Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د نحمیا کتاب
لومړی فصل
د اورشلیم دپاره د نحمیا اندېښنه
۱ دا د هغو کارونو ځانګړی رپوټ دی چې نحمیا د حکلیا زوی سرته رسولي دي: د کیسلو په میاشت کې چې د اردشیر د پاچاهۍ شلم کال ؤ، زه نحمیا د شوش په بالاحصار کې وم. ۲ زما د ورونو څخه یو تن چې حناني نومېده، د څو کسانو سره د یهودا څخه راغلی ؤ. ما د هغوی څخه د اورشلیم او نورو یهودیانو په اړه چې په بابل کې د جلاوطنۍ څخه تښتېدلي وو، پوښتنه وکړه. ۳ هغوی ما ته ځواب راکړ: «هغه خلک چې ژوندي پاتې دي او بېرته د یهودا ولایت ته راغلي دي، د ډېرو کړاوونو او رسوایۍ سره مخامخ دي. د اورشلیم دېوالونه راغورځول شوي دي او د هغه دروازې سوځېدلې دي.» ۴ کله چې ما دا ټولې خبرې واورېدلې، نو کښېناستم او په ژړا شوم. څو ورځې مې ویر وکړ او روژه مې ونیوله. د اسمانونو خدای ته مې دعا وکړه:
۵ «ای د اسمانونو څښتنه خدایه! ته ډېر لوی او وېروونکی یې. په خپل لوظ باندې وفا کوې او همېشه د هغو کسانو سره مینه کوې چې تا سره مینه کوي او ستا په حکم باندې عمل کوي. ۶ ای څښتنه، ما ته وګوره، او د خپل خدمتګار هغه دعا واوره چې شپه او ورځ یې ستا د خدمتګارانو یعنې د اسراییلو د قوم دپاره کوم. زه په هغو ګناهونو باندې اقرار کوم چې مونږ اسراییلیانو ستا په وړاندې کړي دي. حتی ما او زما خپلې کورنۍ هم ګناه کړې ده. ۷ مونږ ستا په وړاندې بد عمل کړی دی او ستا حکمونه مو سرته نه دي رسولي. مونږ د هغو قوانینو څخه پیروي نه ده کړې چې د خپل خدمتګار موسی په وسیله دې مونږ ته راکړي وو. ۸ هغه خبره چې تا موسی ته کړې وه، اوس هغه در په یاد کړه. تا ویلي وو: ‹که چېرې تاسو د اسراییلو قوم زما سره بېوفایي وکړه، نو زه به تاسو د نورو قومونو په منځ کې خواره واره کړم. ۹ خو که چېرې تاسو بېرته زما خواته راوګرځئ او زما په حکمونو باندې عمل وکړئ، حتی که د نړۍ په کنجونو کې هم خواره واره شوي یئ، زه به تاسو بېرته هغه ځای ته راولم چې ما د خپل عبادت دپاره غوره کړی دی.›
۱۰ ای څښتنه، دا ستا خدمتګاران دي او ستا خپل قوم دی. تا هغوی په خپل لوی قوت او طاقت سره ازاد کړي دي. ۱۱ اوس زما دعا او د خپلو نورو ټولو خدمتګارانو دعا چې غواړي ستا درناوی وکړي، قبوله کړه. زه زارۍ او غوښتنه کوم کله چې نن د پاچا حضور ته ورځم، نو زما سره مرسته وکړه او د هغه زړه نرم کړه، ترڅو زما غوښتنه ومني.»
په هغو ورځو کې زه د پاچا ساقي وم.
Previous chapter
Next chapter