0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

پينځلسم باب

د قربانۍ په حقله قانون

۱ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۲ چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم يې چې هغوئ له ورکولو. ۳ يو غوَيے، ګډه، يا يو چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې د پوره کولو د نذرانې، يا د رضاکارانه نذرانې يا د ستاسو په مقررو اخترونو کښې د يوې نذرانې په توګه پېش کولے شى، د دې نذرانو خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۴‏-۵ هر څوک چې يو ګډ يا چېلے مالِک خُدائ ته د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کوى نو هغه به د دې هر يو ځناور سره يو کلو اوړۀ راوړى چې يو ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه وى، يو ليټر مے به ورسره هم وى. ۶ کله چې يو ګډ پېش کيږى، نو دوه کلو اوړۀ چې يو نيم ليټر د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، دا به د غلې نذرانې په توګه پېش کيږى، ۷ يو نيم ليټر مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۸ کله چې يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه يا د يوې منښتې پوره کولو د نذرانې يا د سلامتۍ د نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته پېش کيږى، ۹ د درې کلو اوړو د غلې يوه نذرانه به پېش کيږى چې دوه ليټره د زيتُونو تېل ورسره ګډ وى، ۱۰ دوه ليټره مے به ورسره هم وى. د دې نذرانې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۱ دا هغه څۀ دى چې د هر يو غوَيى، ګډ، ګډُورى، يا چېلۍ سره به پېش کولے شى. ۱۲ د ځناورو د شمېر په مطابق به د دې څيزونو مِقدار هم زياتولے شى. ۱۳ د مُلک ټول اصلى پېدائشى خلق چې کله يوه په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کوى نو هغوئ به داسې کوى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى. ۱۴ او کۀ ستاسو په مينځ کښې د بل مُلک کس وى، کۀ هغه د لږ وخت يا د ډېر وخت دپاره اوسېدونکے وى، نو کۀ هغوئ غواړې چې په اور تيارېدونکې نذرانه پېش کړى، چې د چا خوشبو په مالِک خُدائ ښۀ لګى، نو ضرور به هغوئ هم هغه شان اصُول منى. ۱۵ په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو او ستاسو سره اوسېدونکى د بل مُلک خلق به دا اصُول منى. تاسو او هغوئ د مالِک خُدائ په نظر کښې يو شان يئ، ۱۶ ستاسو او د هغوئ دپاره به يو شان قانون او اصُول وى. ۱۷ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۱۸ چې بنى اِسرائيلو ته دا اصُول وښايه چې په هغه مُلک کښې پرې عمل کوى کوم چې مالِک خُدائ هغوئ له ورکولو. ۱۹ کله چې تاسو د هغه مُلک د فصل نه خوراک کوئ، د هغې نه به څۀ برخه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. ۲۰ کله چې تاسو روټۍ پخوئ، نو د نوې غلې د وړومبۍ پېړې روټۍ به مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کولے شى. دا به هم هغه شان پېش کولے شى چې څنګه تاسو په درمند کښې صفا شوې غله د خاص برخې په توګه پېش کوئ. ۲۱ په راتلونکى ټولو وختونو کښې، تاسو چې کومه روټۍ پخوئ نو دا نذرانه به مالِک خُدائ له ورکوئ. ۲۲ خو کۀ څوک په غلطۍ سره په دې اصُولو باندې عمل کولو کښې ناکام شى کوم چې مالِک خُدائ موسىٰ له ورکړى دى، ۲۳ او فرض کړئ کۀ راتلونکى نسلونه په دې هر څۀ کولو کښې ناکام شى چې مالِک خُدائ يې د موسىٰ په ذريعه حُکم کړے دے، ۲۴ کۀ يوه داسې غلطى شوې وى چې قوم ته پته نۀ وى لګېدلې، نو هغوئ به يو غوَيے د سوزېدونکې نذرانې په توګه پېش کړى، د دې خوشبو په مالِک خُدائ باندې ښۀ لګى، دا به د معيارى غلې نذرانې او د څښلو نذرانې سره پېش کيږى. د دې نه علاوه، هغوئ به يو چېلے د ګناه نذرانې په توګه هم پېش کوى. ۲۵ اِمام به د قوم دپاره کفاره ادا کړى او هغوئ به معاف کړے شى، ځکه چې هغه کار په غلطۍ سره شوے وو او هغوئ خپله د ګناه نذرانه په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه مالِک خُدائ ته راوړه. ۲۶ نو د بنى اِسرائيلو ټول قوم او د هغوئ سره اوسېدونکى د پردى مُلک خلق به معاف کړے شى، ځکه چې ټول په دې غلطۍ کښې شامل وُو. ۲۷ کۀ يو کس په غلطۍ سره ګناه وکړى، نو هغه به د يو کال چېلۍ د ګناه نذرانې په توګه پېش کوى. ۲۸ اِمام به په قربان‌ګاه باندې د هغه کس دپاره کفاره ادا کړى، چا چې په غلطۍ سره ګناه کړې وى او هغه به معاف شى. ۲۹ دا اصُول د هغه هر چا دپاره يو شان دى چې څوک په غلطۍ سره ګناه وکړى، کۀ هغه په حقيقت کښې اِسرائيلے وى يا د هغوئ سره اوسېدونکے د پردى مُلک کس وى. ۳۰ خو کۀ يو کس قصداً ګناه وکړى، کۀ هغه د خپل مُلک يا د پردى مُلک وى، نو د ګناه په وجه هغۀ د مالِک خُدائ بې‌عزتى کړې ده او هغه به وژلے شى، ۳۱ ځکه چې هغۀ د مالِک خُدائ د وېنا سپکاوے کړے دے او قصداً يې د هغۀ يو حُکم مات کړے دے. نو هغه د خپل مرګ په خپله ذمه وار دے.

د سبت ورځې د نۀ منلو دپاره سزا

۳۲ کله چې اِسرائيليان لا په صحرا کښې وُو، نو يو سړے وليدے شو چې د سبت په ورځ يې خشاک راټولولو. ۳۳ نو هغه موسىٰ، هارون او ټول قوم ته راوستلے شو، ۳۴ او قېد کړے شو، ځکه چې دا پته نۀ وه چې د هغۀ سره څۀ وکړے شى. ۳۵ نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ”هغه سړے دې خامخا ووژلے شى، ټول قوم به هغه د خېمو نه بهر سنګسار کړى.“ ۳۶ نو ټول قوم هغه د خېمو نه بهر بوتلو او سنګسار يې کړو، هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ حُکم کړے وو.

په جامو د ځوړندو مزو په حقله قانون

۳۷ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل ۳۸ چې، ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، د خپلو جامو په ګوټونو باندې مزى راځوړند کړئ او په هر يو مزى باندې يې يو د آسمانى رنګ تار ولګوئ. داسې به تاسو په راتلونکى ټولو وختونو کښې کوئ. ۳۹ چې هر کله هم تاسو دا مزى ګورئ نو تاسو ته به زما ټول حُکمونه درياديږى او عمل به پرې کوئ، نو تاسو به زما نه نۀ اوړئ او د خپلو سترګو او زړۀ په خواهشونه پسې به نۀ ګرځئ. ۴۰ هغه مزى به تاسو ته دا دريادوى چې زما ټول حُکمونه منئ او تاسو به په پوره توګه زما يئ. ۴۱ زۀ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يم، ما تاسو د مِصر مُلک نه راوويستلئ چې ستاسو خُدائ پاک يم. زۀ مالِک خُدائ يم.“