0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

پينځويشتم باب

بنى اِسرائيل په فعور کښې

۱ کله چې اِسرائيليان د کيکرو په وادۍ کښې دېره وُو، نو د موآبيانو ښځو سره يې زنا شروع کړه. ۲ ښځو هغوئ ته ووئيل چې د هغوئ معبودانو ته قربانۍ وکړى، نو خلقو هغه قربانۍ وخوړلې او د هغوئ د معبود عبادت يې وکړو ۳ چې د فعور بعل وو. نو مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو ته په قهر شو. ۴ او موسىٰ ته يې وفرمائيل، ”د بنى اِسرائيلو ټول مشران بوځه او د خلقو په وړاندې يې پهانسى کړه، نو بيا به زما سخته غصه د بنى اِسرائيلو نه سړه شى.“ ۵ موسىٰ د بنى اِسرائيلو قاضيانو ته وفرمائيل، ”ستاسو هر يو کس به د خپلې قبيلې نه هر هغه سړے وژنئ څوک چې د فعور د بعل عبادت کوونکے جوړ شوے وى.“ ۶ بيا يو اِسرائيلى يوه ميديانې ښځه د موسىٰ او د ټول قوم په مخکښې خپلې خېمې ته دننه بوتله، په هغه وخت کله چې هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په دروازه کښې ماتم کولو. ۷ نو چې فينحاس، د اِلى‌عزر زوئ او د هارون نمسى دا وليدل، هغه د قبيلې نه پاڅېدو او لاړو. هغۀ نېزه راواخستله، ۸ او په هغه سړى او ښځې پسې خېمې ته ورننوتلو او نېزه يې د هغه سړى او ښځې د خېټې نه بل خوا وويستله. نو داسې هغه وبا بس شوه کومې چې اِسرائيليان تباه کول، ۹ خو وبا څليريشت زره کسان وژلى وُو. ۱۰ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۱ ”فينحاس زوئ د اِلى‌عزر چې د هارون اِمام زوئ دے هغۀ زما غصه د بنى اِسرائيلو دپاره ختمه کړه چې هغوئ کښې هغۀ غېرت وکړو، نو ما د خپل غېرت په وجه بنى اِسرائيل هلاک نۀ کړل. ۱۲ نو ورته ووايه چې زۀ د هغۀ سره د امن لوظ کوم چې د راتلونکى ټولو وختونو دپاره به وى. ۱۳ هغه او د هغۀ اولاد به د همېشه دپاره اِمامان مقررولے شى، ځکه چې هغۀ په ما باندې غېرت وکړو او د بنى اِسرائيلو د ګناه کفاره يې ادا کړه.“ ۱۴ کوم سړے چې د ميديانې ښځې سره وژلے شوے وو د هغۀ نوم زِمرى وو، هغه د سلو زوئ وو، چې د شمعون په قبيلې کښې د يو خاندان مشر وو. ۱۵ د هغه ښځې نوم کزبى وو. د هغې پلار صور، د ميديانې قبيلو د يوې قبيلې مشر وو. ۱۶ مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل، ۱۷ ”په ميديانيانو حمله وکړه او هغوئ تباه کړه، ۱۸ د هغه بد عمل په وجه، چې په فعور کښې يې په دوکه په تاسو باندې عبادت وکړو او د کزبى په وجه، چې هغه د وبا په وخت په فعور کښې وژلے شوې وه.“