Copyright © 2015-2024 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ نو د قوم مشران په اورشلیم کې ځای په ځای شول او نورو خلکو پچه واچوله چې د هرو لسو کورنیو څخه دې یوه کورنۍ غوره شي او هغه دې د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې واوسیږي او پاتې دې په نورو ښارګوټو کې واوسیږي. ۲ هر سړی چې په خپله خوښه حاضرېده چې په اورشلیم کې واوسیږي، خلکو د هغه دپاره د برکت غوښتنه کوله. ۳ د اسراییلو خلک، کاهنان، لاویان، د خدای د کور خدمتګاران او د سلیمان د خدمتګارانو اولاده د یهودا په ښارګوټو کې په خپلو ځمکو کې اوسېدل.
دا د یهودا د ولایت د مشرانو لست دی چې په اورشلیم کې اوسېدل:
۶ د فارص له اولادې څخه څلورسوه اته شپېته تکړه سړي چې په اورشلیم کې اوسېدل.
ټول نهه سوه اته ویشت تنه بنیامینیان په اورشلیم کې اوسېدل. ۹ د زکري زوی یوییل د هغوی مشر ؤ او یهودا د هسنواه زوی په ښار کې د هغه مرستیال ؤ.
۱۲ له دې طایفې څخه اته سوه دوه ویشت تنو د خدای په کور کې خدمت کاوه.
۱۳ د دې طایفې څخه دوه سوه دوه څلوېښت تنه د کورنیو مشران وو.
۱۴ د دې طایفې څخه یو سلو اته ویشت زړور جنګیالي وو. د هغوی مشر زبدي ییل د هجدولیم زوی ؤ.
۱۸ د اورشلیم په سپېڅلي ښار کې ټول دوه سوه او څلور اتیا تنه لاویان اوسېدل.
۲۰ د اسراییلو نور خلک او پاتې کاهنان او لاویان د خپلو نیکونو په جایدادونو کې د یهودا په نورو ښارګوټو کې اوسېدل. ۲۱ د خدای د کور خدمتګاران د اورشلیم په هغې برخې کې اوسېدل چې د عوفل په نوم یادېده او هغوی د صیحا او جشفا تر نظر لاندې کار کاوه.
۲۲ عزي د باني زوی او د حشبیا لمسی ؤ، هغه د هغو لاویانو مشر ؤ چې په اورشلیم کې اوسېدل. د هغه په نیکونو کې متنیا او میکا شامل وو او میکا د اساف د طایفې څخه ؤ چې نوموړې طایفې د خدای په کور کې د موسیقۍ مسوولیت په غاړه درلود. ۲۳ د سندرغاړو ورځنی فعالیت د فارس پاچا د حکم او اصولو سره سم تر سره کېده.
۲۴ فتحیا د مشیزبییل زوی چې د زرح د طایفې او د یهودا د قبیلې څخه ؤ، د فارس په دربار کې د اسراییلو د خلکو استازی ؤ.
۲۵ ډېر خلک په هغو ښارګوټو کې اوسېدل چې د هغوی کروندو ته نژدې وو. د یهودا د قبیلې خلک په قریت اربع، دیبون او یقبصي ییل او د دغو ښارونو په نژدې کلیو کې اوسېدل. ۲۶ همدارنګه هغوی د یشوع، مولاده، بیت فالط ۲۷ او د حزر شوعال په ښارونو او د بیرشبع په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې هم اوسېدل. ۲۸ هغوی د صقلغ په ښار او د مکونه په ښار او د هغه په شاوخوا کلیو کې، ۲۹ په عین رمون، زرعه، یرموت، ۳۰ زانوح، عدولام او د دغو ښارګوټو په نژدې کلیو کې اوسېدل. هغوی په لاکیش او نژدې کروندو او په عزیقه او د هغې په شاوخوا کلیو کې اوسېدل. په دې توګه د یهودا خلک په هغې سیمې کې اوسېدل چې د بیرشبع او د هنوم د درې ترمنځ پرته وه.
۳۱ د بنیامین د قبیلې خلک په جبع، مخماس، عیا او په بیت ییل او د هغه په شاوخوا او نژدې کلیو، ۳۲ عناتوت، نوب، عننیا، ۳۳ حاصور، رامه، جتایم، ۳۴ حادید، صبوییم، نبلاط، ۳۵ لود او اونو او د کسبګرو په دره کې اوسېدل. ۳۶ د لاویانو ځینې ډلې چې د یهودا په سیمه کې اوسېدلې هغوی ولېږل شوې چې د بنیامین د خلکو سره واوسیږي.