0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

اتلسم باب

د اِمامانو او ليويانو ذمه وارۍ

۱ مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته، ستا زامنو او ليويانو ته به خامخا د خپلو هغه بدو سزا مِلاو شى چې د هغه جرم تعلق زما د حضور خېمې د خِدمت سره وى، خو د اِمامت په خِدمت کښې د څۀ ګناه سزا به صِرف تا او ستا زامنو ته ملاويږى. ۲ د ليوى قبيلې خپل خپلوان هم د ځان سره راوله، چې تا سره په کار کښې مدد وکړى، په هغه وخت کښې چې تۀ او ستا زامن په خېمه کښې خِدمت کوى. ۳ هغوئ به ستا او د خېمې دپاره خپلې ذمه وارۍ پوره کوى، خو هغوئ دې په مقدس ځائ کښې مقدس سامان او قربان ګاه ته نۀ ور نزدې کيږى. کۀ هغوئ داسې وکړل، نو تۀ او هغوئ به ووژلے شئ. ۴ هغوئ به تا سره کار کوى او په خېمه کښې به د خِدمت خپلې ټولې ذمه وارۍ پوره کوى، خو چې چا ته اجازت نۀ وى نو هغه کس به تا سره خِدمت نۀ شى کولے. ۵ يواځې تۀ او ستا زامن به د مقدس ځائ او د قربان‌ګاه ذمه وارۍ پوره کوئ، نو داسې به زۀ بيا بنى اِسرائيلو ته نۀ په قهر کېږم. ۶ زۀ هغه څوک يم چا چې ستا خپلوان ليويان ستا دپاره د يوې تُحفې په توګه د بنى اِسرائيلو نه خوښ کړى دى. هغوئ ما ته وقف دى، چې هغوئ په خېمه کښې خپلې ذمه وارۍ تر سره کړى. ۷ خو يواځې تۀ او ستا زامن به د اِمامت هغه ذمه وارۍ پوره کوئ کومې چې د قربان‌ګاه او د زيات مقدس ځائ سره تعلق لرى. دا ستاسو ذمه وارۍ دى، ځکه چې ما تاسو له د اِمامت تُحفه درکړې ده. هر څوک چې حقدار نۀ وى او نزدې راشى نو هغه به ووژلے شى.“

د اِمامانو برخه

۸ مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”ګوره، زۀ تا له زما ټولې خاص برخې درکوم چې د نذرانو په توګه دې نۀ شى سوزولے. دا زۀ تا او ستا اولاد له درکوم چې د همېشه دپاره ستاسو په حواله وى. ۹ ډېرې مقدسې نذرانې کومې چې په قربان‌ګاه نۀ سوزولے کيږى، هغه ستاسو دى، د غلې نذرانې، د ګناه نذرانې، د ګناه د تاوان نذرانې. هر هغه څيز چې ما ته د مقدسې نذرانې په توګه پېش کيږى هغه ستا او ستا د زامنو دى. ۱۰ تاسو به خامخا دا څيزونه په يو مقدس ځائ کښې خورئ او صِرف نران دا خوړلے شى، دا مقدس وګڼئ. ۱۱ د دې نه علاوه، اِسرائيليان چې نورې خاص برخې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. زۀ دا د راتلونکى ټولو وختونو دپاره تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم. ستا د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه دا خوړلے شى. ۱۲ زۀ د وړومبى پېداوار بِهترينه حِصه تاسو له درکوم کومه چې اِسرائيليان ما ته هر کال پېش کوى لکه د زيتُونو تېل، مے او غله دانه. ۱۳ دا هر څۀ ستاسو دى. د ستاسو د خاندان هر يو کس چې پاک وى نو هغه يې خوړلے شى. ۱۴ د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې چې هر څيز ما ته بغېر د څۀ شرط نه وقف شوے وى نو هغه به ستاسو وى. ۱۵ هر يو وړومبے پېدا شوے ماشوم يا ځناور چې اِسرائيليان يې ما ته پېش کوى هغه به ستاسو وى. خو تاسو به خامخا هر وړومبے پېدا شوے ماشوم واپس اخلئ او هر وړومبے پېدا شوے ځناور به هم واپس اخلئ کوم چې ناپاک وى. ۱۶ چې ماشومان د يوې مياشتې شى نو هغوئ به په مقرر شوى قيمت يعنې په پينځو د سپينو زرو سيکو باندې واپس اخستلے شى، دا به د منلے شوى معيار په مطابق وى. ۱۷ خو د غواګانو، ګډو او چېلو وړومبے پېدا شوے بچے به واپس نۀ شى اخستلے، دا به په پوره توګه زما وى او دا به قربانيږى. وينه يې په قربان‌ګاه باندې وشيندئ او وازګه يې په اور تيارېدونکې نذرانې په توګه وسوزوئ، د دې خوشبو په ما باندې ښۀ لګى. ۱۸ د دې غوښه ستاسو ده، لکه د دې سينه او د خاص نذرانې وروستنۍ پښه. ۱۹ کومې خاص برخې چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى هغه زۀ په راتلونکى ټولو وختونو کښې تا، ستا زامنو او ستا لوڼو له ورکوم، دا يو نۀ ماتېدونکے لوظ دے چې ما تا او ستا اولاد سره وکړو.“ ۲۰ مالِک خُدائ هارون ته وفرمائيل، ”تا ته به هيڅ جائيداد نۀ ملاويږى چې ستا ميراث شى او د بنى اِسرائيلو د مُلک هيڅ حِصه به تا ته نۀ حواله کيږى. زۀ مالِک خُدائ، ستا دپاره کافى يم.“

د ليويانو برخه

۲۱ مالِک خُدائ وفرمائيل، ”ما ليويانو له هره لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته پېش کوى. دا د هغوئ دپاره زما د حضور د خېمې د خِدمت کولو مزدورى ده. ۲۲ نور به اِسرائيليان خېمې ته نۀ نزدې کيږى ګنې هغوئ به ځان له په خپله د مرګ سزا ورکوى. ۲۳ صِرف ليويان به د خېمې خيال ساتى او د دې پوره ذمه وارى به تر سره کوى. دا قانون به د همېشه دپاره ستاسو د اولاد دپاره هم وى. د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به ليويانو ته هيڅ زمکه نۀ ملاويږى چې خپله يې شى، ۲۴ ځکه چې ما هغوئ له لسمه حِصه ورکړې ده کومه چې اِسرائيليان ما ته د خاص برخې په توګه پېش کوى. نو دا ځکه ما هغوئ ته وفرمائيل چې د بنى اِسرائيلو په مُلک کښې به د هغوئ جائيداد نۀ وى.“

د ليويانو لسمه حِصه

۲۵ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۲۶ چې ليويانو ته ووايه، ”کله چې تاسو د بنى اِسرائيلو نه لسمه حِصه اخلئ کومه چې مالِک خُدائ تاسو له درکوى، نو تاسو به د دې لسمه حِصه مالِک خُدائ ته د خاص برخې په توګه پېش کوئ. ۲۷ دا خاص برخه به د هغې نذرانې برابره ګڼلے شى کومه نذرانه چې زميندار د نوى فصل او د انګورو د لنګرۍ نه د نوؤ شرابو نه پېش کوى. ۲۸ نو تاسو به مالِک خُدائ ته يوه خاص برخه هم پېش کوئ کومه چې تاسو د بنى اِسرائيلو د لسمې حِصې نه اخلئ. دا برخه به تاسو د مالِک خُدائ دپاره هارون اِمام له ورکوئ. ۲۹ چې څۀ تاسو ته ملاويږى نو د هغې د ټولو نه ښۀ حِصه مالِک خُدائ له ورکوئ. ۳۰ نو هم داسې ليويانو ته دا اصُول وښايه. کله چې تاسو ښۀ حِصه د نذرانې په توګه پېش کوئ نو دا به تاسو دپاره داسې حساب شى لکه چې تاسو يې د خپل درمند يا د انګورو لنګرۍ نه ورکوئ. ۳۱ تاسو او ستاسو خاندان هغه پاتې شوې برخه په هر ځائ کښې خوړلے شئ، ځکه چې دا ستاسو د مقدسې خېمې د خِدمت مزدورى ده. ۳۲ کۀ چرې تاسو د دې ښۀ حِصه مالِک خُدائ ته پېش کړى وى او بيا تاسو دا خورئ نو تاسو ته به سزا نۀ ملاويږى. هغه تحفې او قربانيانې چې قوم يې راوړى لازمى ده چې مقدسې پاتې شى خو کۀ د دې د پېش کولو نه مخکښې تاسو دې نه کومه برخه وخوړه نو وبه وژلے شئ.“