د حضرت ميکاه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

پينځم باب

۱خپل فوج راغونډ کړه، اے د فوجيانو ښاريې، ځکه چې زمونږ خلاف محاصره شوې ده. هغوئ به د اِسرائيل مشر په چوکې سره په مخ ووهى.

د بيت‌لحم نه وعده کړے شوے حکمران

۲خو تۀ، اے د بيت‌لحم اِفراته، اګر کۀ تۀ د يهوداه په قبيلو کښې وړه يې، خو تا نه به ما دپاره هغه راشى څوک چې به د اِسرائيل سردار وى، د هغۀ نسب زوړ دے، او د پخوانۍ زمانې نه راروان دے. ۳نو بنى اِسرائيل به تر هغه وخته پورې خپلو دشمنانو ته پرېښودلے شى ترڅو چې د يوې اُميدوارې ښځې د ماشوم د پېدا کېدو وخت پوره شى. او چې د هغۀ نور وروڼه د بنى اِسرائيلو سره د اِتحاد کولو دپاره راواپس شى. ۴هغه به د خپلو رمو د شپونتوب دپاره ودريږى د مالِک خُدائ په طاقت سره، د مالِک خپل خُدائ پاک د نوم په رُعب سره. او هغوئ به په امن سره اوسيږى، نو بيا به د هغۀ عظمت د دُنيا آخرى حدونو ته ورسيږى. ۵او هغه به د هغوئ سلامتيا سرچينه وى.

خلاصون او سزا

کله چې اسوريان زمونږ په مُلک حمله وکړى او زمونږ په پَخو دېوالونو راواوړى، مونږ به د هغوئ خلاف د قوم اووۀ مشران، او ورسره اتۀ حکمرانان هم راوچت کړُو. ۶هغوئ به د تُورې په زور د اسوريى په مُلک، او د نمرود په مُلک به د تُورې په زور حکومت کوى. هغه به مونږ د اسوريانو نه خلاص کړى کله چې هغوئ زمونږ په مُلک باندې حمله وکړى او زمونږ سرحدونو ته راننوځى. ۷د يعقوب پاتې شوى خلق به د ډېرو قومونو په مينځ کښې لکه د مالِک خُدائ د رالېږلے شوې پرخې يا په واښو د باران په شان وى، کوم چې د انسان انتظار نۀ کوى او نۀ د انسان دپاره ايساريږى. ۸د يعقوب پاتې شوى به د قومونو په مينځ کښې وى، د ډېرو قومونو په مينځ کښې، لکه چې شير د ځنګلى ځناورو په مينځ کښې وى، يا لکه چې ځوان شير د ګډو د رمو په مينځ کښې وى، چې دے روان وى نو په پنجه وهل کوى او ماتول کوى، او هيڅ څوک ترې نه ځان نۀ شى بچ کولے. ۹تاسو به په کاميابۍ سره په خپلو دشمنانو بريالى شئ، او ټول دشمنان به مو تباه شى. ۱۰”په هغه ورځ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”زۀ به ستاسو آسونه تباه کړم ستاسو په مينځ کښې او ستاسو جنګى ګاډۍ به ختمې کړم. ۱۱زۀ به ستاسو د مُلک ښارونه تباه کړم او ستاسو ټولې مضبوطې قلعه ګانې به راوغورزوم. ۱۲زۀ به ستا جادوګر تباه کړم او ستاسو په مينځ کښې به فالګر نور نۀ وى. ۱۳زۀ به ستاسو تراشلے شوى بُتان او مقدس کاڼى ستاسو مينځ نه تباه کړم، تاسو به نور د خپل لاس جوړ شوى څيزونو ته سجده نۀ کوئ. ۱۴زۀ به ستاسو د مينځ نه د اشيرې بُت ستنې راوکاږم او ستاسو ښارونه به تباه کړم. ۱۵زۀ به انتقام واخلم په غصه او قهر کښې د هغه قومونو نه چې زما حُکم يې نۀ دے منلے.“