یهودا کې ډېر کوچنی ښارګوټی یې، خو ستا نه به د اسراییلو دپاره یو حاکم رامنځته شي چې د هغه د کورنۍ نسب‌نامه د پخوا زمانو نه راروانه ده.»

۳ نو څښتن به خپل قوم تر هغه وخته پورې خپلو دښمنانو ته پرېږدي، ترڅو د هغې ښځې چي د لنګون په وخت کې ده، زوی وشي. بیا به هغه اسراییلیان چې جلاوطنه دي، بېرته د خپل قوم سره راستانه شي. ۴ کله چې هغه حاکم راشي، نو د څښتن په قدرت او په خپله د څښتن خدای د جلال سره به په خپل قوم باندې حکومت وکړي. د هغه قوم به په امن کې ژوند کوي، ځکه چې د هغه لویي به ټوله نړۍ وپېژني. ۵ هغه به ارامي راولي.

خلاصون او سزا

کله چې آشوریان زمونږ په وطن باندې حمله وکړي او زمونږ دفاعي‌لیکه ماته کړي، نو مونږ به خپل ډېر قوي مشران ولېږو چې د هغوی سره وجنګیږي. ۶ هغوی به د خپلو تورو په زور په آشور یعنې د نمرود په وطن باندې بریالي شي. کله چې آشوریان زمونږ د وطن د سرحد نه تېر شي چې حمله وکړي، نو هغه حاکم به مونږ د هغوی نه وژغوري.

۷ د اسراییلو کوم جلا‌وطنه خلک چې ژوندي پاتې شوي دي، هغوی به د هغې تازه پرخې په شان وي چې څښتن په ټولو قومونو باندې اورولې وي او د هغه باران په شان به وي چې په شنو بوټو باندې اوریږي. هغوی به په خدای باندې توکل کوي، نه په انسانانو باندې. ۸ د نورو قومونو په منځ کې چې کوم اسراییلیان ژوندي پاتې دي، هغوی به د هغه زمري په شان وي چې په ځنګل کې د خوراک په لټه کې وي. هغه د پسونو منځ ته ورننوځي، په هغوی باندې به ناڅاپه ورټوپ کړي او هغه پسونه به ټوټې ټوټې کړي او هېڅ خلاصوونکی به نه وي. ۹ په دې ډول اسراییل به په خپلو دښمنانو باندې بریالی شي او هغوی ټول به له منځه یوسي.

۱۰ څښتن اسراییلو ته وایي: «په هغه وخت کې به زه ستاسو اسونه ووژنم او جنګي ګاډۍ به مو له منځه یوسم. ۱۱ زه به ستاسو د وطن ښارونه وران کړم او ستاسو ټولې قوي کلاګانې به راوغورځوم. ۱۲ زه به ستاسو جادوګري له منځه یوسم او فال‌کتونکي به نور نه وي. ۱۳ زه به ستاسو بتان او د تیږو ستنې له منځه یوسم او نور به تاسو هغو شیانو ته عبادت نه کوئ چې تاسو په خپلو لاسونو باندې جوړ کړي دي. ۱۴ زه به ستاسو په وطن کې د اشیره د بت مجسمې راوغورځوم او ستاسو ښارونه به وران کړم. ۱۵ زه به په خپل سخت قهر سره د هغو قومونو نه بدل واخلم چې زما اطاعت یې نه دی کړی.»