Next chapter

فیلیپیانو ته د پولوس رسول لیک

څلورم فصل

۱نو ای زما ګرانو خویندو او ورونو! زه ستاسو د لیدلو په ارمان یم. تاسو زما خوشحالي او زما ویاړ یئ. نو بیا ای ګرانو دوستانو، په څښتن کې همداسې ټینګ اوسئ.

هڅونې او لارښوونې

۲زه افودیه او سینتیخې ته زاري کوم چې په څښتن کې په یو فکر اوسئ. ۳هو، زما رښتینی ملګریه، ستا څخه غوښتنه کوم چې د دې دوه ښځو سره مرسته وکړې، ځکه چې هغوی د کلیمانتوس او زما د نورو همکارانو سره د زېري په خپرولو کې څنګ تر‌څنګ هلې ځلې کړي دي او نومونه یې د ژوندون په کتاب کې لیکل شوي دي.

۴تل په څښتن کې خوشحالي کوئ او بیاهم وایم چې خوشحاله اوسئ. ۵پرېږده چې ستاسو نرم مزاجي او مهرباني ټولو خلکو ته ښکاره شي. څښتن به زر راشي. ۶د هېڅ شي په هکله اندېښنه مه کوئ، بلکې تل د شکرګزارۍ په دعاګانو او زاریو سره خپلې غوښتنې د خدای حضور ته وړاندې کوئ. ۷نو بیا د خدای سوله او سلامتي چې د انسان د پوهې نه لوړه ده، ستاسو زړونه او خیالونه به د عیسی مسیح په وسیله خوندي وساتي.

۸اخر دا چې ای خویندو او ورونو! هر هغه څه چې رښتیا، عزتمن، عادلانه، پاک، زړه وړونکي، ښکلي او هغه څه چې ډېر ښه او د ستاینې وړ دي، د هغو په هکله فکر کوئ. ۹هغه څه چې تاسو زما نه زده کړي او حاصل کړي دي یا مو زما نه اورېدلي او لیدلي دي، هغه سرته ورسوئ، نو بیا به خدای چې د سولې او سلامتۍ سرچینه ده، ستاسو سره مل وي.

د خدای د مرستو او د فیلیپیانو د تحفو څخه مننه کول

۱۰زه په څښتن کې ډېر خوشحاله یم چې له څه مودې وروسته یوځل بیا ستاسو پام زما خواته شو. زه پوهېږم چې تاسو په رښتیا زما سره علاقه درلودله، خو تاسو سره د هغو د ښکاره کولو موقعه پیدا نه شوه. ۱۱زه دا خبرې د دې دپاره نه کوم چې محتاج یم، بلکې دا مې زده کړل چې زه په هرحال کې یم، راضي یم. ۱۲زه پوهېږم چې څرنګه په غریبۍ کې یا شتمنۍ کې ژوند وکړم. ما په هر ډول حالاتو کې ژوند کړی دی او د ژوند کولو راز مې زده کړی دی، که زه موړ وم یا وږی یا که محتاج وم یا هرڅه مې لرل. ۱۳زه د مسیح په وسیله چې ماته قوت راکوي کولای شم چې هر حالت تېر کړم.

۱۴په هر حال دا ستاسو مهرباني وه چې زما سره مو په سختیو کې مرسته وکړه. ۱۵ای د فیلیپې د ښار ایماندارانو، تاسو ښه خبر یئ چې د زېري د رسولو په لومړیو ورځو کې کله چې زه د مقدونیې څخه روان شوم، نو هېڅ یوه کلیسا زما سره په ګټه او تاوان کې شریکه نه شوه، پرته له تاسو نه. ۱۶حتی کله چې په تسالونیکیه کې وم څو ځلې مو زما د اړتیاوو د پوره کولو دپاره مرسته راولېږله. ۱۷زه دا خبره د دې دپاره نه کوم چې ستاسو نه صرف کومه مالي مرسته تر‌لاسه کړم، بلکې زه غواړم چې ستاسو د نېکو کارونو اجر دې ستاسو په حساب کې ورزیات شي. ۱۸خو اوس ستاسو هرڅه ماته راورسېدل او حتی زما د اړتیا نه زیات. تاسو چې د اپافرودیتوس په لاس کومې مالي مرستې رالېږلې وې په هغو باندې زما اړتیاوې په کامله توګه پوره شوې. دا هغه د خوشبویۍ نذرانه او قرباني ده چې خدای ته قبوله او د هغه خوښه ده. ۱۹زما خدای به ستاسو ټولې اړتیاوې د خپلې پرېمانه شتمنۍ له مخې د عیسی مسیح په وسیله پوره کړي. ۲۰خدای ته چې زمونږ اسماني پلار دی، تل ترتله جلال وي. امین.

وروستني سلامونه

۲۱د خدای ټولو خلکو ته چې د عیسی مسیح سره تړاو لري، سلامونه ووایئ. کوم ورونه چې زما سره دي، هغوی هم تاسو ته سلامونه وایي. ۲۲د خدای ټول خلک چې دلته دي تاسو ته سلام وایي، په ځانګړې توګه هغوی چې د روم د امپراتور په ماڼۍ کې اوسیږي. ۲۳په تاسو ټولو باندې دې د څښتن عیسی مسیح فضل وي.

Next chapter