0:00 / 0:00

د شمېر کتاب

پنځه ویشتم فصل

موآبیان اسراییلیان بې لارې کوي

۱ کله چې اسراییلیان په شطیم کې اوسېدل، ځینو سړیو د موآبي ښځو سره زنا کول پیل کړل. ۲ دغو ښځو بیا هغه سړي هغو مراسمو ته راوبلل چې د هغوی خدایانو ته په کې نذرانې وړاندې کېدلې. هغو سړیو د قربانیو غوښه وخوړله او د موآبي خدایانو عبادت یې وکړ. ۳ څښتن په اسراییلیانو باندې په قهر شو ځکه چې هغوی د بعل فغور د خدای عبادت کړی ؤ. ۴ نو هغه حضرت موسیٰ ته وفرمایل: <د اسراییلو ټول مشران بوځه او په رڼا ورځ یې زما په حضور کې اعدام کړه، بیا به زما سخت قهر په اسراییلیانو باندې سوړ شي.> ۵ حضرت موسیٰ هغو اسراییلیانو ته چې د قاضیانو په توګه یې کار کاوه وفرمایل: <تاسو هر یو باید د خپلې قبیلې هغه نفر ووژنئ چې د بعل فغور عبادت یې کړی دی.>

۶ یو اسراییلي سړي د حضرت موسیٰ او ټول قوم په مخ کې چې هغوی د مقدسې خېمې په دروازه کې ژړل، یوه مدیانۍ ښځه خپل کور ته راوستله. ۷ د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي فینحاس هغه ولیدل او د خلکو د ګڼې ګوڼې څخه لاړ. هغه یوه نېزه راواخیستله ۸ او د هغه سړي پسې خېمې ته ورننوت او د هغه په بدن او د ښځې په ګېډه کې یې ومنډله. په دې ډول څښتن هغه وبا بنده کړه چې اسراییلیان یې له منځه وړل، ۹ مګر وبا لا له مخکې څخه ۲۴۰۰۰ نفره وژلي وو.

۱۰ څښتن حضرت موسیٰ ته وفرمایل: ۱۱ <فینحاس د العازار زوی او د حضرت هارون کاهن لمسي زما قهر چې په اسراییلو باندې راغلی ؤ سوړ کړ. هغه په ما باندې غیرت وکړ نو په دې خاطر مې هغوی تباه نه کړل. ۱۲ نو ورته ووایه چې زه د هغه سره داسې لوظ کوم چې د همېش دپاره به اعتبار ولري. ۱۳ هغه او د هغه اولاده به د تل دپاره زما کاهنان وي، ځکه چې هغه د خپل خدای د عزت دپاره غیرت وکړ او د اسراییلیانو دپاره یې کفاره ادا کړه.>

۱۴ د هغه اسراییلي نوم چې د مدیانۍ ښځې سره ووژل شو، د سالو زوی زمري ؤ او هغه د شمعون د قبیلې یو مشر ؤ. ۱۵ د ښځې نوم کزبي ؤ. د هغې پلار صور د مدیانیانو د طایفو یو مشر ؤ.

۱۶ څښتن حضرت موسیٰ ته امر وکړ: ۱۷ <په مدیانیانو باندې حمله وکړه او هغوی ووژنه. ۱۸ دا د هغه بد کار له کبله چې تاسو سره یې وکړ چې په فغور کې یې وغولولئ چې بعل فغور ته عبادت وکړئ او د کزبي له کبله چې د یو مدیاني مشر لور وه او په فغور کې د وبا په وخت کې ووژل شوه.>