0:00 / 0:00
Next chapter

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

شپږ دېرشم باب

د وادۀ شوو ښځو ميراث

۱ د جِلعاد د قبيلې د کورَنو مشران، د مکير زوئ او د منسى نمسے چې د يوسف زوئ وو، موسىٰ او د بنى اِسرائيلو نورو مشرانو له لاړل. ۲ هغوئ ووئيل، ”صاحِبه، مالِک خُدائ تا ته حُکم درکړے دے چې زمکه د پچې په ذريعه په بنى اِسرائيلو تقسيم کړه. مالِک خُدائ دا حُکم هم کړے دے چې زمونږ د خپلوان صِلافحاد جائيداد د هغۀ لوڼو له ورکړه. ۳ خو دا خبره ياده ساته. کۀ هغوئ د بلې قبيلې سړو سره ودونه وکړل، نو د هغوئ جائيداد به د هغه قبيلې شى او زمونږ برخه به کمه شى. ۴ د واپس ورکولو په کال کښې، کله چې کوم جائيداد خرڅ شوے وى او هغه واپس خپل اصلى مالِک ته ملاويږى، نو د صِلافحاد د لوڼو جائيداد به د همېشه دپاره هغه قبېلې ته ورکړے شى چې په کومه کښې وادۀ شوې وى او دا به زمونږ د قبيلې دپاره د تاوان خبره وى.“ ۵ نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته د مالِک خُدائ دا حُکمونه واورول. هغۀ وفرمائيل، ”د منسى قبيله چې څۀ وائى هغه ټيک دى، ۶ او مالِک خُدائ فرمائى چې د صِلافحاد لوڼه آزادې دى چې د چا سره هم وادۀ کول غواړى خو په خپله قبيله کښې به يې کوى. ۷ د يوې بنى اِسرائيلۍ قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ شى ورکولے. ۸ هره يوه ښځه چې په کومه بنى اِسرائيلى قبيله کښې ميراث اخلى نو هم د هغه قبيلې د سړى سره به وادۀ کوى. نو داسې ټولو بنى اِسرائيلو ته به د خپل پلار نيکۀ په جائيداد کښې ميراث ملاويږى، ۹ او د يوې قبيلې جائيداد به بلې قبيلې ته نۀ ملاويږى. هره بنى اِسرائيلى قبيله به خامخا خپله د ميراث زمکه لرى.“ ۱۰‏-۱۱ نو د صِلافحاد لوڼو، محلاه، تِرضاه، حجلاه، مِلکاه او نوعاه هم هغه شان وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو او هغوئ خپلو د ترونو زامنو سره ودونه وکړل. ۱۲ هغوئ د يوسف زوئ منسى قبيلې په کورَنو کښې ودونه وکړل او د هغوئ جائيداد د هغوئ د پلار په قبيله کښې پاتې شو. ۱۳ دا هغه اصُول او قانون دے کوم چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه د موآب په مېدانونو کښې د اُردن نه پورې يريحو ته مخامخ بنى اِسرائيلو له ورکړو.

Next chapter