0:00 / 0:00

د شمېر کِتاب - د تورات شريف څلورم کِتاب

نهم باب

د فسحې اختر په حقله اصُول

۱ د بنى اِسرائيلو د مِصر مُلک نه د وتلو نه پس، د دوېم کال په اولنۍ مياشت مالِک خُدائ د سينا په بيابان کښې د موسىٰ سره خبرې وکړې. مالِک خُدائ ورته وفرمائيل، ۲‏-۳ ”د دې مياشتې په څوارلسمه ورځ، د نمرپرېواتو په وخت، اِسرائيليان به د ټول قانون او اصُولو په مطابق د فسحې اختر کوى.“ ۴ نو موسىٰ بنى اِسرائيلو ته وفرمائيل چې هغوئ د فسحې اختر وکړى، ۵ او د اولنۍ مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام بنى اِسرائيلو د سينا په بيابان کښې هغه هر څۀ وکړل چې څنګه مالِک خُدائ موسىٰ له حُکم ورکړے وو. ۶ خو څۀ خلق ناپاک وُو ځکه چې هغوئ د مړى سره لګېدلى وُو او هغوئ په هغه ورځ د فسحې اختر نۀ شو کولے. هغوئ موسىٰ او هارون له لاړل ۷ او ورته يې ووئيل، ”مونږ ناپاک يُو ځکه چې مونږ د مړى سره لګېدلى يُو، خو مونږ د نورو بنى اِسرائيلو سره ولې نۀ شُو شريکېدلے چې مالِک خُدائ ته نذرانه پېش کړُو؟“ ۸ موسىٰ ورته وفرمائيل، ”تر هغې پورې صبر وکړئ چې ما ته د مالِک خُدائ نه ستاسو په حقله حُکم مِلاو شى.“ ۹ نو مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې، ۱۰ ”بنى اِسرائيلو ته ووايه، کله چې تاسو يا ستاسو اولاد د مړى سره لګېدلو په وجه ناپاک يئ يا په لرې سفر کښې يئ، خو بيا هم د فسحې اختر کول غواړئ، ۱۱ نو تاسو ته اجازت دے چې دا يوه مياشت وروستو وکړئ، يعنې د دوېمې مياشتې د څوارلسمې ورځې په ماښام. دا اختر د پتيرې روټۍ او ترخو بوټو سره وکړئ. ۱۲ د هغه خوراک نه هيڅ هم د بل سحر پورې مۀ پرېږدئ او چې د هغه قربانۍ د ځناورو هډُوکى مات نۀ کړئ. د فسحې اختر د ټولو اصُولو په مطابق وکړئ. ۱۳ خو چې څوک پاک وى او لرې سفر کښې نۀ وى او هغه د فسحې اختر ونۀ کړى، نو هغه به نور زما د خلقو نه نۀ شى ګڼلے، ځکه چې هغۀ ما ته په مقرر وخت باندې نذرانه پېش نۀ کړه. هغۀ ته به خامخا د خپلې ګناه سزا مِلاو شى. ۱۴ ستاسو سره چې کوم مسافر اوسيږى کۀ هغوئ د فسحې اختر کول غواړى، نو هغوئ به دا د ټول قانون او اصُولو په مطابق کوى. هر څوک چې د بل مُلک وى يا په دې مُلک کښې پېدا شوے وى نو د دواړو دپاره يو شان قانون دے.“

د وريځې ستن او د اور ستن

۱۵‏-۱۶ په کومه ورځ چې د مالِک خُدائ د حضور خېمه ودرولے شوه، نو وريځ راغله او خېمه يې پټه کړه. وريځ به د شپې د اور په شان ښکارېده. ۱۷ چې کله به هم وريځ د خېمې نه اوچته شوه، نو اِسرائيليان به روان شول او بيا به يې په هغه ځائ کښې خېمې ودرولې چرته به چې وريځ راکوزه شوې وه. ۱۸ بنى اِسرائيلو به د مالِک خُدائ په حُکم خېمې وړلې او د هغۀ په حُکم به يې ودرولې. تر کومې پورې به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې ولاړه وه، نو هغوئ به په خپلو خېمو کښې ايسار وُو. ۱۹ کله به چې وريځ په مقدسه خېمه باندې د ډېر وخت دپاره ولاړه وه، نو هغوئ د مالِک خُدائ حُکم منلو او د هغه ځائ نه به نۀ تلل. ۲۰ کله کله به وريځ صِرف يو څو ورځې د خېمې دپاسه ايساره وه، نو په هر حالت کښې، هغوئ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق په خپلو خېمو کښې ايسارېدل يا به يې سفر کولو. ۲۱ کله به وريځ صِرف د ماښام نه واخله تر سحره پورې ايساره وه، چې څنګه به وريځ اوچته شوه نو هغوئ به سفر شروع کړو. ۲۲ کۀ وريځ به دوه ورځې، مياشت، کال، يا زياته د مقدسې خېمې دپاسه ولاړه وه، نو هغوئ به سفر نۀ کولو، خو چې کله به وريځ اوچته شوه، نو هغوئ به سفر کولو. ۲۳ کوم حُکمونه چې مالِک خُدائ د موسىٰ په ذريعه ورکړى وُو هغوئ د هغې په مطابق خېمې ودرولې او وړلې.