0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

ديارلسم باب

جاسوسان

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۲ ”د دولسو قبيلو د هرې يوې قبيلې نه يو يو مشر خوښ کړه او هغوئ د جاسوسانو په توګه ولېږه چې د کنعان مُلک وګورى، کوم چې زۀ بنى اِسرائيلو له ورکوم.“ ۳ نو موسىٰ هغوئ د فاران د صحرا نه د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق ولېږل، چې هغوئ ټول د بنى اِسرائيلو مشران وُو. ۴ د هغوئ نومونه دا وُو يعنې د روبين قبيلې نه، سموع زوئ د زکور، ۵ د شمعون قبيلې نه، سافط زوئ د حورى، ۶ د يهوداه قبيلې نه، کالب زوئ د يفُنه، ۷ د يساکار قبيلې نه، اِجال زوئ د يوسف، ۸ د اِفرائيم قبيلې نه، هوسيع زوئ د نون، ۹ د بنيامين قبيلې نه، فلطى زوئ د رفُو، ۱۰ د زبولون قبيلې نه، جدى‌اېل زوئ د سودى، ۱۱ د منسى قبيلې نه، جدى زوئ د سوسى، ۱۲ د دان قبيلې نه، عمى‌اېل زوئ د جملى، ۱۳ د آشر قبيلې نه، ستُور زوئ د ميکائيل، ۱۴ د نفتالى قبيلې نه، نحبى زوئ د وُفسى، ۱۵ د جاد قبيلې نه، جيواېل زوئ د ماکى. ۱۶ دا هغه سړى دى چې موسىٰ د هغه مُلک د جاسوسۍ دپاره ولېږل. هغۀ د نون د زوئ هوسيع نوم يشوَع ته بدل کړو. ۱۷ کله چې موسىٰ هغوئ لېږل، نو هغوئ ته يې وفرمائيل چې، ”د دې ځائ نه د صحرا په لار لاړ شئ او بيا د کنعان غريزې علاقې ته ورننوځئ. ۱۸ وې ګورئ چې هغه څۀ رنګه مُلک دے، چې کوم خلق په کښې اوسيږى، هغوئ تکړه دى او کۀ کمزورى دى، لږ دى او کۀ ډېر دى. ۱۹ وې ګورئ چې هغه زمکه ښۀ ده او کۀ ښۀ نۀ ده او چې هغه خلق په خېمو کښې اوسيږى يا په داسې ښارونو کښې اوسيږى چې دېوالونه ترې نه تاو وى. ۲۰ وګورئ چې هغه زمکه زرخېزه او کۀ شاړه ده او ونې بوټى په کښې شته او کۀ نشته. او تکړه شئ چې هلته کومه مېوه کيږى لږه ترې نه راوړئ.“ دا هغه موسم وو چې انګور په پخېدو شروع وُو. ۲۱ نو هغه سړى د صحرا په طرف لاړل او هغه مُلک يې د صين صحرا نه واخله تر رِحوب پورې وکتلو، چې د حمات درې ته نزدې دے. ۲۲ هغوئ اول د هغه مُلک جنوبى برخې ته ننوتل او حبرون ته راغلل، چرته چې د اخيمان، سيسى او تلمى قبيلې اوسېدلې چې هغوئ عناقيان وُو او د دېوانو د نسل اولاد وو. حبرون د مِصرى ښار ضُعن نه اووۀ کاله مخکښې آباد کړے شوے وو. ۲۳ هغوئ د اسکال وادۍ ته راغلل او هلته هغوئ يوه څانګه راماته کړه چې د انګورو يوه غنچه ورباندې وه او دومره درنه وه چې دا دوو سړو په يو ډانګ باندې يو خوا بل خوا راځوړنده کړه او يو يې وړله. هغوئ څۀ انار او اينځر هم يوړل. ۲۴ په هغه وادۍ باندې ”اسکال“ يعنې د انګورو غنچه نوم کېښودے شو ځکه چې بنى اِسرائيلو هلته د انګورو غنچه شوکولې وه. ۲۵ هغه مُلک د څلوېښتو ورځو د کتلو نه پس، جاسوسان راواپس شول ۲۶ او موسىٰ، هارون او د بنى اِسرائيلو ټول قوم ته د فاران په صحرا کښې قادِس ته راغلل. جاسوسانو هغه خبر ورله راوړو چې څۀ يې ليدلى وُو او هغه مېوه يې ورته وښودله چې کومه يې راوړې وه. ۲۷ هغوئ موسىٰ ته ووئيل، ”مونږ هغه مُلک وکتلو چې زرخېز او آباد وو او دا يې لږه شان مېوه ده. ۲۸ خو د هغه ځائ اوسېدونکى تکړه دى او د هغوئ ښارونه غټ دى او د ښارونو نه يې دېوالونه تاو دى. او د دې نه علاوه، مونږ هلته د دېوانو اولاد هم وليدو. ۲۹ عماليقيان د هغه مُلک په صحرا کښې اوسيږى، حِتيان، يبوسيان او اموريان د غرونو په مُلک کښې اوسيږى، او کنعانيان د مديترانى د سمندر او د اُردن سيند سره اوسيږى.“ ۳۰ کالب هغه خلق غلى کړل کومو چې د موسىٰ خِلاف شکايتونه کول او وې وئيل، ”راځئ چې په هغه مُلک حمله وکړُو او وې نيسو، ځکه مونږ ښۀ تکړه يُو او ورباندې برے موندے شُو.“ ۳۱ خو هغه سړو ووئيل کوم چې د کالب سره تلى وُو، ”نه. مونږ تکړه نۀ يُو چې حمله ورباندې وکړُو، هغه خلق زمونږ نه زيات طاقتور دى.“ ۳۲ نو هغوئ د بنى اِسرائيلو په مينځ کښې د هغه مُلک په حقله غلط خبر خور کړو کوم چې هغوئ ليدلے وو. هغوئ ووئيل، ”په هغه مُلک کښې دومره څۀ هم نۀ پېدا کيږى چې د هغه ځائ اوسېدونکى خلق يې وخورى. کوم خلق چې مونږ وليدل ټول لوړ لوړ وُو، ۳۳ او هلته مونږ دېوان هم وليدل، چې د عناق اولاد دے. مونږ ته خپل ځانونه داسې معلومېدل لکه چې مُلخان يُو او مونږ به هغوئ ته خامخا هم داسې ښکارېدلو.“