د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

دوېم باب

هرې قبيلې ته د خېمو ځايونه په نښه کول

۱بيا مالِک خُدائ موسىٰ او هارون ته دا اصُول وښودل. ۲کله چې اِسرائيليان کېمپ جوړوى، نو هر سړے به د خپل لښکر د جنډې لاندې خېمه ودروى. خېمې به د مقدسې خېمې نه ګېرچاپېره لګولے شى. ۳‏-۹نمرخاتۀ طرف ته، چې څوک د يهوداه د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د يهوداه قبيلې مشر نحشون زوئ د عمى‌نداب، د قبيلې شمېر څلور اويا زره او شپږ سوه کسان دى، د يساکار قبيلې مشر نتنى‌ايل زوئ د ضُعر، د قبيلې شمېر څلور پنځوس زره او څلور سوه کسان دى، د زبولون قبيلې مشر اِلياب زوئ د حيلون، د قبيلې شمېر اووۀ پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او شپږ اتيا زره او څلور سوه کسان دى. د يهوداه لښکر به مخکښې روان وى. ۱۰‏-۱۶جنوب طرف ته، څوک چې د روبين د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د روبين قبيلې مشر اليصور زوئ د شدِيُور، د قبيلې شمېر شپږ څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د شمعون قبيلې مشر سلومى‌اېل زوئ د صورى‌شدى، د قبيلې شمېر يو کم شپېتۀ زره او درې سوه کسان دى، د جاد قبيلې مشر اِلياسف زوئ د دعو‌اېل، د قبيلې شمېر پينځۀ څلوېښت زره شپږ سوه پنځوس کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او يو پنځوس زره او څلور سوه پنځوس کسان دى. دوېم به د روبين لښکر روان وى. ۱۷بيا دې د اولنو دوه لښکرو او د وروستنو دوه لښکرو په مينځ کښې ليويان روان شى چې مقدسه خېمه يوسى. هر يو لښکر به هم په هغه ترتيب روان وى چې څنګه خېمې ودروى، هر يو به په خپل خپل ځائ د خپلې جنډې لاندې وى. ۱۸‏-۲۴نمرپرېواتۀ طرف ته، څوک چې د اِفرائيم د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو ډلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د اِفرائيم قبيلې مشر اليسمع زوئ د عميهود، د قبيلې شمېر څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د منسى قبيلې مشر ګملى‌اېل زوئ د فداهصور، د قبيلې شمېر دوه دېرش زره او دوه سوه کسان دى، د بنيامين قبيلې مشر ابِدان زوئ د جدعونى، د قبيلې شمېر پينځۀ دېرش زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو سل او اتۀ زره او سل کسان دى. درېم به د اِفرائيم لښکر روان وى. ۲۵‏-۳۱شمال طرف ته، څوک چې د دان د لښکر د جنډې لاندې وى نو هغوئ به په خپلو قبيلو کښې خېمې ودروى، د هغوئ د قبيلو د مشرانو نومونه دا دى. د دان قبيلې مشر اخيعزر زوئ د عمى‌شدى، د قبيلې شمېر دوه شپېتۀ زره او اووۀ سوه کسان دى، د آشر قبيلې مشر فجعى‌اېل زوئ د عکران، د قبيلې شمېر يو څلوېښت زره او پينځۀ سوه کسان دى، د نفتالى قبيلې مشر اخيرع زوئ د عينان، د قبيلې شمېر درې پنځوس زره او څلور سوه کسان دى. دا ټول په شمېر کښې يو لاک اووۀ پنځوس زره او شپږ سوه کسان دى. په آخر کښې به د دان لښکر روان وى. ۳۲د بنى اِسرائيلو د ټولو لښکرو شمېر شپږ لاکه درې زره پينځۀ سوه او پنځوس کسان وُو چې قبيله په قبيله د هغوئ نومونه وليکلے شول. ۳۳هم هغه شان چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو، ليويان د نورو بنى اِسرائيلو سره يو ځائ ونۀ شمېرلے شول. ۳۴بنى اِسرائيلو هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ ته حُکم کړے وو. هغوئ هر يو د خپلې جنډې لاندې خېمې ودرولې او هر يو د خپلې قبيلې سره روان وو.