0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

يوولسم باب

د بنى اِسرائيلو په بيابان کښې شکايت کول

۱ نو کله چې خلقو د خپلو تکليفونو په حقله مالِک خُدائ ته شکايتونه شروع کړل، نو مالِک خُدائ دا واورېدل، نو هغه سخت غصه شو او په خلقو يې اور راولېږلو او اور د هغوئ خِلاف بل وو او د کېمپ بهرنى اړخ يوه برخه يې وسوزوله. ۲ خلقو موسىٰ ته د مدد دپاره چغې کړې، هغۀ مالِک خُدائ ته سوال وکړو نو اور قلار شو. ۳ نو د هغه ځائ نوم تبيعره شو، ځکه چې هلته د مالِک خُدائ اور د هغوئ په کېمپ کښې لګېدلے وو.

د حضرت موسىٰ اويا مشران خوښول

۴ د پردى مُلک څۀ مسافرو د بنى اِسرائيلو سره سفر کولو. د هغوئ غوښې ته ډېر زيات زړۀ وشو او هم داسې په خپله بنى اِسرائيلو هم شکايت شروع کړو او وې وئيل، ”کاش چې لږه غوښه خو وے. ۵ په مِصر کښې چې مونږ کوم کبان غوښتل هغه مو خوړل او مونږ ته مفت مِلاوېدل. هغه بادرنګ، هِندوانې، ګندانه، پياز او اوږه راياده کړئ چې مونږ به خوړل؟ ۶ خو اوس مونږ د دې نه پوزې له راغلو، د خوړلو نور هيڅ نشته خو بس دا من دى چې هره ورځ زمونږ مخې ته پراتۀ وى.“ ۷ من د دڼيا د تخم په شان واړۀ وُو او رنګ يې زېړ بخن وو. ۸‏-۹ دا د شپې د پرخې سره د خېمو نه ګېرچاپېره پرېوتو. ورپسې سحر به خلق د دې راټولولو دپاره تلل، دا به يې په لنګرۍ کښې ټکول يا يې ترې نه په مېچن کښې اوړۀ جوړول او بيا به يې يشول يا به نرۍ روټۍ يې ترې نه پخولې. د دې خوند داسې وو لکه چې روټۍ د زيتُونو تېلو سره پخې شوې وى. ۱۰ موسىٰ د ټولو خلقو شکايتونه واورېدل چې هغوئ قبيلې قبيلې د خپلو خېمو په دروازو کښې ولاړ وُو. هغه پرېشان وو ځکه چې مالِک خُدائ هغوئ ته په قهر وو، ۱۱ او هغۀ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”تۀ زما سره دومره بد سلوک ولې کوې؟ تۀ زما نه ولې نارضا يې؟ تا د دې ټولو خلقو ذمه وارى ما له ولې راکړې ده؟ ۱۲ هغوئ خو ما نۀ دى پېدا کړى او نۀ زما بچى دى. زۀ دې ولې د يوې خِدمتګارې په شان شم چې د پيو ماشوم هغه مُلک ته يوسم چې تا يې د هغوئ د پلار نيکۀ سره وعده کړې ده؟ ۱۳ زۀ دې ټولو خلقو له غوښه د کوم ځائ نه ورکړم؟ ځکه چې هغوئ ما ته ژاړى او زما نه غوښه غواړى. ۱۴ زۀ يواځې د دې ټولو خلقو ذمه وارى نۀ شم اخستلے، دا بوج زما دپاره ډېر دروند دے. ۱۵ کۀ تۀ زما سره هم دغه شان سلوک کوې، نو په ما رحم وکړه او ما ووژنه، کۀ تۀ زما نه رضا يې، نو ما د خپل غم ليدلو نه وساته.“ ۱۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو اويا مشران راجمع کړه چې هغوئ د مشرانو په توګه منلے شوى وى، هغوئ ما له زما د حضور خېمې ته راوله او هغوئ ته ووايه چې هغوئ هلته تا سره ودريږى. ۱۷ زۀ به لاندې راشم او هلته به تا سره خبرې وکړم او چې ما کوم روح تا له درکړے دے د هغې نه به لږ واخلم او هغوئ له به يې ورکړم. بيا به هغوئ ستا مدد کوى او چې د دې خلقو ذمه وارى واخلى، نو دا ذمه وارى به يواځې ستا په سر نۀ وى. ۱۸ اوس خلقو ته ووايه، چې د سبا دپاره ځانونه پاک کړئ، تاسو ته به د خوړلو دپاره غوښه مِلاو شى. مالِک خُدائ ستاسو ژړا اورېدلې ده چې تاسو وئيل چې کاش زمونږ سره لږه غوښه وے او چې زمونږ حالت په مِصر کښې ښۀ وو. اوس به مالِک خُدائ تاسو له غوښه درکړى او تاسو به يې خورئ. ۱۹ دا به تاسو نۀ صِرف يو دوه، پينځۀ يا لس شل ورځې خورئ، ۲۰ بلکې ټوله مياشت به يې خورئ، چې ستاسو د پوزو نه بهر راوځى او زړۀ به مو ترې موړ شى. هم داسې به وشى ځکه چې تاسو د مالِک خُدائ سپکاوے کړے دے کوم چې دلته ستاسو په مينځ کښې دے او تاسو هغۀ ته دا شکايت کړے دے چې مونږ ولې مِصر پرېښودلے دے.“ ۲۱ موسىٰ مالِک خُدائ ته وفرمائيل، ”دلته زما سره شپږ لاکه خلق دى او تۀ وائې چې تۀ به هغوئ له د يوې مياشتې غوښه ورکړې؟ ۲۲ څاروى او ګډې دې د هغوئ دپاره حلالې کړے شى څۀ؟ ولې په سمندر کښې ټول کبان به د هغوئ مړولو دپاره کافى وى؟“ ۲۳ مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ”زما د طاقت څۀ حد شته؟ تۀ به زر وګورې چې ما څۀ وئيلى دى چې هغه کيږى او کۀ نۀ کيږى.“ ۲۴ نو موسىٰ بهر ووتلو او چې مالِک خُدائ څۀ فرمائيلى وُو هغه يې خلقو ته وفرمائيل. هغۀ اويا مشران راجمع کړل او د خېمې نه ګېرچاپېره يې ودرول. ۲۵ بيا مالِک خُدائ په وريځو کښې لاندې راغلو او د هغۀ سره يې خبرې وکړې. کوم روح يې چې موسىٰ له ورکړے وو د هغې نه يې لږ واخستلو او هغه اويا مشرانو له يې ورکړو. کله چې په هغوئ باندې روح نازل شو نو هغوئ د لږ وخت دپاره د پېغمبرانو په شان خبرې کولې. خو د دې نه پس بيا داسې ونۀ شول. ۲۶ د هغه اويا مشرانو نه دوه مشران، اِلداد او ميداد، په خېمو کښې پاتې وُو او د مالِک خُدائ د حضور خېمې ته تلى نۀ وُو. او په هغوئ باندې روح نازل شو او هغوئ په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې شروع کړې. ۲۷ يو ځوان منډه کړه چې موسىٰ ته ووائى چې اِلداد او ميداد په خېمو کښې د پېغمبرانو په شان خبرې کوى. ۲۸ بيا د نون زوئ يشوَع، کوم چې د ځوانۍ د وخت نه د موسىٰ مدد کوونکے وو، هغۀ موسىٰ ته وفرمائيل، ”زما نېکه هغوئ منع کړه.“ ۲۹ موسىٰ جواب ورکړو، ”تۀ په ما غېرت کوې څۀ؟ زۀ غواړم چې مالِک خُدائ خپل روح خپلو ټولو خلقو ته ورکړى او ټول د پېغمبرانو په شان شى.“ ۳۰ بيا موسىٰ او د بنى اِسرائيلو مشران واپس کېمپ ته لاړل.

مړَزان

۳۱ ناڅاپه مالِک خُدائ يوه هوا راوستله چې هغې د سمندر د طرف نه مړَزان راوړل، چې د زمکې نه يو ګز اوچت الوتل. دا په خېمو باندې او د خېمو نه ګېرچاپېره هر طرف ته لرې لرې پورې کښېناستل. ۳۲ نو په هغه ټوله ورځ او شپه او په دوېمه ټوله ورځ، خلقو مړَزان راونيول، هيچا هم د زرو کلو نه کم نۀ وُو رانيولى. هغوئ دا د اوچولو دپاره د ټولو خېمو نه ګېرچاپېره خوارۀ کړل. ۳۳ کله چې لا د هغوئ سره ښۀ ډېره غوښه وه، نو مالِک خُدائ خلقو ته په قهر شو او په خلقو يې يوه لويه وبا راولېږله. ۳۴ د هغه ځائ نوم ”د لالچيانو قبرونه“ شو، ځکه چې هغوئ هلته هغه خلق ښخ کړل د کومو چې غوښې ته زړۀ شوے وو. ۳۵ خلقو د هغه ځائ نه حصيروت ته سفر وکړو او هلته اوسېدل.